سردار صفوی: روانه پیړۍ د مسلمانانو د عزت او ویښتيا پیړۍ ده

سياسی او ټولنيزه ډله: سردار سيد يحيی رحيم صفوی په تهران كې د اهل تشيع جيوپولیټيك په نامه په يوه سيمينار كې پخپلو څرګندونو كې د اسلامی نړۍ له عالمانو او شخصيتونو په درستې نړۍ كې د مسلمانانو دعزت او مقام د لوړتيا لپاره د اسلامی نړۍ له ظرفيتونو د مناسبې استفادې غوښتنه وكړه.

 د ايران د ټولو قواؤ د ستر قوماندان حضرت ايت الله خامنه ای لوړ پوړی سلاكار او د شيعه جيوپولیټيك غونډې د علمی كمیټې مشر سردار صفوی دغه راز وويل روانه پیړۍ دمسلمانانو د عزت او ویښتيا پیړۍ ده او عالمان او شخصيتونه بايد په وړاندې فرصتونه، د اسلامی هيوادونو لويوسرچينو ته په پام سره په نړۍ كې د مسلمانانو دعزت او مقام دلوړتيا لپاره له لاسه و رنه كړی.

هغه هم دا راز د اسلامی نړۍ په مسئلو كې د امريكايانو او صهونيسټانو لاسوهنې ته په اشارې سره روښانه كړه دوی د سورئې په چارو كې لاسوهنې ته د نورو هيوادونو په مجبورولو سره په سورئې كې ترهه ګرو ته په ميليونونو ډالر وركوی څو د دغه هيواد د مسلمان ملت عامه وژله وكړی.

 

http://iqna.ir/pa/

 

 

Add new comment