دحضرت امام حسین ع پاڅون، د دین احیا

دا چې امام حسین علیه السلام د خپل حرکت د فلسفې په بیان کې د امت داصلاح او د رسول الله مبارک د سیرت د ژوندي کولو خبره کوي ، یعنې دا چې ای خلکو پوه شئ په دې زمانه کې د اسلامي امت مشکل، د پیغمبر له سنتو لیرې کیدل دي. امام حسین ته ښه معلومه وه چې دغو انح

دا چې امام حسین علیه السلام  د خپل حرکت د فلسفې په بیان کې د امت  داصلاح او د  رسول الله مبارک د سیرت د ژوندي کولو خبره کوي ، یعنې دا چې ای خلکو پوه شئ  په دې  زمانه کې د اسلامي امت مشکل، د پیغمبر له سنتو لیرې کیدل دي. امام حسین ته ښه معلومه وه چې دغو انحرافاتو د  اسلامي مفکورې بنیاد ته خطر پیدا کړی دی  او که دا حالت جاري پاتې شي ، د دین د تعلیماتو لویه برخه به   هیره کړی شی او له اسلامه به یوازې تش   پوستکی پاتې شي. ××××××××× عزیزانو د انسان ژوند په  ډیرې تیزۍ او ډول ډول پیښو سره تیریږي . خو ځنیې پیښې داسې دي چې د تاریخ  دوړې پرې نه کښیني  بلکه همیشه د تاریخ په مخونو ځلیږي او افکار او  زړونه مسحوروي. په یو شپیتم هجری قمری کال  کې تاریخ د داسې پیښې کتونکی و چې د پیړیو پیړیو له تیریدو وروسته  اوس هم د ډیرو سیاسي او ټولنیزو  بدلونونو الهام بخښونکی دی.  هو، په کربلا کې د امام حسین د حماسې خبره کوو.هغه حماسه چې  د زمان او مکان  تر دیوالونو شاته پاتې نه شو . بلکه له تاریخي او جغرافیایی پولو  ورتیره شوه  او د ټولو زمانو لپاره  الهام بخښونکی  او ا غیز شیندونکی شو. د محرم د میاشتې په پیل کې د کربلا  دپرتمیني حماسې یاد  لمانځو  او په حسین ابن علی علیه السلام  سلام او دردو لیږو.  په هغه لوی خدای د امام سلام او درود چې  د کرامت او عزت  په لوړو څوکو وځلیده  چې د بشریت د ژوند لپاره تر ټولو ځلنده درسونه پریږدي.  سلام  دې وي په امام حسین  او دهغه په  وفادارویارانو ، هغوي  چې د اسلام د لوړاوي لپاره له خپل سر او ماله تیر شول. ×××××××××××××××××××  امام  حسین په داسې حالاتو کې خپل حرکت پیل کړ چې د اسلام تعلیمات او کلتور  د ځوړتیا له خطر سره مخامخ و. امام حسین شاهد و چې د  پیغمبر اهداف او ایډیالونه  ورو ورو هیرول کیږي  او بني امیه  د  زر او زور په  مټ  په خلکو حکومت کوي.  دې ته په  پام سره چې  په اسلام کې د مشرۍ یوه لویه دنده  د هدایت په رڼې لارې کې د  خلکو راوستل دي  امام حسین په ځان ضروري ګڼله چې  د زمانې د ګډوډیو په خلا ف راپاڅي . له ه مدې امله یې وفرمایل : خبر اوسئ چې دوي ( بني امیه)  همیشه د شیطان ملګري دي . د خدای امر یې پریښی او  فساد یې ښکاره کړی دی. دوی د خدای حدود چوټي کړي  او د خلکو مالونه یې دځان کړی دي ، دخدای حلال یې حرام او حرام یې حلال کړې دی . دغو خبرو ته په پام سره ښه پوهیدلی شو چې  د امام حسین علیه السلام د حرکت چورلیز په ټولنه کې د دیني ارزښتونو پیاوړتیا وه . هغه حضرت د خپلې زمانې د ګډوډیو په خلاف  له پاڅیدو خپله  انګیزه داسې بیانوي: «ای خدایه ته پوهیږې چې  هغه څه چې  مونږ کړې  د پاچاهۍ په سر  د سیالۍ لپاره نه  دي . د دینا غوښتنې لپاره هم  نه دي . بلکه د دې لپاره دي چې  ستا دین  قایم کړو  او ستا وطنونه اصلاح کړو او ستا ظلم ځپلې بندګان هوسا کړو  چې ستا د دین په واجباتو او احکامو عمل وشي. » د امام حسین علیه السلام خبرې،   دهغه ورځ په اسلامي ټولنې کې د معنویت د زوال ښودنه کوله .  له بلې خوا د قدرت د خاوندانو له خوا د مال غونډول،  د بدعتونو  رواج،  د پیغمبر د وصیتونو هیرول،  د پیغمبر د اهل بیتو څنډې  ته کول دا ټول  هغه عوامل وو چې  د جاهلیت دوران ته د  ټولنې د ستنیدو زمینه یې برابروله.  د بني امیه و د حکومت په زمانه کې  قوم پالنه او توکمي  پیلتیاوې  چې  پیغمبر ورسره سخته مقابله کوله  دوباره ژوندۍ شوې او ورو ورو د  تیرو  زمانو  دودونه په ټولنې کې بیا ژوندي شول  په دې ډول  چې اسلامي ټولنه په تیزۍ سره  له خپلو اصلي تعلیماتو په لیرې کیدو شوه. ×××××× له دین او سنتو غلط تفسیرونو او د دروغو خبرونو او حدیثونو خپریدو کله کله   خلک  د دین  په حقیقي  ارزښتونو کې په شک اخته کول. او هغوی یې ترپخوا زیات لالهانده کول.  بني امیه و  له  رسول الله مبارک او اصحابو یې د  دروغو  او جعلي حدیثونو په  خپرولو سره ځانونه د پیغمبر  وارثان  ګڼل. له بلې خوا د بني امیه و  ځان ځاني توب، او ځان منمي   د ټولنې په اقتصادي  جوړښت کې دلویو درزونو د پیدا کیدو سبب شوې وو.   په دې ډول چې  واکمنو فرصت غواړو  د عمومي مالونو او بیت المال  لویې پانګې د ځان لپاره جمع کولې  او د ټولنې نور خلک په سختۍ او نیستۍ کې وو. دا  اعتقادي او  اقتصادي ستونزې د یزید په زمانه کې اوج ته رسیدلې وې. ××××××××××××  د بني امیه و د خلافت  په زمانه کې سیاسي ساډوبۍ او  فشار په خلکو ېک ویره او ترهه پیدا کړه  په دې دول چې خلکو د  خپل حق د اخستلو جرات نه درلود.  او  که خپل حق یې غوښته هم نو نتیجه یې نه ورکوله .  ډیرو لویو دیني شخصیتونو  د بني امیه و د ظالمانه  سلوک له ویرې خولې ګنډلې وې .او حتی امام حسین ته یې هم ویل چې  له بني امیه و سره ساز باز وکړي.  په ظاهر به ټولو لمنونځ کاوه ، روژه به یې نیوله او حج ته به تلل، خو څنګه دغه   ټول عبادي اعمال بې اثره شوې وو.؟ ولې مسلمانان دغه شان سیاسي او ټولنیزو پیښو ته بې  پروا وو.؟  په یوې جملې کې ویلی شو چې  هغوی د دین له حقیقته  لیرې شوې وو. د خلکو سیاسي  او ټولنیزه ناپوهۍ هغوی د حق او باطل په پیژندلو کې له ستونزې سره مخامخ کړې وواو هغوی نه پوهیدل چې  کوم لور ته لاړ شي. دنیا پالنې د خلکو  سترګې داسې تړلې وې چې  حسین ابن علی علیه السلام په یوې جملې کې وفرمایل: « تاسو ګورئ چې  د خدای ژمنې ماتیږي  خو هیڅ نه وایئ  او  نه ویریږئ.  په داسې حال کې چې که د پلرونو ځینې ژمنې مو ماتې شي نو  اسمان په سر رااخلئ. خو د خدای د رسول په ژمنو  سترګې پټیدل درته  هیڅ اهمیت نه لري»  ( تحف العقول،۲۳۷مخ) ××××××××× اوس په داسې خطرناک حالت کې  څه شي  دین د  ظالمانو  له منګولو ژغورلی شو؟ امام حسین  ددغه شان فضا په لیدلو سره  له خلکو  د افتونو ختمولو ته ملا وتړله  او باوری و چې  نه یوازې اعتقادي او  معنوي مسئلې بلکه  دهغه وخت سیاسي او ټولنیز مسایل هم  ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لري.  که امام غوښتل نو یوازې یو اخلاقي او کلتوري عمل یې هم کولی شو  خو  په دې کار سره دهغه څه په پیژندلو کې  چې  اسلامي امت پرې اخته شوی و  نه  شو کامیابیدلی  نو له دغه لوی مشکله د  دین د ویستلو لپاره  یوازینۍ لاره ، اول د یزید د حکومت په رسمیت نه پیژندل  او دوهم هم د دغه برخلیک جوړوونکي اعتراض د تاوان لنډول وو.  امام حسین علیه السلام د یو عادل امام په مشرۍ د الهی نظام د صحیح بنسټونو په مطرحولو او د ظالم واکمن د ناعادلانه کارونو په غندلو سره  پّ لومړۍ  مرحله کې  د اسلام د دین تئوري د رسول الله مبارک له خولې بیان کړه  چې « هر څوک چې  یو ظالم واکمن  وویني چې  دخدای حرام حلالوي او  غلی پاتې شي  او په وړاندې یې غبرګون ونه ښیي  نو  په ځای ده چې خدای دغه کس دهغه  واکمن په  مقام ( دوزخ) کې  وټاکي.( تحف العقول، ۵۰۵مخ) د امام دا کلام د اسلام د اعتقادي او فکري منشور یوه بیلګه وه ، که څه هم د امویانو سیاسي فرهنګي واکمنۍ د دې مخه نیوله چې دغه پیغام د مسلمانانو د ټولنې بدنې ته لاړ شی  او همدا  مخ نیوی  د خلکو د بې خبرۍ او جاهل  پاتې کیدو سبب  و  چې  په  اسلامي امت یې  د امویانو د سختۍ لپاره زمینه برابروله. ×××××××××××× امام حسین علیه السلام له دې حقیته خبر و چې ظالمان   د دیندارۍ په  شعار سره  په خلکو واکمن شوې دي  او غواړي  له اسلامه مخکې جاهلیت په نوې شکل سره ژوندی کړي. هغوی حلال ، حرام او حرام، حال کړې وو له همدې امله  امام حسین له یزید سره له مقابلې او مخالفته د  خپل هدف په  بیان کې وفرمایل : «زه د خپل نیکه د امت د اصلاح لپاره راوتلی یم ، او غواړم امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړ او د خپل نیکه رسول الله (ص) په سیرت عمل وکاندم.»   دا چې امام حسین علیه السلام  د خپل حرکت د فلسفې په بیان کې د امت  داصلاح او د  رسول الله مبارک د سیرت د ژوندي کولو خبره کوي ، یعنې دا جې ای خلکو پوه شئ  په دې  زمانه کې د اسلامي امت مشکل، د پیغمبر له سنتو لیرې کیدل دي. امام حسین ته ښه معلومه وه چې دغو انحرافاتو د  اسلامي مفکورې بنیاد ته خطر پیدا کړی دی  او که دا حالت جاري پاتې شي ، د دین د تعلیماتو لویه برخه به   هیره کړی شی او له اسلامه به یوازې تش ظاهري پوستکی پاتې شي.کله  چې د یزید په شان یو کس چې  له دین سره په مقابله او ټکر کې د هغه رسوایی ټولو ته معلومه وه ، د خلافت په ګدۍ کښیني.  د امامت له نظره  یوه ذره صبر او غفلت هم  جایز نه دی . ځکه چې ممکنه ده  ډیر  زر د پیغمبر ټول زحمتونه  لاهو شي. د امام حسین علیه السلام حرکت په حقیقت کې یو خبرداری و ، د تاریخ ټولو پړاوونو ته  خبرداری . او په دې ډول  وه چې  په هره  زمانه کې د امام حسین حرکت  د اسلامي مبارزو  لپاره الهام بخښونکی شو.  په دې توګه ویلی شو چې  دهغه وخت  په ټولنه کې د امام حسین  د حرکت مهم  لامله ، د اسلام د حقیقت د   ښودلو لپاره یو حرکت و . له  همدې امله  د امام  حسین علیه السلام د غورځنګ په شننه کې  ویل کیږي چې هغه حضرت  اسلام دوباره ژوندی  کړ.

Add new comment