امام سجاد (ع) د کربلا پیغام رسوونکی

د محرم د میاشتې دولسمه نیټه د امام زین العابدین (ع) د شهادت له تلین سره سمون خوري . امام سجاد علیه السلام هغه لوی شخصیت چې په ډیرو کړکیچنو او حساسو حالاتو کې یې د مسلمانان او مشرۍ او امامت لویه دنده په غاړه واخسته او د خپل پلار امام حسین (ع) له شهادته وروسته د کربلا د عظیمې پیښې پیغام رسوونکی شو . د امام سجاد علیه السلام د شهادت په مناسبت له تاسو سره غمرازي کوو او د هغوی د ژوند ځینو برخو ته ستاسو پام رااړوو.

په کربلا کې د امام حسین بې ساري پاڅون دوه پړاوه درلودل یوه مرحله د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګروپه سرښندنې او میړانې سره پای ته ورسیده او بله مرحله د د دغه غورځنګ د پیغام او د هغو ارزښتونو رسول او کلکول وو چې د کربلا د قیام په نتیجه کې پیدا شول . د دغه پړاو مسوولیت د امام سجاد علیه السلام په غاړه پریوته . د کربلا د پیښې په وخت د امام سجاد علیه السلام عمر کابو درې ویشت کلونه و . هغه د کربلا د پیښې په ورځ او شپه ناروغ و . بې له شکه دهغه حضرت په ناروغۍ کې دخدای تعالی حکمت پټ و چې د امام حسین له شهادته وروسته د هغوی هدایتګر وجود د اسلامی امت لپاره خوندي وساتل شي . امام سجاد پخپله د عاشورا د پیښې په هکله داسې وایی : د عاشورا په شپه ما ولیدل چې پلار مې خپل ملګري وغوښتل او په هغوی یې غاړې خلاصې کړې . او هغوی یې د دغه لارې په دوام کې ازاد پریښودل چې هر څوک که زړه یې غواړي ستنیدلی شي . په هغه شپه چې په سهار یې زما پلار شهید شو زه ناروغ وم او ترور مې حضرت زینب سلام الله علیها زما خیال ساته . پلار مې په داسې حال کې چې ځینې شعرونه یې زمزمه کول ماته راغی او په شعرونه کې یې داسې وویل :

ای زمانې شرم وکړه ش، هر انسان به یوه ورځ له دنیا ځي او زمانه له چا سره وفا نه کوي ټولې چارې خدای ته جاروځي او ټول ژوندي ساري باید دغه لاره ووهي .

زه دخپل پلار له خبرو پوه شوم چې سبا یو لوی مصیبت راروان دی غریو مې شو خو خپله ژړا او غم مې له پلار حسینه پټ کړ .

د کربلا له پاڅونه وروسته امام سجاد خپل مسوولیت په دوو پړاوونو یعنې لنډ مهاله او اوږد مهاله پړاوونو کې ترسره کړ لنډ مهاله مرحله هماغه د امام او د اهل بیتو دکرونۍ د بند ورځې وې د امام حسین له شهادته وروسته هغه حضرت اهل بیت په تیره بیا امام سجاد او ترور یې زینب (س) د امویانو د ظالم حکومت لخوا بندیان شول . امام سجاد هم د اسارت په وخت او هم مدینې ته له ستنیدو وروسته د خلکو د خبرولو او پوهولو هڅه وکړه او او په هر فرصت کې به یې خلک د ظلم د واکمنۍ په خلاف بلګل . په شام کې د دوی کلکې او زړه ورې خبرې د دغه مدعا یو شاهد دی . نقل شوې ده چې امام سجاد علیه السلام کوفې ته له ننوتلو وروسته د خلکو په مینځ کې په دومره ولولې سره خبرې و کړې چې په هماغه وخت ځینو کسانو د پیښمانۍ او ښکې وبهیولې او له امام یې بخښنه وغوښتله .

دوی د خپلو خبرو په یوه برخه کې وفرمایل :

( ای خلکو ! زه د حسین زوی علی یم . د هغه کس زوی چې حرمت یې مات کړی شو . ای خلکو ! خدای تعالی مونږ اهل بیت ښه ازمویلې یو او عدالت او کامیابي یې زمونږ په وجود کې ایښې ده . ایا تاسو زما پلار ته لیکونه نه وو لیکلې ؟ خو له هغه وروسته مو چل او دوکه وکړه او له هغه سره جګړې ته پاڅیدئ . تاسو څومره بد چاري او بد فکري یئ )
د امام سجاد خبرو د عاشورا د غورځنګ او د خلکو د ذهنونو په مینځ کې یو پل او ارتباط جوړ کړ چې د دغه لوی غورځنګ پیغام په سم ډول خلکو ته ورسیږي . په دغه حساسو او کړکیچنو حالاتو کې که څه هم د امام زړه له غمونو ژوبل و خو هغه حضرت ښه پوه شو چې د امام حسین د لارې د حقانیت د بیانولو تر ټولو ښه طریقه خلکو ته د هغې بیانول او څرګندول دي چې اوده ضمیرونه راپاڅي او د امام حسین په خلاف د امویانو دروغې پروپاګنډې شنډې شي . د کربلا بندیانو ته په دغه موده کې ډیر کړاوونه ورسیدل خو په هغه سختو شیبو کې به امام سجاد او بي بي زینب (س) بندیانو ته ډاډ ورکاوه . په تیره بیا هغه وخت چې کله امام سجاد د امویانو په دربار کې د اموي مامورانو لخوا کلابند شو نوپه ډیر اقتدار سره او غوڅې خبرې یې وکړې . په شام کې دهغه حضرت خبر ې دومره لړزوونکې وې چې یزید او د امویانو واکمني یې ناتوانه کړه او هغوی ځانونه د کربلا د غورځنګ د پایلو د څپو په وړاندې بې وسه احساس کړل په دې ډول هغوي په لومړي فرصت کې د بندیانو قافله مدینې ته ستنه کړه .

بې له شکه د بند په موده کې دامام سجاد او بي بي زینب (س) بیداروونکو ویناوو اوده ضمیرونه راویښ کړل او په عامو خلکو کې یې له ظالمانو او جنایتکارانو سره د مقابلې انګیزه پیدا کړه . دا خبره د دې سبب شوه چې د کربلا له پیښې وروسته د توابینو غورځنګ او همداراز د مختار پاڅون جوړ شي . مدینې ته امام سجاد ستنیدلو د هغه حضرت مسوولیت نوې مرحلې ته داخل کړ دوي په دغه پړاو کې لوړ مهاله موخې تعقیب کړې . په هغه زمانه کې د مسلمانانو ټولنه له ټولنیزو کلتوري او تعلیمي نظره په بد حال کې وه . د خلکو دیني عقیدې سستې شوې وې . او دیني احکام د امویانو د لاس لوبتکه ګرځیدلې وې . بنی امیه وو کوشش کاوه چې خلک د دین په ځینو ظاهري څیزونو مشغول وساتي او له حقیقته یې لیرې کړي. دغو حالاتو امام دې ته مجبوره کړ چې د خلکو د دیني عقیدو اصلاح او ټینګولو ته ملا وتړي .له همدې امله یې د خپل امامت په درې دیرشو کلونو کې ډیر ارزښتناک دیني معارف پریښودل . او د پراخو علمی او کلتوري فعالیتونو زمینه یې برابره کړه چې دهغه مبارک د زوي امام محمد باقر لخوا جاري وساتل شوه . امام سجاد علیه السلام د اسلام د تعلیماتو اواصولو د بیان لپاره له هر فرصته په تیره بیا د حج له قیمتي فرصته استفاده کوله .

حج ته د دوي بیا بیا سفرونو د نړۍ د مختلفو سیمو د مسلمانانو لپاره د اسلام ژور او ښکلې حقیقتونه بیانول .

د امام سجاد علیه السلام په ارزښتمنو خدمتونو کې هغه ښکلې دعاګانې هم شاملې دي چې له دوي پاتې دي . امام سجاد ډیر لوړ عرفانی اخلاقي اجتماعی او سیاسي مضامین د دعاګانو په شکل کې پریښې دي.دا دعاګانې چې د صحیفه سجادیه په نامه په یوې ارزښتمې ټولګې کې راغونډې شوې دي ډیر معنا لرونکي او لطیف تعبیرات لر ي دا کتاب مونږ ته رازده کوي چې چې څرنګه ځانته د نیکمرغۍ ور ونه پرانیزو او په هر حال کې هم په سختې او هم په راحته کې خدای ته پناه یوسو .

امام سجاد علیه السلام د اخلاقی فضایلو بیلګه وه . هغه فضایل چې د دعاګانو په چوکاټ کې به یې خلکو ته بیانول او په هغو په عمل کې به تر ټولو مخکې کیده . د امام سجاد تواضع له انسانو سره مینه او مهرباني د دوي د ژوند په ټولو پړاوونو کې څرګنده وه . له بیوزلانو سره خواخوږی یې دومره زیاته وه چې هغه حضرت به دشپو او په پټه د خوړو بوجۍ په اوږه کوله او د مدینې د ښار بیوزلانو ته به یې رسوله . دا روده د دین د مخکښانو په تیره بیا د پیغمبر د اهل بیتو د شخصیت د څو اړخونو بیانوونکې وه . هغه کریم انسانان چې د علمی قدرت او معنوي برم په اوج کې به د ټولنې له ټیټو پرګنو سره به یې ناسته پاسته کوله . او د هغوی چاره به یې کوله .

له محرومانو سره په خواخوږۍ کې د امام سجاد یوه بله روده د مریانو حال ته توجه وه . مریان هغه پرګنه وه چې په تیره بیا د امویانو په زمانه کې ورسره ډیر ټولنیز ظلم کیده امام سجاد به هڅه کوله چې د هغوی اجتماعي موقعیت لوړ کړي له دې امله یې ډیر مریان اخستل او ازادول به یې .

امام سجاد خپل امام په ټوله دوره کې د امام حسین د قیام د یاد په ساتلو سره اسلامی علومون ا و معارفو ته نوی ژوند ورکړ . او د خپلې زمانې د خلکو دعلمي سویې په لوړلو او دهغوی په بیدارولو کې یې ډیره هڅه وکړه . په دغو ټولو کلونو کې له امام سجاد سره اموي واکمنانو ډیره کینه لرله او هر یو یې هڅه کوله چې د اسلام دغه ګویا ژبه غلې کړي . د امویانو پلید فکر په پینځه نویم هجري قمري کال کې د ولید بن عبدالمالک د واک په زمانه کې عملي شو . په دې ډول امام سجاد ته په یې دسیسې کې زهر ورکړل شول او شهیدان شول . د هغه حضرت په لوړ مقام سلام او درود وایو او دهغه حضرت د شهادت په مناسبت د یو ځل بیا تسلیت په وړاندې کولو سره دهغه حضرت یوه وینا دراورو .
امام سجاد فرمایی :

دهغو کسانو چې د حق له راهنمایۍ پرته پر مخ روان وي لاره تیاره او تنګه ده . له خدای سره اوسئ چې لیرې درته نزدې او سختۍ درته اسانې شي

Add new comment