صحيح او رغنده انتظار کوم ډول انتظار دے؟

ځواب: صحيح او رغنده انتظار «د خدای په نزد نر ټولوښه عمل»[1] او «تر ټولو ښه عبادت دے».[2] منتظر انسان «د هرې زمانې له انسانانو زيات پوه دے».[3]

صحيح او جوړوونکے انتظار ډېر ډولونه لري چې د څو بيلګو په بيانولو يې بسنه کوو:
1. د حرکت عامل

انتظار د هيلې او اميد په معنې دے[4] بې شکه چې اميد او هيله د انسان په ژوند کښې د حرکت لپاره ډېر مؤثر عوامل دي. د دې اميدوارۍ بنياد او بنسټ د راتلونکي وخت لپاره د انسان ښه هيله او د خدای پاک هغه حتمي وعده ده چې په قران مجيد کښې يې د مستضعفانو او کمزورو د کاميابۍ وعده ورکړې ده. قران مجيد فرمايي: «مونږ غوښتل چې د ځمکې په مستضعفانو منت وکړو او هغوي د ځمکې مشران او وارثان جوړ کړو»[5] او همدارنګ فرمايي: «مونږ له توراته وروسته په زبور کښې داسې وليکل چې په راتلونکي وخت کښې نيکان د ځمکې وارثان وي.»[6]

معصومو امامانو به هم خلک اميدوارۍ او اتنظار ته تشويقول او له نهيلۍ او مايوسۍ يې ويرول. امام علي(ع) فرمايلي دي: «د فرج انتظار کوئ او د خدای له لطف او رحمته مه نهيلې کيږئ.»[7]

که يو خدای منونکي مظلومان او غازيان د هيلې او اميد طاقت بخښونکے عنصر له خپل ژونده وباسي نو د جهاد لپاره به يې هيڅ توان پاتې نه شي ځکه چې په داسې لارې کښې زور کول چې د هغې اخري سر شک ته رسي دا به ورته يو غير عقلي کار ښکاره شي.[8]

قران مجيد فرمايي: “د خدای له رحمته مه نهيلې کيږئ، ځکه چې يوازې د کافرانو ډله د خدای له رحمته نهيلې کيږي.»[9]

ياس او نااميدي تر ټولو لوی دام دے چې ابليس د انساني فضيلتونو او د حيثيتونود ختمولو لپاره د انسانانو په لاره کښې ايښےدے.

نااميدي يعنې د انسان د پيدايښت له سره خدای پاملي کول، هغه راز چې د بشپړتيا د څرخې د لارې وهل دي.

نااميدي يعني وداع با سرّ الاسرارِ آفرينشِ آدمي که همان پيمودن چرخهْ تکامل است.
رغنده انتظار، د اميد او هيلې يو داسې څراغ دے چې د منتظر انسان په زړه کښې بليږي او هغه د جهاد، حرکت، پاڅون، ايثار او شهادت لپاره تياروي. له همدې سببه انتظار له حرکت سره پيوند او نزدې اړيکې لري، ځکه چې حرکت د انتظار له پايلو او انتظار حرکت ته لور ورکوونکے دے.[10]
2. اصلاح‌ غوښتل او له ظلم سره مقابله

منتظر انسان بايد د خپل ځان او ټولنې د اصلاح او د عدالت راوستلو او د ظلم د لرې کولو لپاره هڅه وکړي. د نړيوال اصلاح کوونکي منتظر بايد په خپله صالح او مصلح وي.

په ديني ښوونو کښې له اخلاقي، سياسي او ټولنيزو فسادونو سره مقابله د امربالمعروف او نهی عن المنکر په چوکاټ کښې په ډېر ټينګار سره بيان شوې ده.

د ښو کارونو حکم کول او له بدو منعې کول د اسلامي فقهې له نظره د ټولو ذمه واري ده. د دې ذمه وارۍ تر سره کوونکي ته مصلح ويل کيږي.

قران مجيد فرمايي: «تاسو له ټولو ښه امت يئ چې خلکو ته څرګند شوي يئ چې د ښو کارونو حکم کوئ او له بدو منعې کوئ او په خدای باندې ايمان لرئ.»[11]

د خدای رسول وفرمايل: «بايد د ښو کارونو حکم وکړئ او له بدو منعې کړئ ګني خدای به ستاسو بد کسان ستاسو په نيکو او پاکو کسانو بريالي کړي او ستاسو د ښو کسانو دعا به نه قبلوي.»[12]

د امام مهدي(عج) خوشحالي هم په دې کښې ده چې ښه کارونه عملي شي او بد کارونه پريښودل شي. دې ته په پام سره منتظر انسان په تيره بيا ځوانان مسلمانان زلميان، بايد په دې هکله بې پامي ونه کړي. د ظهور په وخت کښې به امام مهدي(عج) له ټولو لوی کس وي چې د ښو کارونو حکم کوي او له بدو به منعې کول کوي؛ منتظره ټولنه هم يقيناَ د هغه حضرت خوشحالي غواړي او د هغه پيروي کوي او د خدای د حکمونو د جاري کولو لپاره بايد سستي او بې پامي له ځانه ليرې کږي.
3. د ايمان څوکيدار

د انتظار په وخت کښې له لويو ذمه وارو يوه ذمه واري، د دين او د عقيدتي پولو ساتل دي. بايد د ايمان او يقين نور د خلکو په زړونو کښې محفوظ پاتې شي او د ځوانانو زړونه د حقو باورونو ته تيار شي او ايمان د هغوي د وجود برخه شي او د وينې په شان د هغوي ټول وجود ګرم کړي چې د هغوي د ژوند ملغره شي.

د غيبت په وخت کښې بايد د پټو او څرګندو شيطانانو د شبهو او نيوکو په وړاندې ودريږو او هغه له عقلونو پاکې کړو. د ديني باورونو ساتل، پراختيا او د پيژندګلو ظهور سره په نزدې وخت کښې ګټه ور، بلکې ضروري دي، ځکه چې يوازې هغه کسان له ظهوره وړاندې پيښو کښې نه غرقيږي چې صحيح باورونه او عمل لري. بايد د امام مهدي(عج) د ظهور تر وخته صحيح عقيده او نيک عملونه د منتظرانو تر مينځ وساتل شي، په حديثونو کښې هم د غيبت په وخت کښې د ايمان اهميت بيان شوےدے.

د خدای رسول(ص) وفرمايل: «تاسو زما اصحاب يئ، خو زما وروڼه هغه کسان دي چې په اخره زمانه کښې به راځي هغوي به زما په نبوت او دين باندې ايمان راوړي که څه هم زۀ يې نه يم ليدلې… په هغوي کښې به هر يو کس خپل باوري او دين په ډېرو سختيو کښې داسې ساتي لکه چې يو کس د مغيلان له ازغو ډک لرګي څخه په توره شپه کښې پوستکې ليرې کوي. هغه مؤمنان په تيرو کښې رڼې ډېوې دي خدای به هغوي د اخرې زمانې د تورو شخړو نه ساتي.»[13]
امام زين العابدين(ع)، ابوخالد کابلي ته وفرمايل: «اے ابوخالده! هغه کسان چې د غيبت په وخت کښې به وي او منتظر او عقيده لروونکي به وي د ټولو وختونو له خلکو غوره دي، ځکه چې خدای پاک هغوي ته عقل، پوهه او د پيژندګلو داسې توان وکړے دے چې د غيبت وخت هغوي ته د حضور د وخت په شان دے. دا خلک خدای د اسلام د لومړيو فوځيانو غوندې ګرځولي دي؛ د هغه فوځيانو په شان چې د پيغمبر په څنګ کښې به يې  توره وهله او جنګ به يې کاوۀ. هغوي حقيقي مخلصان او شيعه دي او هغوي (په پټه او څرګنده) خلک د خدای دين ته بلي.»[14] دا ايمان او باور بايد د ظهور تر وخته ترو تازه پاتې شي.
4. د شيعه و د باقي پاتې کيدو او ولاړتيا سبب

رغنده انتظار، د مقاومت او ولاړتيا له لويو سببونو دے او مسلمانان په بيله توګه شيعه د ظلمونو او فسادونو په وړاندې مزبوت او پر ځای ثابت ساتي چې د اسلامي دښمنانو په وړاندې ولاړتيا وکړي او په خپله عقيده کښې ټينګ پاتې شي او دا د شيعو لپاره يوه لويه روحي پانګه ده.[15]

جيمز دارمستر، د فرانس مشهور ختيځ پوهاند او ژب پوهان هم انتظار د شيعه و د باقي پاتې کيدو او ولاړيتا سبب ګڼلےدے: «په حله کښې چې بغداد سره نزدې ده به هره ورځ د ماځيګر له لمانځه وروسته سل کسان څرګندو تورو سره تلل او د ښار له حاکمه به يې يو زين شوې اس ستناوۀ او … فرياد به يې کاوۀ چې اےد زمانې امامه(عج) بهر راوځه.» هغه وايي:

«يو قوم چې داسې احساساتو سره لوی شوې وي، هغوي مړه کولې شي خو خپل مطيع او لارويې يې نه شې ګرځولې.»[16]

د شيعو د فخر په ډک تاريخ کښې، د ظلمو په وړاندې د شيعو د ودريدو له ټولو لوی سبب د حضرت امام مهدی(عج) د ظهور عقيده وه. آيهْ‌الله صافي فرمايي: «د خدای د رسول(ص) له وفاته او د اميرالمؤمنين او امام حسين عليهما السلام له شهادته وروسته تر اوسه پورې، د باطل په خلاف د شيعو او مسلمانانو د ټولو ګوندونو او حرکتونو جرړه، هماغه په انتظار باندې ټولنيز باور او د باطل په خلاف د حقو تر بري، ولاړتيا وه.»[17]
5. عدالت  سره پسليدل

منتظران بايد ځان د عدالت، تقوا او پرهيزګارۍ په ګاڼه ښکلې کړي. استاد حکيمي وايي: «د امام مهدي انتظار کوونکي چې د نړيوال عدل حکومت په انتظار دي، بايد هميشه د عدل او عدل غوښتې بيلګه وي.»[18] قرآن مجيد فرمايي: «لکه څه رنګ چې د تقوا او پرهيزګارۍ حق دے د خداي (د حکمونو نه منلو) ځان وساتئ.»[19] که يو کس له ګناه په ليرې کيدو او د تقوا په اختيارولو سره په ځان کښې د عدل ملکه پيدا کړې شي او د نفس د قوتونو تر مينځ د عدالت په ايجادولو سره اخلاقي ژوند په خپل وجود کښې راولي، نو هغه وخت دا توان لري چې د ظهور او د مطلق عدل د راتلو په وخت کښې ځان د نوي مهدوي توحيد ماحول سره سم کړي.

د لازياتې مطالعې لپاره سرچينې

1. ډاكټر علي قائمي، انتظار د ولاړتيا او حركت سبب، قم شفق.
2. د انتظار د ليکوالانو ځينې غونډه په تفکر کښې، قم، د حضرت مهدي(عج)کلتوري فاونډيشن.
3. مهدويت او د فرج انتظار (تبليغيانو سره خاص) د اسلامي تبليغاتو سازمان، د شعبان د مياشتې پينځلسمه 1416ق.
وروستے حديث

پيغمبر(ص) فرمايي: «څو ک چې په داسې حال کښې مړ شي چې د خپلې زمانې امام ونه پيژني نو هغه د جاهليت په مرګ مړ دے.»[20]

[1]. بحارالانوار، 52ټوک، 162مخ.
[2]. معجم احاديث الامام المهدي(عج)،د مؤسسه المعارف الاسلامي ليکلې شوې او خپور شوې، 1ټوک، 268مخ.
[3]. لطف الله صافي ګلپايګاني، منتخب الاثر في الامام الثاني عشر، 2ټوک، 24مخ، 1حديث.
[4]. سيد اسدالله هاشمي شهيدي، ظهور حضرت مهدي(عج)د اسلام او نړيوالو مذهبونو له نظره، 204مخ.
[5]. قصص، 4آية.
[6]. انبياء، 105 و 106 آيتونه.
[7]. بحار‌الانوار، 52ټوک، 123مخ.
[8]. دکتر محمد جواد باهنر د اسلامي انقلاب کلتور، 346 تا 349مخونه.
[9]. يوسف، 87آية.
[10]. انتظار،فصلنامه، د مهدويت تخصصي مرکز، دويم کال،  6 شميره، زمستان 1381، 69 مخ.
[11]. آل عمران، 11آية.
[12]. صادق احسان‌بخش، آثار الصادقين، 1ټوک، 125مخ، 22حديث.
[13]. بحار‌الانوار، هماغه 124مخ.
[14]. هماغه، 25ټوک، 122مخ.
[15]. د حضرت مهدي ظهور د اسلام د نړيوالو مذهبونو له نظره، وړاندينۍ، 224مخ.
[16]. دارمستر، مهدي د اسلام له اوله تر 13 هجرۍ، د محسن جهان سوز ژباړه، 39 و 79مخ.
[17]. امامت و مهدويت، 1ټوک، 353مخ.
[18]. حکيمي، خورشيد مغرب، 272مخ.
[19]. مائده، 8آية.
[20]. شيخ صدوق، کمال الدين و تمام النعمه، تصحيح و تعليق علي اکبر غفاري، 2ټوک، 409مخ، 38باب، 9حديث.

Add new comment