په پاکستان کې پر شعیه ګانو بله چاودنه شوې

tvshia

د خیبر پښتونخوا چارواکي وایي، د شیعه ګانو یوې مذهبی جلسې ته نژدې د بم په چاودنه کې پنځه کسه شهید شویدي.
دغه چارواکي وايي نن په دې چاودنه کې چې دیرې اسمعیل خان کې وشوه، نږدې 70 کسه زخمي شوي هم دي.  پرون هم دلته د شیعه ګانو په جلوس حمله شوې وه، د دوه ماشومانو په شمول 7 کسه په کښي شهید شوي وو.
پولیس وايي ننۍ پیښه  په یو دوکان کې د بم د چاودنې له کبله شویده. تر اوسه پوري هیچا نه دي ویلي چې دا چاودنه یې کړې ده.
د بم دغه چاودنې د محرم د میاشتې په خاطر چې مسلمانان یې نمانځنه کوي، شویدي. سوني افراطي وهابیانو مخکي هم د محرم په میاشتې کی په شیعه ګانو حملې کړي وې.
چارواکو په غونډ پاکستان کې امنیت ټینگ کړی دی چې د محرم په میاشتې کی په شیعه ګانو باندې د حملو مخه ونیسي.  پاکستان په موقتی ډول په لویو ښارونو کې د موبایل تیلیفونو مخابرې بندې کړي دي ځکه چې د همدې تیلفونو په وسیله له لیري بم چوونې کیږي.

Add new comment