که شيعه په حقه دي نو ولې په اقليت کې (لږ) دي او د نړۍ اکثره مسلمانانو هغوي نه دي منلي؟

ځواب: د حق او باطل پيـژندل د شمير په کمي او زياتي پورې اړه نه لري په ننۍ نړۍ کې مسلمانانو د کافرانو په اندازه پنځمه يا شپيږمه برخه ابادي لري د ليرې ختيځ اکثره اوسيدونکي بت پرستان او د غواګانو منونکي دي يا نور راسې کسان دي چې د ما فوق طبيعت د نړۍ منکران دي.

چين تر يو ميليارد زياته ابادي لري د کميونزم د الحادي بلاک برخه ده او د هندوستان اکثره اوسيدونکي بت پاله او غوا پاله دي په داسې حال کې چې کابو يو ميليارد ابادي لري.

نو داسې نه ده چې اکثريت د حق نخښه وي قران مجيد په ډيرو ځايونو کې د اکثريت غندنه کړې ده او د لږکې ستاينه يې کړې ده چې دلته يې ځينو ايتونو ته اشاره کوو.

1ـــ ولا تجد اکثرهم شاکرين [1]

په دوي کې په اکثره غندولي (شکر ګزاره) ونه مومې.

2ـــ ان اوليائه الا المتقون و لکن اکثرهم لا يعلمون [2]

د هغه ملګري نه دي مګر پرهيز ګاران خو اکثره يې نه پوهيږي.

3ـــ و قليل من عبادی الشکور [3]

او زما ډير کم بندګان شکر ايستونکي دي.

په دې اساس واقع بين انسان هيڅ کله بايد له دې ونه ويريږي چې د دين منونکي يې کم دي اوپه دې هم فخر نه ده پکار چې د کوم دين پيروي کوي د هغه پيروان زيات دي بلکه غوره دا ده چې هميشه د عقل چراغ بل وساتي اوله رڼا يې استفاده وکړي.

يو کس امير المومنين حضرت علي عليه السلام ته عرض وکړ څرنګه ممکنه ده چې د جمل په جنګ کې ستا مخالفان چې نسبي اکثريت ورسره دے په باطله وي؟

امام علي وفرمايل: ان الحق و الباطل لا يعرفان باقدار الرجال اعرف الحق تعرف اهله، اعرف الباطل تعرف اهله.

حق او باطل د هغه د پيروانو په شمير سره نه معلوميږي حق وپيژنه اهل حق په پخپله وپيژنې او باطل وپيژنه اهل باطل به هم وپيژنې.

يو مسلمان بايد دا مسله له علمي او منطقي نظره وڅيري او دا ايت (( لا تقف ما ليس لک به علم)) [4] د يو چراغ په شان د خپلې لارې مشال وګرځوي.ـ

له دې ورتير که څه هم د شيعه ؤ شمير اهل سنتو ته نه رسيږي خو که دقيقه سر شميرنه وشي معلومه به شي چې د  نړۍ د مسلمانانو څلورمه برخه شيعه دي او هغوي د نړۍ په مسلمان ميشته سيمو کې او سيږي [5] او د تاريخ په ټولو پړاوونو کې په هغو کې لوې عالمان پوهان او د کتابونو مشهور ليکوالان او نامتو کسان اوسيدلي دي. د دې خبرې وضاحت هم ضروري دے چې اسلامي علومو بنسټ ايښو دونکي هم زباتره شيعه وو چې په هغو کې

ابو الاسود دئلي ، د علم نحو بنسټ ګر

خليل بن احمد د علم (عروض) بنسټ ګر

معاذ بن مسلم بن ابي ساره کوفي د ((صرف)) د علم بنسټ ګر

او ابو عبدالله محمـد بن عمران کاتب خراساني (مرزباني) د علم بلاغت يو مخکښ ته اشاره کولے شو. [6]

د لا ډيرو معلوماتو له پاره د شيعه ؤ عالمانو او پوهانو ګڼ شمير تاليفاتو او تصنيفاتو ته چې شمير يې ډير ګران دے د خبريدو له پاره کولې شئ. (( الذريعه الی تصانيف الشيعه)) ارزښتمن کتاب ته مراجعه کولې شئ هم دا راز له لويو شيعه شخصيتونو سره اشناۍ لپاره کتاب (( اعيان الشيعه)) او د شيعه ؤ له تاريخچې د خبريدو لپاره (( تاريخ الشيعه)) کتاب ته مراجعه وکړئ.


[1] . سوره اعراف ايت 18 
[2] . سوره انفال ايت 34 
[3] . سوره سباء ايت 13 
[4] . سوره اسراء ايت 36 
[5] . د له ډير وضاحت له پاره کتاب (( اعيان الشيعه لومړے ټوک 12 بحث 194 مخ ته مراجعه وکړئ.
[6] . په دې سلسله کې د سيد حسن صدر ليکلے کتاب تاسيس الشيعه وګورئ.

Add new comment