د دردناکو پيښو فلسفه

 او په همدې وجه مونږعقيده لرو چې هغه دردوونکې پيښې چې په دې دنيا کې کيږي (لکه زلزله،او افتونه او بلاګانې) کله د خدای له لوری سزا وی لکه څنګه چې د لوط قوم په هکله  راغلي دي «فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ؛ کله چې  دعذاب په هکله زمونږ امر راورسيد، دهغوي ښارونه مو په بل مخ واړول او د کاڼو سخت باران مو په هغوي  نازل کړ»

د سبا د ناشکره او سرغړاندو خلکو په هکله فرمايي: «فَاَعْرِضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ العَرم، هغوي (د خدای له اطاعته) مخ واړوه او مونږ په هغوي ورانوونکي سيلاب نازل کړ».

ځينې دغه پيښې دانسانانو د بيدارولو لپاره دي چې سمې لارې  ته ستانه شي «ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ؛ په وچه او دريابونو کې فساد او تباهي د هغو کارونو په وجه چې خلکو کړي دي ښکاره شوه، خداي تعالی غواړي د هغوي د ځينو عملونو نتيجه په هغوي وڅښي ښايي ستانه شي»  نو دغه ډول خطرناکې پيښې په حقيقت کې دخداي مهرباني ده.

بله برخه هغه مصيبتونه دي چې انسان يې له خپله لاسه ځانته پيدا کوي او په بله معنا د هغه د ناخبرۍ نتيجه وي «إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ؛ خدای تعالی  د يو قوم برخليک نه بدلوي مګر دا چې هغوي پخپله ځانونه بدل کړي»

«مَا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ؛ هغه څه  چې له نيکيو او کاميابيو تاته رسيږي دخدای له لوري دي (د هغه په مرسته دي) او هغه مشکلات او بدۍ چې تاته رسيږي پخپله ستا له لوري دي»

Add new comment