ايت الله جنتی: بايد په ټولو اسلامی هيوادونو کښې، د «هيهات منّا الذله» شعار واكمن شی

د تهران د جمعی لمانځه خطيب، د دښمن د ګواښونو او بنديزونو د شنډولو لپاره د ايران د خلكو او مسئولانو د هڅو په دوام ټينګار وكړ.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطی آيت الله احمد جنتی نن د د ايران د اسلامی جمهوريت پرضد ګواښونو او بنديزونو ته اشاره وكړه او ویې ويل لويدیځ او ايران له ۳۳ كلونو راهيسې د ايران په ملت بنديزونه لګولی او وروستی بنديزونه هم كومه نوی خبره نه ده.

آيت الله احمد جنتی وويل د دښمنانو ګواښونو او بنديزونه د سپیڅلی اسلامی جمهوری نظام په ساتنه كښې د د ايران د ملت په ارادې كوم اغيز نلری او دغه ملت به خپلې لارې ته دوام وركړی، چې د ايران د ملت او حكومت په هوښيارتيا سره دغه بنديزونه او ګواښونه، د اسلامی ايران د پرمختګ لپاره په فرصت بدليدلای شی.

د تهران جمعی لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی د سوريی د حالاتو په اړه هم وويل ، په دغه هيواد كښې ترهه ګر د عربستان، قطر، تركيه، آمريكا، انګلستان او صهيونست رژيم په ملاتړونو سره خلك وژنی، چې ترهه ګر د دغو هيوادونو په پيسو او وسلو سره په سوريه كښې ترهه ګر اقدامات كوی.

ښاغلی آيت الله جنتی وويل د سوريی د ملت او حكومت پرضد په سيمه كښې د لويدیځ او د هغه د ملاتړو دسيسې، د صهيونست رژيم د هدفونو په لړ كښې دی، ځكه د بشارالاسد حكومت له اسرائيلو سره ملګرتيا چمتو نه دی . د تهران د جمعی لمانځه خطيب د ترهه ګرو په وړاندې دسوريی د خلكو او حكومت بريا ته اشاره وكړه او ویې ويل د دمشق حكومت او د سوريی خلك به ډير زر بريالی شی.

آيت الله جنتی د آمريكا د ټاكنو په اړه هم وويل دغه ټاكنې په مليارډونو لګښت او د خلكو په كم ګډون سره وشوی او د قدرت او زور مشران به هماغه راز خپلې كږې لارې ته دوام وركوی.

 

http://iqna.ir/pa

Add new comment