د ایران قاهر۳۱۳ جنګي الوتکه،د نړۍ ډیره پرمختللې ماډرن الوتکه ده

ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر محمود احمدي نژاد نن د تهران د مهر آباد په هوايي ډګر کښې د  لومړۍ ښکاري  هوايي کنډک په مرکز کښې د قاهر۳۱۳ جنګي الوتکې د نندارې ته د وړاندې کولو د دستورو په مهال وویل،دغه ښکاري او بم غورځونکې  الوتکه،د نړۍ  تر ټولو ماډرن او نوي الوتکه ده .

هغه وویل ایرانیو متخصصانو نن سبا ډیري پولي وهلي او ترې تیر شوي،او هیڅ پرمختګ او ښکارنده ، د هغوئ  له لاس رسي بهر نه ده ،خو د ایران  دملت پوځي قدرت  په هیڅ  هیواد د حملې او  سلطې لپاره نه دی ،بلکه دفاعي چاره ده .

د دغه دستورو تر څنګ د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر سردار احمد وحیدي هم خبریالانو  ته وویل دغه پرمختللې جنګې الوتکه ظاهره په راډار کښې لیدونکې ښکاري ،خو ‌ په  راډار کښې ډیره کمه معلومیږي،په  ټیټه ارتفاع کښې د الوت وړتیا هم لري  او د شکل  او ‌ډول له پلوه د نړۍ له پرمختللو  او ماډرن جنګې الوتکو سره هم سیالی کوي .

د ایران دفاع وزیر د الوتکې په جوړولو کښې له  پرمختللو موادو استفاده او الکټرو اویونیک سیسټم د د ایران قاهر۳۱۳ جنګي الوتکې نوري ځانګړنې دي  او په لنډي او نرۍ  ځغاست لارې  په چټکه توګه الوتلاي او کښیناستلاي شي .

Add new comment