د شيعيانو په نزد خلفاي راشدين
د شيعيانو په نزد خلفاي راشدين هماغه د پيغمبر)ص( د پاکې کورنۍ دولس امامان دي چې ترتيب يې دا دي:
1. د مومنانو امير، د پرهيزګارانو لارښود د سپين مخو پيشوا د دين سردار، د خداي زمري او هميشه د جنګ د ميدان بريالي علي ابن ابيطالب عليه السلام د علم د ښار دروازه چې عقلونه بريښوي او زړونه ليواله او روښانه کوي. او که هغه دخداي له رسوله وروسته نه وي دين به نه و پاتې شوي.
2. امام ابو محمد حسن بن علي )ع( د جنت د ځوانانو سردار او په ا مت کې د پيغمبر)ص( د بڼ ګل او پرهيزکار، پاکلمن او خيرخوا او امين.
3. امام ابو عبدالله الحسين عليه السلام د امام علي زوي دجنت د ځوانانو سردار او د پيغمبر)ص( د بڼ ګل د شيهدانو سالار او دکربلا د دښتې شهيد چې ځان يې دخپل نيکه د امت د اصلاح لپاره قرباني کړ.
4. امام علي بن الحسين زين العابدين )ع( او د سجده کوونکو سردار.
5. امام محمد بن علي «باقر» عليه السلام او دعلمونو سپړونکي.
6. امام جعفر بن محمد الصادق عليه السلام چې تير او راتلونکي علمونه يې وسپړل.
7. امام موسي بن جعفر «کاظم» عليه السلام د نبوت له کورنۍ د علم خزانه.
8. امام علي بن موسي «رضا» عليه السلام چې له وړوکوالي د علم په ګاڼه سينګار و.
9. امام محمد بن علي «جواد»عليه السلام د ښو اخلاقو او جود او شندنې امام.
10. امام علي بن محمد «هادي »عليه السلام د فضل او هدايت خاوند.
11. امام حسن بن علي «عسکري» عليه السلام د تقوا او زهد امام.
12. امام محمد بن حسن «مهدي» عليه السلام چې ځمکه به له عدل او انصافه ډکوي هغه شان چې له ظلم او زياتي به ډکه وي. هماغه کس چې عيسي بن مريم عليه السلام به ورپسې لمونځ کوي او خداي تعالي د هغه په وسيله خپل نور کاملوي او مومنان خوشالوي.
دا د شيعيانو ا مامان دي چې شمير يې دولس تنه دي او کله چې وايي چې « شيعه اماميه يا شيعه اثنا عشريه يا جعفريه» نو مطلب ترې دغه امامان دي، نه بل څوک. او له دغه ډلې پرته د دې امت بل هيڅ فرقه په دغو امامانو عقيده نه لري.
کله چې قراني آيتونه چې د دوي په هکله نازل شوي دي او د دوي د فضل شرف، منزلت او پاکۍ ښودونکي دي او دهغوي د زړه او مقام د پاکۍ څرګندونه کوي، لکه آية مودت، آية تطهير، آية مباهله، آية ابرار، د صلوات او درود آيت او داسې نور- چې ډير دي- وګورو، دا خبره روښانه کيږي.
او کل چې د هغوي د فضيلت او د امت د لارښوونې او او عصمت په هکله نبوي احاديث ووينو، په يقين سره به د هغوي امامت ومنو، او پوه به شو چې هغوي د دغه امت لپاره له ګمراهۍ د بچيدو وسيلې او د دغه امت د ژغورل کيدو پانګه ده.
او ښه پوهيږو چې شيعه کامياب او ژغورل شوي دي، ځکه چې د خداي کلکه رسۍ يې ټينګه کړې ده چې هماغه د هغوي دوستي او مينه ده. او دخداي کلکه او نه شليدونکې رسۍ همدا د دوي دوستي ده. او شيعه په دې ډول د نجات په کشتۍ کې سپاره دي او د غرقيدو له خطره ژغورل شوي دي.
په دې ډول په پوره يقين سره وايو چې شيعه اماميه د محمدي سنت پيرو او منونکي دي: لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ (ق٢٢)
يعنې: «ته په دې نه پوهيدې او مونږ ستا له کاره پرده پورته کړه او ستا د بصيرت سترګې مو وغړولې »
Add new comment