سوال : ولې بايد د امام حسين(ع) په دښمنانو لعنت او بد ووايو؟

جواب :
         داسې پوښتنه غالبا منافقان په تيره بيا ماډرنه منافقان کوي. هغوي وايي مونږ منو چې د امام حسين عليه السلام د شهادت د تاريخ بيانول په خلکو کې حرکت راولي او بايد په يادونو کې ژوندے پاتې شي او د امام حسين (ع) په ياد کې ماتم وشي. خو په دوديزو ماتمونو کې د هغه حضرت پر يادولو او ژړا سربيره د هغوي په دشمنانو لعنت او بد رد هم ويل کيږي. او دا کار له نورو سره يو ډول تاو تريخوالے او زيږ چلند دے. چې په منفي احساساتو کې شامليږي او د ماډرن انسان له طبيعت سره سمون نه خوري. ايا د احساساتو د بلولو لپاره په ماتم او عزادارۍ سربيره په دشمنانو لعنت کول او نفرين هم ضروري دے او په ژبه د (اَتَقَرّبُ اِلیٰ اللهِ...... بِالبَرَائَةِ مِنْ اَعْدَائِك) ويل هم اړين دي[1]. ولې بايد په زيارت عاشورا کې سل ځله دهغوي په دشمنانو لعن وکړو؟ ايا بهتره نه ده د سل ځل لعنت ويلو په ځاي سل ځله په امام حسين سلام وليږو؟
                او په دې زمانه کې بايد له خلکو سره په خندا او خوښۍ سره سلوک وکړو. او د سولې او پخلاينې خبرې وشي. او نن سبا له هغو کسانو تبرا چې يو زر څلور سوه کاله مخکې يې امام حسين (ع) شهيد کړ. ښه کار نه دے. دې ته په پام سره چې اسلام د مينې او رحمت دين دے. نو ښۀ دا ده چې د مينې سولې او پخلاينې لاره خپله کړو. لکه څرنګه چې د انسان فطرت يوازې له فکر او شناخته نه دے جوړ شوے او يو ه برخه يې له احساساتو جوړه ده. احساسات او عواطف هم يوازې په مثبتو احساساتو پورې محدود نه دي انسان داسې مخلوق دے چې هم مثبت احساسات لري او هم منفي، لکه څرنګه چې د انسان په وجود کې خوشالي شته همداراز د هغه په خټه کې غم هم شته خداي تعالی انسان داسې پنځولے چې هيڅ انسان بې له خوشالۍ او غمه ژوند نه شي کولے. لکه څرنګه چې خداي تعالی په انسان کې د خنديدو استعداد ايښے هغه ته يې د ژړا استعداد هم ورکړے دے. او لکه څرنګه چې په خپل ځاي کې خندا ښه ده. ژړل هم په خپل ځاي کې ښه دي. د انسان د فطرت د ځينو برخو بندول اوپريښودل او د ځينو استعدادونو نه کارول معقول نه دي. پر دې اساس دا چې خداي تعالی په انسان کې د ژړا احساس او استعداد ايښے دا په دې دليل دے چې په ځينو مواردو کې دهغه ژړل هم ضروري دي. او دا استعداد د هغه په وجود کې چټي نه دے. نو هغه حکمت ته په پام سره چې دغه استعداد يې د انسان په وجود کې لري ويلے شو چې ژړا د انسان په ژوند کې خپل خاص ځاي لري چې په هغو کې ځينو مواردو ته اشاره کولے شو لکه دخداي له عذابه د ويرې لپاره ژړل يا دخداي  ملاقات لپاره د شوق او مينې  ژړا، يا د داسې محبوب د وصال لپاره ژړا چې د انسان په تکامل کې ونډه لري. او يا د محبوب د تللو لپاره ژړا. نو دانسان طبيعت داسې دے چې په ځينو ځايونو کې يې زړه نرے کيږي او انسان ژاړي.
                خداي تعالی د انسان په بدن کې محبت پيدا کړے دے چې له هغو کسانو سره چې له هغه سره ښه وکړي يا هغه کسانو سره چې کمال ولري که هغه بدني کمال وي که نفساني او عقلاني مينه څرګنده کړي کله چې انسان پوه شي چې په يو ځاي کې يو کمال يه د کمال خاوند موجود دے په فطري توګه له دغه کمال يا صاحب کمال سره مينه او محبت پيدا کوي. د محبت مقابل لورے بغض او کينه ده. لکه څرنګه چې انسان فطرتا له هغه کس سره چې له ده سره  ښيګړه وکړي مينه کوي همداراز د انسان فطرت داسې دے چې کوم کسان هغه ته تاوان ورسوي له هغوي سره دشمني او بدي کوي. البته دمومن لپاره مادي او دنياوي ګټې او تاوانونه دومره اهميت نه لري او دنيا د مومن له  نظره ذاتي ارزښت نه لري. خو هغه معنوي تاوانونه چې د هغه ابدي ژوند ته رسيږي له هغو سترګې نه شي پټولے. قران مجيد فرمايي:
¨إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا [2] (شيطان ستاسو دشمن دے تاسو هم  ورسره دشمني وکړئ)
                له دې امله شيطان سره دوستي نه شي کيدے که نه وي انسان پخپله شيطان جوړيږي که دخداي له وليانو او دوستانو سره دوستي ښه چاره ده د خداي له دشمنانو سره دشمني هم بايده ده. دا يوه فطري چاره او د انسان د کمال اونيکمرغۍ سبب ده. که د خداي له دشمنانو سره د دشمنۍ خبره ونه شي ورو ورو له هغوي سره سلوک په دوستۍ بدليږي انسان له هغوي سره په ناسته پاسته کې دهغوي له خبرو او کړو اثر اخلي خبرې يې مني او ورو ورو د هغوي په شان شيطان شي. د دې ادعا تر ټول ښه شاهد د خداي تعالی دا وينا ده چې فرمايي:وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ[3] (کله مو چې وليدل چې ځينې کسان د دين په هکله سپکې وايي او سپکاوے يې کوي (يعني په ژبې سره دين مسخره کوي) هغو ي ته مه نزدې کيږه (هر څومره يې که درته وويل غوږ مه اچوه) تر دې چې بله خبره رواخلي)
او په يو بل ځاي کې فرمايي:وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ[4](او په رښتيا چې خداي په کتاب (قران) کې ستاسو لپاره نازله کړې چې هر ځاي مو واوريدل چې خداي د آيتونو انکار کيږي او روپورې خندا کيږي له هغوي سره مه کينئ تر دې چې بله خبره راواخلي)
بيا فرمايي که کوم کسان دغه نصيحت ته غوږ کې نه ږدي بايد پوه شي چې عاقبت به له هغوي سره يو ځاي شي
¨إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا[5]    
د هغو کسانو انجام چې په دين پورې له خندا کوونکو سره مينه کوي او هغوي ته ورين تندے لري، دا دے چې ورو ورو په انسان کې د مسخره کوونکو خبرې اثر کوي او کله چې اغيزه وکړي دانسان په زړه کې شک پيدا کيږي او په داسې حال کې د ايما ن غوره وهل منافقت دے. د مسلمانۍ اظهار په داسې حال کې چې په زړه کې ايمان نه وي عين نفاق دے او د قران په وينا کوم کسان چې له کافرانو سره د ناستې پاستې په وجه منافقان کيږي په اخرت کې به هم له هغوي سره دوزخ ته داخليږي.
په بله ژبه له دشمنانو سره دشمني په يو ډول د خطرو په وړاندې چمتووالے پيدا کوي. د انسان مادي بدن داسې دے: لکه څنګه چې جذبوونکے عامل لري چې ګټه ور مواد جذبوي دفاعي سسټم هم لري چې زهرجن مواد او ميکروب دفع کوي، هغه سسټم چې له ميکروب سره مبارزه کوي او له منځه يې وړي دا دنده په بدن کې سپين ګلوبولنه په غاړه لري که د بدن دفاعي سسټم کمزورے شي ميکروبونه وده کوي. او د هغوي وده د انسان دبدن دناروغه کيدو سبب کيږي ناروغ انسان هم کيدے شي مړ شي. له دې امله بدن طبعا له ميکروبونه سره سوله ايز سلوک نه شي لرلے او که نه وي بدن په خطرکې لويږي.
د خداي ځينې الهي حکمتونه دا دي چې د هر ژوندي مخلوق لپاره يې دوه سسټمه جوړ کړي دي يو د جذب لپاره او بل د دفع او ليرې کولو لپاره لکه څرنګه چې د ضرورت د موادو جذبول د هر ژوندي ساري لپاره ضروري دي د زهرجنو او زيانمنو موادو دفع کول هم اړين دي. که بدن زهرونه دفع نه کړي انسان خپل ژوند جاري نه شي ساتلے.
                په کلي ډول ټول ژوندي مخلوقات دافعه قوه لري. په ژوندي ساري په تيره بيا په انسانانواو حيواناتو کې د دافعه قوې دنده دا ده چې زيانمن مواد له بدنه وباسي. د مثانې او پښتورګې په شان برخې دا مواد په عادي ډول له بدنه وباسي خو کله چې بهرني ميکروب په بدن يرغل وکړي. سپين ګلوبولونه فعال کيږي او له ميکروبونه سره په جنګ کيږي او هغه له منځه وړي. د انسان په روح کې هم دغه استعداد موجود دے رواني او معنوي جاذبه سبب کيږي چې هغه کسان چې د ده لپاره ګټه ور دي  مينه وکړي. او ځان هغوي ته نزدي کړي. او له هغوي ادب کمال معرفت اوا خلاق زده کړي. دا جاذبه سبب کيږي چې نيک او غوره کارونه د انسان خوښ شي. او هغه له صالحو پاکو او هغو کسانو سره چې د ټولنې لپاره ګټه ور وي مينه وکړي. په مقابل کې ضروري ده هغه کسان چې د ټولنې په برخليک کې رول نه لري او ورته تاوان رسوي له هغوي سره منفي چلند ولري. خداي تعالی فرمايي:
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ [6] (قطعا ستاسو لپاره د ابراهيم او هغو کسانو چې له هغه سره دي (په پيروۍ کې) ښه بيلګه ده.هغه وخت چې خپل قوم ته يې (چې بت پرست و) وويل مونږ له تاسو او له هغه څه چې تاسو يې عبادت کوئ ويزاره يو مونږ تاسو ليرې کوو او زمونږ او ستاسو تر منيځ تر ابده دشمني ده. مګر دا چې په يوازيني خداي ايمان راوړئ)
حضرت ابراهيم (ع) په اسلامي کلتور کې ډير لوړ مقام لري او خداي تعالی پيغمبر اکرم (ص) ته امر کوي چې د ابراهيم د دين پيروي وکړي : ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا[7] اسلام هم هغه نوم دے چې حضرت ابراهيم (ع) په دې دين ايښے دے لکه څرنګه چې قران کريم فرمايي:هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ[8] د اسلام له دشمنانو سره زموږ کينه او دشمني او له امريکا زمونږ ويزاري د حضرت ابراهيم (ع) په پيروۍ سره ده قران مونږ ته حکم کوي چې د اسلام له دشمنانو خپله بيزاري او کينه په ښکاره بيان کړو. په هر ځاي کې مسکا نه ده پکار بلکه په ځينو ځايونو کې بايد تندے تريو وي. د دين فروعات لس دي. او د لمانځه روژې او حج په شان تولا او تبرا هم د فروعاتو برخه ده. چې مسلمان بايد د نورو فرايضو په شان دا هم وکړي. تولا او تبرا يعنې د خداي له دوستانو سره مينه او دخداي له دشمنانو سره دشمني که د خداي له دشمنانو سره دشمني نه وي د دوستانو دوستي هم له مينځه ځي لکه څرنګه چې که د بدن دفاعي سسټم نه وي د بدن د جذبولو سسټم هم خرابيږي هغه څه چې بايد اهميت ورته ورکړل شي.دا دي چې د جذب او دفع مقام سم وپيژندل شي. کله کله انسان ته چارې مشکوکې شي. او په داسې ځايونو کې چې بايد جذب وشي دفعې عمل تر سره کيږي مثلا د هغه کس په حق کې چې په غلطۍ او ناپوهۍ سره کومه خبره کړې او بيا پښيمانه شوے يا د شبهې له بيانيدو او حل کيدو وروسته په خپلې غلطې او تير وتنې پوه شوے دے په حق اعتراف کوي. بايد د داسې کس په معامله کې منفي او دفعي سلوک ونه لرو بايد يوازې د يوې ګناه په کولو سملاسي يو کس له ټولنې ونه شړو بلکه بايد له هغه سره په مهربانۍ او نرمۍ سره چلند وشي او د هغه د اصلاح هڅه وشي ځکه چې داسې کس د يو ناروغ په شان دے او بايد درملنه يې وشي داسې ځاي د دفعې او د دشمنۍ د ظاهرولو موقع نه ده. خو که څوک عمدا او علنا په ټولنه کې د ګناه دودول غواړي دا کار خيانت ګڼل کيږي او د هغه کس د باطني خباثت او پليتۍ ښودنه کوي. او له داسې کسانو سره سلوک بايد د هغه چا په شان نه وي چې په غلطۍ سره يې يوه ګناه کړې ده. لکه څرنګه چې خداي تعالی د اسلام د قسم خوړلو او کينه ناکو دشمنانو په هکله فرمايي: وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ [9] (اي پيغمبره! يهود او نصاری هيڅکله له تا نه راضي کيږي مګر دا چې ته د هغوي دين ومنې.
او په يو بل ځاي کې فرمايي:وَلا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا [10] [تل له تا سره جنګيږي تر دې چې تاسو له خپل دينه واړول شي.
نو له داسې دشمنانو سره نه شو پخلا کيدے او دوستي ورسره نه شو کولے ځکه چې يوازينے څيز چې هغوي خوشالوي د ديني شخصيت مرګ او د اسلام زايليدل دي.او حتیٰ د مسلمانانو د جسم او روح مړينه هغوي نه راضي کوي نو له داسې کسانو سره سم سلوک هماغه دشمني بغض او کينه ده.
په دې اساس ويلے شو چې د امام حسين (ع) د مراسمو درنښت او د ماتم او عزادارۍ کول په يو ډول د حسيني مشن او مرام ژوندي کول دي. چې له هغه په ډير ښه ډول استفاده وشي. په دې مقام کې بايد په دينې بحثونو بسنه ونه شي. ځکه چې د احساساتو پارول هم ضروري چاره ده.عواطف او احساسات هم يوازې په مثبتو احساساتوپورې نه محدوديږي او د امام حسين د ياد او مظلوميت ژوندي ساتل يوازې د ولولې او جذبې له لارې او د احساساتو د پارولو او د ژړا او غم او دماتم د دستورو د لمانځلو له لارې ممکن دي په نتيجه کې په امام حسين (ع) او دهغه په يارانو د درود او سلام له استولو سره يو ځاي بايد د هغوي په دشمنانو هم چې د خداي او اسلام دشمنان دي بد او لعنت وويل شي. بلکه لعنت ويل تر درود او سلامه هم مخکې دي. ځکه چې قران اول فرمايي:أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ [11]، او بيا فرمايي:رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ[12] نو په دې اساس له ولايت سره يو ځاي تبراء او د اسلام له دشمنانو بيزاري او کرکه هم ضروري ده.

[1] . (زۀ ستا په دښمانانو باندې په لعنت سره خداي پاک ته ځان نږدې کوم) (زيارت عاشورا)
[2] . فاطر 6
[3] .انعام 68
[4].  نساء ۱۴۰
[5].  نساء ۱۴۰
[6]  ممتحنه (٦٠)، ٤
[7] .  نحل (١٦)، ١٢٣
[8] .   حج (٢٢)،  ٧٨
[9] . بقره 120
[10] . بقره 217
[11] . فتح 29
[12] . هماغه

Add new comment