د روژې برکات د ایت الله هاشمی ارزګانی له نظره ( دریمه برخه)

پوښتنه : 
دا راته ووایئ چې د روژې بدل او برکات څه دي تاسو وویل چې د د روژې برکات او انعام په هغه دنیا کې دی دا راته ووایئ چې ایا په دې دنیا کې برکات او انعام لري او که او په ټول کې په دې او هغه دنیا کې د روژې انعام څه دی ؟ 
ځواب : 
رسول الله مبارک (ص) په یو روایت کې فرمایی:« لو یعلم العبد ما فی رمضان لوّد ان یکون رمضان سنة» یعنې که یو مسلمان پوهیدلی چې د روژې په میاشته کې په هغه څه برکتونه نازلیږي نو ارمان به یې کاوه چې کاش روژه یو کال وای»
مثلا کله چې یو انسان یوې په زړه پورې سیمې ته لاړ شي چې شنه شه باغونه ، چینې او ویالې او د بلبلانو سندرې وي او په زړه پورې ځای وي نو زړه یې غواړي چې ډیر هلته پاتې شي او لا ړ ترې نه شي. همداسې دخدای رسول فرمایی چې که څوک په حقیقت کې رمضان وپیژني او خبر شي چې په دغه میاشته کې څه تیریږي نو زړه به یې وغواړي چې کاشکې دا روژه یو کال اوږده وای.
په یو بل ځای کې د هغه خطبې په اخر کې چې په شعبانیه خطبه مشهوره ده رسول الله مبارک (ص) د اصحابو په وړاندې د روژې په ستاینه کې داسې وفرمایل :«انه قد اقبل الیکم شهر الله ، بالبرکة والرحمة والمغفرة» 
ای مومنانو تاسو ته هغه میاشتې مخه کړې ده چې دخدای میاشته ده او دا میاشته درې اثره لري. یو دا چې د برکت میاشته ده . دوهم دا چې د رحمت میاشته ده او دریم داچې د مغفرت میاشته ده . 
دا چې د برکت میاشته ده په دوام کې فرمایی چې : « انفاسکم فیه تسبیح» یعنې ستاسو ساه اخستل په دې کې تسبیح دي . انسان چې کله لااله الا ا... ، الحمد لله او ا... اکبر وایی نو دا تسبیح ده خو فرمایی چې په روژې کې ساه اخستل هم چې یو غیر اختیاري څیز دی تسبیح ګڼل کیږي. 
او دوهم دا چې « نومکم فیه عبادة» یعنې ستاسو خوب په دې میاشته کې عبادت دی . انسان طبعا د بیدارۍ په حال کې عبادت کوي خو فرمایی چې په روژه کې خوب کول هم عبادت دی دا یو برکت دی چې د انسان خوب هم نه ضایع کیږي .
دریم دا چې « عملکم فیه مقبول» یعنې په دې میاشته کې ستا عملونو قبول دي. مطلب دا چې په دې میاشته کې چې هر کار کوئ او هر عبادت چې کوئ مقبول دی . او دا یو ډول د عمل د نه ردیدو ضمانت دی . په نورو میاشتو کې چې انسان یو عمل کوی ممکنه ده قبول شي یا قبول نه شي. خو د روژې په مبارکه میاشته کې په پخپله دا خصوصیت موجود دی چې هغه عمل چې انسان کوي دخدای په در کې قبول دی او بیا یې وفرمایل « دعائکم فیه مستجاب» یعنې ستاسو دعاګانې په دې میاشته کې قبول دي په نورو میاشتو کې ممکنه ده دانسان دعا ګانې قبولې شي یا قبولې نه شي.خو دخدای رسول (ص) فرمایی:هغه دعاګانې چې د روژې په میاشته کې کوئ ضرور به قبلیږي.دا باید ورزیاته کړم چې په نورو میاشتو کې انسان ویلی شي چې دعا مې وکړه خو قبوله نه شوه . باید عرض وکړم چې هغه دعا چې انسان یې کوي په مختلفو ډولونو قبلیږي. کله په خپله دغه دعا له دې امله چې خدای پوهیږي چې دانسان په ګټه نه ده نو هغه بل وخت ته پریږدي او حتی که په دې دنیا کې هم قبوله نه شي ثواب یې دهغې دنیا لپاره لیکل کیږي او ورکول کیږي نو مونږ مستجابه دعا هغې دعا ته وایو چې اثر او اغیزه ولري اوخدای ورته توجه وکړي او نن یا سبا په اخرت کې یې بدله ورکړي.
او بیا دا چې دا د مغفرت میاشته ده په دې معنا چې وې فرمایل:هر څوک چې په دې میاشته کې روژه ونیسي د جهنم له اوره ژغورل کیږي. « هو شهر اوله رحمة ، اوسطه مغفرة و آخره عتق من النار»
هغه څوک چې روژه ونیسي د میاشتې په اخره کې د اختر ورځ ده او د اختر په ورځ په حقیقت کې ټول انسانان له اوره د برائت او بچ کیدو لیک له خدایه لاسته راوړي. او خدای تعالی هغوی ته زیری ورکوي چې روژه لرونکي د جهنم له اوره بچ شوې دي .لکه څرنګه چې د روژې د مبارکې میاشتې په نیمایی کې خدای تعالی دانسان ټولې ګناهانې بخښي یعنې اول دا چې په اوله کې دغه برکت ، ثواب ، او دعا ، او د عملونو د قبلیدو ضمانت . او د روژې په نیمایی کې د ګناهانو مغفرت او بخښل کیدل او وروسته له دې چې له ټولو ګناهانو پاکي او سوتره والی پیدا شو نو هغه وخت بیا تحلیې ته لمبر رسیږي په دې معنا چې انسان د ګناهانو د بخښل کیدو او د تل پاتې جنت او بهشتي نعمتونو وړ ګرځي. او په هغه د دوزخ اور حرامیږي.
د هر هغه کس لپاره چې په دې میاشته کې یې د روژې د نیولو توفیق لاسته راوړی وي له دغه ټولو اثارو او برکتونو سره سره چې ډیر د افسوس ځای دی چې یو مسلمان انسان دغه لوی فرصت له لاسه ورکړي چې د قران او عبادت سپرلی دی او د خواشینی ځای دی چې یو کروندګر دغه برکتناک او ښیرازه فصل له لاسه ورکړي .او استفاده ترې ونه کړي.داسې کسان په خپل ځان ظلم کوي چې د خدای له بلنې الهی میلمستیا او د قران له پسرلي بې برخې کیږي .
پوښتنه : 
ارزګاني صیب په اخره کې که د روژې په باب کومه خاصه خبره لرې نو زمونږ اوریدونکو ته یې وکړه ؟ 
ځواب : 
زه یو ځل بیا د رسول الله مبارک (ص) د دغه حدیث بیانول غواړم چې وې فرمایل : «ان الشقی من حرم غفران ا... فیها والشهر العظیم»
که غواړې چې یو شقي او بد مرغه انسان وپیژنې نو د شقي نښه دا ده چې هغه انسان شقي دی چې روژه پرې تیره شي او په هغه کې یې خدای ونه بخښي او دا د خوږو وږمو سپرلی راشي او دهغه په وچه کلکه تنه کې یوه شنه پاڼه زرغونه نه شي او یوه غوټۍ تانده نه شي دا یو شقي او بد مرغه انسان دی او یقینا هغه انسانان چې په خدای او قیامت ایمان لري او دروژې د مبارکې میاشته په برکتونو عقیده لري ددغه ستر فرصت او برکتمنې میاشتې چې ټول دخدای د میلمستیا په دسترخوان او د الهی غفران پینډې ته بلل کیږي ګټه پورته کوي او مناسبه ده چې روژتي مسلمانان چې سږ کال د روژه ماتی په خوان کښیني هغه شیبې چې د دعا د قبلیدو شیبې دي ځکه چې مونږ روایت لرو چې کله روژتي د روژه ماتي په دسترخوان کښیني هره دعا چې له خپل خدایه وغواړي له دې امله چې دخدای میلمه دی او دهغه په دسترخوان ناست دی او د کور خاوند د میلمه په قدر پوهیږي او درناوي یې کوي نو په ده شیبه کې غوره ده چې ټول د نړۍ د درستو مسلمانانو لپاره چې د دنیا په ګوټ ګوټ کې او په بیلا بیلو سیمو کې له ستونزو سره مخامخ دی او له کورنیو او بهرنیو نښتو کړیږي د مسلمانانو د یو والي او یو موټي والي لپاره او د زمانې د امام حضرت مهدی (عج) د فرج او څرګندیدو لپاره دعا وکړي ځکه چې هم هغه د مسلمانانو د روانو ستونزو مسیحا او اواروونکی دی او د روژه ماتي او پیشمني په وخت دغه دعا هیره نه کړي.

Add new comment