د معاويه د سياسى سازش ځواب

عمار ياسر" د رسول الله (صلی الله عليه و اله ) يو ستر اصحابى ؤ، هغه  له پيغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) وروستو د محمدى (صلی الله عليه و اله) اسلام لاروے او د حضرت امام على (عليه السلام) په ننګه او ملاتړ ؤ، ان تردې چې د صفين په جګړه كى شهيد شو.

پيغمبراكرم (صلی الله عليه و اله)  ورته فرمايلي وو: تقتلك الفئه الباغيه " يعني باغي ډله به دې وژنى"

چې دا وينا په مسلمانانو كى ښه مشهوره شوه.

 له دې واقعې كلونه تـير شول ان تـردې چې د امام على (عليه السلام) او معاويه تر مينځ د صفين جنګ رامنځته شو، چې عمار ياسر (رض) له امام على (عليه السلام) سره  ؤ او بالاخره له ډيرې ميړانى وروستو شهيد شو؛ نو هغوي چې په شک كې وو چې آيا معاويه په حق دے او كه على (عليه السلام) ؟

نو د عمار ياسر (رض) " له شهادته وروستو ورته په ډاګه شوه چې معاويه په باطله دے.

معاويه چې پوه شو دا پيښه يې د لښكر د زړۀ  نازړۀ توب او سستۍ بـاعث ګرځي او درز پكـې پيـدا كيـږي؛ نو وي ويل:" عمار ياسر (رض) على (ع) وژلے دے نۀ ما؛ ځكه كه علـى (عليه السلام) هغه لـه ما سره جنګ ته نه ؤ راليږلے نو نۀ به وژل كيدو!"

يو شمير د  معاويه پر خبره  تيروتل او ويې منلۀ خو امام على (عليه السلام) ورته سملاسي داسې ځواب وركر:

" كه د معاويه خبره سمه وي؛ نو حضرت حمـزه (رض) د احد په غزا كى پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وژلے دے ځكه چې پيغمبر (صلی الله عليه و اله) هغه جنګ  ته ليږلے ؤ"

د عمروعاص  زوے عبدالله دا ځواب معاويه  ته ورسوۀ، معاويه  دومره  وار خطا او په غصه شو چې عمروعاص (خپل ځانګړي مشاور او سلاكار) ته يې وويل:" دا احمق  زوے دې  له غونډې پاڅوه"[1]

((دا پيښه  په خپل ځاے  يوه مناظره  وه چې د دښمن پوزه  يې پر زمكه راښكله))

 
[1] . وګورئ: اعيان لشيعه 42/215 مخ

Add new comment