د حسیني غورځنګ په سیوري کې د خلکو هدایت

امام حسین علیه السلام فرمایي: « په داسې ذلیل او  ککړ ماحول کې  مرګ  بې  له نیکمرغۍ او   له ظالمانو سره ژوند بې  له غم  او کړاوه بل څه نه ګڼم. دا خلک د دنیا مریان دی  او دین یې هسې دخولې خبره ده .  له دینه یې ملاتړ او  دفاع تر هغه وخته ده چې ژوند یې ارام او هوسا وي ، اوکله چې د امتحان وخت راشي  دینداران به ډیر کم وي. ××××××××××× نن د عاشورا ورځ ده . د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو مشهوره او لوله ناکه ورځ چې  د  خدای پالو انسانانو  د یوې  وړې ډلې  فداکاري ، میړنه او سرلوړي  د  زرګونو جنګي او مجرمو میړونو په   مقابل کې  نندارې ته وړاندې شوه .  نن د کربلا په  ټاټوبي کې د ډیرو مهمو  پیښو  ورځ ده    چې تر ابده به د  بشریت په تاریخ کې باقي وي. ××××××× امام حسین علیه السلام د  بي بي فاطمة الزهرا په شان د  پاکې  مور  او د  پیغمبر د وصي علی ابن ابیطالب په شان  بیلګه پلار په  لمنه کې وروزل شو . داسې تربیت چې  د اسلامي امت د ژغورنې لپاره   له ځانه هر ډول تیریدنه او قرباني  هم پکې وه . د امام حسین علیه السلام اسلامي غورځنګ د اسلام د دین په شان جامع او هر  اړخیز و .  د اسلام هومره پراخ ، د هغه دین د  ژوندي کولو لپاره چې  په ټولنه کې یې بې له نومه بل څه نه وو پاتې .د امام حسین  علیه السلام  په زمانه کې  د اسلام له اصولو او فروعو بې لاري  خپل اوج ته رسیدلې وو. معاویه بن ابو سفیان  د مسلمانانو د خلیفه په  نوم د اسلامي هیواد برخلیک او مشري  په لاس کې اخستې وه  او  په اسلامي امت یې  اسلامي ضد اموي حکومت  واکمن کړی و. معاویه د خپلو ظالمو ګوډاګیانو او چاروالو په مرسته  یو ظالمانه حکومت جوړ کړی و  او د اسلام څیره یې اپوټه کړې وه.  هغه په خپله ګټه د حدیثونو په جعلولو او  د  قران د ایتونو په تفسیر او تاویل سره  عمومي افکار ګمراه کړې وو  او خپل حکومت ته یې روا څیره ورکوله . د دغه سپیره سیاست په  سیوري کې مسلمانان د قران او دپیغمبر د  تعلیماتو په اپوټه  په ډارنو،  سازشایانو او  ظاهر سازه کسانو  بدل شوې وو.  په دغو حالاتو کې نور  له حقه د باطل ، له دروغو د رښتیاو او له ذلته د ذلته  پیژندل ډير سخت شوې وو. ×××××××× د امام حسین علیه السلام پاڅون د الهی انبیاوو په پاڅون پسې،له باطل نظامه د حق د نظام د  فرق د پوهولو لپاره وه  دوی به فرمایل: « ما د خپل  نیکه  دسیرت لپاره پاڅون کړی دی» د پیغمبر  سیرت د خلکو لپاره د حقایقو  روښانه کول وو.  له همدې امله امام حسین علیه السلام  په خپل عاشورایی غورځنګ کې هڅه وکړه  چې  خلکو ته وښیي  چې د امویانو اسلام  د اسلام  له حقایقو سره فرق لري.  امام حسین علیه السلام د  کوفې په لور د خپل انقلابي حرکت په بهیر کې  دغه ښار ته دخپل استازي  او د تره زوي مسلم ابن عقیل له شهادته خبر کړی شو.  د دې خبر مطلب دا و چې د  کوفې خلک د امام حسین له ملاتړه اوړیدلې دي.  خو دغه بې پامۍ د امام حسین په کلک هوډ کې  هیڅ لړزانتیا رانه وستله .دوی هماغه شان د خلکو هدایت جاري واسته .  کله چې دوی ته  خبر کړی شول چې د مسلم ابن عقیل بې سره تنه یې د کوفې په بازارونو کې ګرځولې او د کوفې خلکو د یزید ابن معاویه له ظالم والي  ابن زیاد سره  بیعت کړی دی ، نه یوازې یې  د سیاست او مبارزې ډګر پرې نه ښوده  بلکه  د لا ډیر مسوولیت احساس یې  وکړ.  دوی  دخدای له حمد اوثنا وروسته داسې وفرمایل: زمونږ ته همدا راپیښه ده چې وینئ یې. په رښتیا  چې د زمانې حالات بدل شوې ، بدۍ ښکاره او نیکۍ او  فضیلتونه زمونږ له  چاپیریاله کډه شوې دي او له فضیلتونو  د اوبود لوښي په ویښ کې د اوبو تر پاتو څاڅکو زیات څه نه دي پاتې. خلک  ذلت آمیزه   اوسپک ژوند لري. او دژوند ډګر ، په  سختې او  وچې  ډاګې  بدل شوی دی. ایا  نه وینئ چې  نور  نو، په حق عمل نه کیږي او له باطله ډډه نه کیږي؟ په داسې حالت کې بهتره ده چې  یو با ایمانه کس د خپل رب دیدن ته لیواله شي.   په داسې ذلیل او  ککړ ماحول کې  مرګ  بې  له نیکمرغۍ او   له ظالمانو سره ژوند بې  له غم  او کړاوه بل څه نه ګڼم. دا خلک د دنیا مریان دی  او دین یې هسې دخولې خبره ده .  له دینه یې ملاتړ او  دفاع تر هغه وخته ده چې ژوند یې ارام او هوسا وي ، اوکله چې د امتحان وخت راشي  دینداران به ډیر کم وي. ×××××××× امام حسین علیه السلام سره له دې چې ډاډه و  څوک یې له کوفې مرستې ته  نه راځي او  شهادت یې په تمه ده  بیا یې هم د خلکو  له هدایت او له امر بالمعروف او نهی عن المنکره ډډه ونه کړه .  په هماغه وخت کې  یې  د کوفې خلکو ته یو لیک ولیږه  چې هغوی د امویانو له سپیرو موخو خبر کړي.  دوی  په همدې لیک کې  هغو کسانو ته د قربت په نیت او  د جنت د ګټلو لپاره   د خپل وخت له امام سره د جنګ په غرض د کربلا په لور روان وو خبرداری ورکړ  او هغوی یې د خپل کار له سپیره عاقبته خبر  کړل.تر اخري شیبې د امام حسین علیه السلام کوشش دا و چې  خلک له حقایقو خبر  کړي  او هغوی ته وپوهوي  چې امویان د ظلم او باطل  امامان دي .  امام حسین ډاډه و چې  د دوي   استازی به شهید کړی شي او لیک به خلکو ته ونه رسیږ ي خو سره له دې یې د لیک په استولو کې ځنډ ونه کړ  ځکه چې پوهیده  قاصد به د امام  پیغام په خپلې وینې سره د کوفې خلکو ته ورسوي  او  د دوي لیک به په تاریخ کې  پاتې شي او همداسې وشول. ×××××××× د عاشورا یو ډیره ښکاره پیغام د خلکو د ملاتړ او هدایت لپاره  سرښندنه او فداکاري ده . امام حسین  هغه څه چې لرل یې قرباني کړل  چې بشري ټولنه د حق او عدالت په لور بوځی او له  باطله یې وغړوي .  له  امام سجاد علیه السلام روایت شوی دی چې  د عاشورا په ورځ د خیمو په لور د د ښمن د سپایانو له حرکته وروسته  خپل اوښ وغوښته ، په هغه سپور شو او  په لوړ غږ یې وفرمایل : « ای خلکو!زما خبرې واورئ، په جنګ کې تلوار مه کوئ  چې تاسو  ته دهغه څه چې  پر مامو حق دی وعظ او نصیحت وکړم .  او تاسو ته خپل عذر ښکاره کړم.  نو که  له خپل کاره وغړیږئ. نیکمرغه به شئ . ښه وګورئ  چې  ستاسو کار ستاسو د غم سبب نه شي.  بیا  زما په هکله هر څه چې کول غواړئ وې کړئ او ماته مهلت مه راکوئ» بیا یې وفرمایل: « اما بعد، نو  زما نسب او  نسل ته ورګورئ چې زه څوک یم ، بیا  په خود کې راشئ ، ځانونه ملامته کړئ او  وګورئ چې  ایا  زما وژل او زما د حرمت او پردې ماتول  له تاسو سره ښایي؟  ایا زه ستاسو د پیغمبر د  لور زوی  او دهغه د  ځای ناستي  او د تره زوي او  لومړي مومن   چې د پیغمبر تصدیق یې وکړ   زوی نه یم ؟ ایا سید الشهداء حمزه زما  تره نه دی ؟ ایا جعفر بن ابیطالب چې په جنت کې په دوو وزرو  الوت کوي  زما تره نه دی ؟   ایا نه مو دي اوریدلې چې رسول الله مبارک زما او زما د ورور په  هکله وفرمایل : دا دوه د جنت د زلمیانو سرداران دي.؟  که زما خبرې تصدیقوئ ، حق همدا دی  او په خدای قسم، له هغه ورځې چې پوه شوی  یم خدای د دروغجنو دښمن دی ، دروغ مې نه  دي ویلې .  او که ما دروغ وګڼئ په یقین سره  په تاسو کې د اسې  کسان شته دي چې  که ورځنې پوښتنه وکړئ هغه  څه چې  ومې ویل ترې خبر دي  او تاسو ته  به ووايي چې  له پیغمبره یې دا خبره زما او زما د ورور په هکله اوریدلې ده . ایا د خدای د رسول (ص) دا وینا زما د وینې د بهیولو مخه نه نیسي؟  په دغه وخت کې د یزید د سپایانو بې رحمه کوماندان شمر ابن ذی الجوشن  وویل : زه  نه   پوهیږم چې ته څه وایې. د پیغمبر یو خاص صحابي  چې دغه وخت ډیر بوډا و یعنې حبیب ابن مظاهر  هغه ته وویل : ته رښتیا وایې  او نه پوهیږې چې  امام څه وایي! ځکه چې خدای ستا په زړه د غفلت  ټاپه  وهلې ده.  امام وفرمایل:  که په دې خبره کې شک لرئ نو ایا په دې هم شک لرئ چې  زه ستاسو د پیغمبر د  لور زوی یم ؟  په خدای  قسم د  نړۍ په ختیځ او لویدیځ کې  بې له ما ستاسو د پیغمبر د لور بل زوی نیشته .  که په تاسو کې وي او که په بل ځای کې ؟! ایا ما  په تاسو کې څوک وژلې دي چې  له ما یې خون بها غواړئ؟ یا مې ستاسو مال خوړلی دی ؟ یا له ما د کوم ټپ  قصاص غواړئ؟ په دغه وخت کې د  یزید غافله او  جاهله سپایانو غلې شول  او هیڅ یې ونه ویل . بیا امام د هغو کسانو  چې ورته یې لیکونه لیکلې وو نومونه واخستل  او وې ویل :  ایا تاسو ماته نه وولیکلې چې زما مرستې ته تیار یئ؟ قیس بن اشعث چې په خپله یې  امام ته لیک لیکلی و  وویل : « مونږ نه پوهیږو چې ته  څه وایې خو د عبیدالله بن زیاد په حکم عمل وکړه » د ابن زیاد حکم دا و چې له امام حسینه د یزید په شان د فاسق او فاجر کس لپاره  بیعت  واخلي.  امام حسین علیه السلام وفرمایل: « نه په خدای قسم  نه به تاسو ته د خوارۍ او ذلت لاس درکړم او  نه  د مریانو په شان تښتم.  ای دخدای بندګانو خپل رب اوستاسو رب ته پناه وړم   له دې چې ماته څه ازار  راورسوئ»  له دې وروسته  له هغو ټولو منطقي د لیلونو او  د غاړې له خلاصولو سره سره چې امام حسین د دښمنانو د هدایت لپاره وکړې د یزید سپایانو په امام او دهغه په ملګرو برید وکړ. ×××××××××××× تر راتلونکو څو ساعتونو پورې د خدای د پاک رسول ګران لمسی او دهغه وفاداره ملګري او خپلوان  له ماشومه واخلې تر ځوان اوبوډا پورې  په ډیر بوږنوونکي ډول  د هغو کسانو په لاس چې امام یې د هدایت لپاره راغلی و  شهیدان شول .  هو،  امام حسین علیه السلام د  حق او حقیقت د لارې  شهید  شو خو دا پیغام تر ابده د نړیوالو  لپاره  ژوندۍ پاتې شو  چې  هیڅکله    له  امر بالمعروف او نهی عن المنکر ه چې  هماغه د اسلامي ټولنې هدایت او کلتوري حمایت دی  غفلت نه دی پکار ،  هغه کار چې امام حسین په خپل ټول عمر کې او  تر وروستۍ سلګی وکړ . له  همدې امله ده چې د کربلا ستر غورځنګ هماغه شان   ژوندی او قایم دی  او اوس هم ډیر انسانان  د هغه له انسانسازو او ژغورونکو  تعلیماتو  تر اغیز لاندې  د نیکمرغۍ او  سعادت لاره خپلوي.

Add new comment