سوال : شفاعت چې تاسو پرې عقيده لرئ څه ته وايي؟
جواب: شفاعت د اسلام يو مسلم اصل دے. چې ټولو اسلامي فرقو او مذهبونو د قران د ايتونو او روايتونو په پيروۍ هغه منلے دے. که څه هم د شفاعت په نتيجه کې له يو بل سره اختلاف لري. د شفاعت حقيقت دا دے چې عزتمن انسانان چې د خداي په نزد مقام او درنښت او نزديکت لري. د يو بل انسان لپاره له خدايه د هغۀ د ګناهانو بخښل او د انساني درجې لوړاوے غواړي.
رسول الله مبارک فرمايي:
(( اَعطَيتُ خَمسًا ....... وَ اَعطَيتُ الشِفَاعَة فَادخَرتَها لِاُمَتِی [1]
پنځه څيزونه ماته راکړل شول .... او شفاعت ماته راکړل شو نو هغه مې د خپل امت لپاره ذخيره کړ.
د شفاعت محدوديت
د قــــــرآن مجيد له نظره مطلق او بې قيد او شرطــــــــــــه شفاعت
مردود دے. شفاعت په هغه بڼه کې اغيز من دے چې:
اول: شفيع ته په شفاعت کې د خداي له خواه اذن او اجازه ورکول کيږي يوازې هغه کسان د بل چا شفاعت کولے شي چې له خداي سره پر معنوي نزديکت سربيره د خداي له لورې ورته د شفاعت کولو اجازت هم ورکړل شوې وي. قران مجيد په دې هکله فرمايي:
﴿لاَ يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلاَّ مَنِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْداً﴾ [2]
د شفاعت مالک نه دے مګر هغه کس چې د خداي په نزد يې عهد (ژمنه) لاسته راوړي وي او په يو بل ځاي کې فرمايي:
﴿يَوْمَئِذٍ لاَّ تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلاَّ مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلاً﴾ [3]
د قيامت په ورځ د بل چا په حق کې د چا شفاعت فايده نه ورکوي مګر د هغه چا چې خداي ورته اجازه ورکړي او د هغه له خبرې راضي شي.
دوهم: د چا چې شفاعت کيږي هغه هم د شفيع له لارې د الهي فيض وړتيا ولري. يعني له خداي سره د هغه ايماني رابطه او له شفيع سره د هغه روحاني اړيکې سست نه شي له دې امله کافران چې له خداي سره ايماني رابطه نه لري او ځينې ګناهکاره مسلمانان او بې لمانځه او قاتلان کسان چې له شفيع سره روحي تړاو نه لري د دوي شفاعت نه کيږي
قران مجيد د بې لمانځو او د قيامت د منکرانو په هکله فرمايي:
﴿فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ﴾ [4]
ــ د شفيعانو شفاعت هغوي ته ګټه نه رسوي.
او د ظالمانو په هکله فرمايي:
وَ مَا لِلظَالِمِينَ مِن حَمِيمٍ وَ لا شَفِيعٍ يُطاع [5]
ــ د ظالمانو لپاره به هيڅ خپل او شفيع چې د هغه شفاعت ومنل شي نه وي.
د شفاعت فلسفه
شفاعت د توبې په شان د هيلې او اميد يوه کړکۍ ده د هغو کسانو لپاره چې د ګمراهۍ او ګناه د لارې په منځ کې له ګناهونو لاس واخلي او له دې وروسته خپل پاتے عمر د خداي په اطاعت کې تير کړي نو ګناه کار انسان چې هر کله فکر وکړي چې په محدودو شرايطو کې (نه هر ډول شرائطو کې) د شفيع له شفاعته استفاده کولے شي. کوښښ کوي چې دغه حد باقي وساتي او
ورځينې تير نه شي.
د شفاعت نتيجه
مفسران د شفاعت په نتيجه کې چې ايا د ګناهانو بخښل دي او که د درجې لوړول، د نظر اختلاف لري خو د رسول الله مبارک صلی الله عليه و آله وسلم په دې وينا سره چې زما شفاعت د هغو کسانو لپاره دے چې لويې ګناهانې (ګناهان کبيره) يې کـــــړي وي لومړے
نظر تاييديږي.
ان شفاعتی يوم القيمة لاهل الکبائر من امتی [6]
د قيامت په ورځ به زما شفاعت د امت د هغو کسانو لپاره وي چې لويې ګناهانې يې کړي دي.
[1] . مسند احمد لومړے ټوک 301 مخ صحيح بخاري لومړے ټوک 91 مخ چاپ مصر
[2] . سوره مريم ايت 87
[3] . سوره طه ايت 109
[4] . سوره مدثر ايت 48
[5] . سوره مومن ايت 18
[6] . سنن ابن ماجه دوهم ټوک 583 مخ مسند احـمد دريم ټوک 213 مخ سنن ابي داوود دوهم ټوک 537 سنن ترمذي 4 ټوک 45 مخ
Add new comment