حضرت امام سجاد علیه السلام شهادت

امام سجاد

 

تی وی شیعه دامامت او ولایت داسمان دڅلورم ځلانده ستوري حضرت امام سجاد علیه السلام دشهادت دتلین په مناسبت ټولو مسلمانانو ته تسلیت وايي.

دمحرم دمیاشتې دولسمه نیټه ده چې داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص دیوه ډیر ګران لمسي حضرت امام زین العابدین چې په امام سجاد علیه السلام مشهور وو تلین دی  . حضرت امام سجاد علیه السلام چې دکربلا دپیښې په وخت بیمار وو ددنیا دشیعه مسلمانانو ددریم امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته  دعاشورا دپیښې دپیغام دخپرولو دروند مسولیت او دخپل پلار دلارې ددوام دنده پرغاړه واخیستله او دعاشورا پیښې دماهیت او اهمیت دښودلو لپاره یې ډیره هڅه وکړه . حضرت امام سجاد علیه السلام دقران کریم دتعلیماتو او داسلامي کلتور او تمدن دپراخولو په لړ کښې ډیرې هڅې وکړې او په خاصې روشن بینې سره دمسلمانو علماو په تربیت بوخت شو چې قران کریم او داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص  سنت خوندي پاتې شي .

Add new comment