د عقلي حسن او قبح مسئله

مونږ عقيده لرو چې د انسان عقل د ډيرو څيزونو په ښه والي اوبدوالي پوهيږي، او دا د ښه او بد د پيژندلو د توان په برکت ده چې خداى تعالى انسان ته ورکړى دى.پر دې اساس حتى د آسماني شريعتونو له نازليدلو مخکې ځينې مسائل د عقل په مټ انسان ته ښکاره وو . د عدالت او انصاف او نيکۍ ښه والى او د ظلم او زياتي بدوالى او د ډيرو اخلاقي صفاتو لکه  رښتيا ويلو، امانت، سخاوت، او داسې نورو څيزونو ښه والى، او همداراز د  خيانت، بخل، او داسې نورو څيزونو بدوالى، ټول هغه مسائل دي چې د انسان عقل يې درک  کوي، خو له دې امله چې  د انسان عقل د ټولو څيزونو  په قبح او حسن يعنې ښـه والي اوبدوالي نه پوهيږي او د انسان معلومات په هر حال کې محدود دي، آسماني کتابونه اوالهي دينونه او پيغمبران د دغه چارې د تکميل او بشپړتيا  لپاره دخداى له لوري نازل شوي دي چې هم په عقلي ادراکاتو ټنيګار وکړي او هم هغه تياره اړخونه او زاويې چې  عقل يې د پوهې وس نه لري روښانه کړي .
که مونږ د حقائقو په تشخيص کې د عقل له استقلاله بلکل انکار وکړو، بيا خو به د توحيد  خداى پيژندنې او دانبياوو د بعثت او د آسماني دينونو خبره ختمه شي ځکه چې د خداى د وجود اثبات او د انبياوو د دعوت د حقانيت ثابتول يوازې د عقل له  لارې ممکن دي. څرګنده ده چې د شرعې خبرې هغه وخت د منلو وړ دي چې دا دوه اصلونه  (توحيد او نبوت) مخکې د عقل په دليل سره ثابت شوي  وي او يوازې په شرعي دليل د دغو دواړو ثابتول ممکن نه دي .

Add new comment