دایران ملت به يه کلک هوډاوتل پاتې ارادې سره پرټولوخنډونوغلبه وکړي

دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي رامین مهمان پرست  نن وویل امریکادبشري حقوقو په باب  پخپلو منفي  مخینو  او دملګرو ملتو دبشري حقوقوپه کنونشونونو او تړونونو کې له درج سټنډرونو اومعیارونو سره په تضادي کړچارونو سره ددغې موسسې  دبشري حقوقو په شورا کې چې دبشري حقوقو یوه خورا مهمه او کارنده نړیواله اداره شمیرل کیږي دبیا غړیتوب صلاحیت نه لري . دایران دخارجه وزارت ویندوي  ټينګار وکحړ دبشري حقوقوتاسیسې پریکړه لیک په دغه اوګران کې دغړیتوب یوازې هغو هیوادونو ته اجازه ورکوي   چې دبشري حقوقو مثبته او رڼا دوسیه ولري ودا په داسې حال کې  دي چې دډيرو نړیوالو اورګانونوداعتراف په اساس امریکا په نړۍ کې دبشري حقوقو خلاف ورزي کونکې ده هغه دامریکا په وسیله دبشري حقوقو دنړیوالو سټنډرډونو دخلاف ورزیو په باب دبشري حقوقو په شورا کې دیو پي آر  په نامه پړاویز راپورته په اشارې سر ه روښانه کړه دنړۍ په بیلابیلو سیمو کې په پټو او ښکاره بندونو کې دډول ډول شکنجو کارول ، دعاموخلکو په تیره بیا دښځو او ماشومانو  عامې وژلې ،دفلسطین دملت په ضد داسرائیلو له جنایتونو ملاتړونه په دغه راپور کې دامریکا دبشری حقوقو دخلاف ورزیو په شامل دي  چې ایران  دملګرو ملتو له غړو په تیره بیا  ددغې ادارې په رامنیځةکولو کې چورلیزي رول لوبونکو پراختیائی هیوادونو غواړي چې  دملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې دنومبر په دولسمه  نیټه په انتخاباتو کې دبشري حقوقو په شورا کې دامریکا له غړیتوب سره مخالفت وکړي

Add new comment