سردار جعفری: دښمنان په اسلامی ايران د بريد جرائت نه لری


د اسلامی ايران د سپاه پاسداران ځواكونو مشر محمد علی جعفری په ډاګه كړه اوس مهال اسلامی ايران د پرمختګ او اقتدار داسې كچې ته رسيدلای چې دښمنان پرې د حتې يوه واړه يرغل فكر هم نه شی كولای.

د اسلامی ايران د سپاه پاسداران ځواكونو مشر محمد علی جعفری پرون په تهران كې د شهيد تهرانی مقدم د لمانځ غونډې په مراسمو كې په ډاګه كړه، شهيد حسن تهرانی مقدم د ايران د توغنديز اقتدار په پرمختګ كې د پام وړ رول درلود.

د ايران د توغنديز قدرت بنسټ ګر شهيد تهرانی مقدم تير كال له خپلو څو تنو ملګرو سره يو ځای د سپاه ځواكونو په يوه تحقيقاتی مركز كې د چاودنې پر مهال په شهادت ورسيد.

 

http://iqna.ir/pa/

Add new comment