د روزې فلسفه د ایت ا... هاشمي ارزګانی له نظره (لومړۍ برخه)
د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د افغانستان له تکړه عالم ایت الله سید محمود هاشمی ارزګاني سره د شوې مرکې پښتو ژباړه.
پوښتنه :
ارزګانی صیب په سر کې مهرباني وکړئ د روژې د فلسفې او حکمت په هکله زمونږ اوریدونکو ته ووایئ چې ولې مسلمانان په کال کې یوه میاشته روژه نیسي.
ځواب :
له هر څه مخکې د برکت رحمت او مغفرت او خدای د لویې میلمستیا او الهی لمانځنو او عبادتونو ته د مومنانو د بلل کیدو د میاشتې په رارسیدلو د نړۍ ټولو مسلمانانو او هغو کسانو ته چې ځانونه د روژې او د شپو روڼولو ته تیاروي او هرکلی یې کوي مبارکي وړاندې کوم.او هیله من یم چې ددغه لویې او عظیمې میاشتې په بر فیضه زمزمې کې مونږ هم دا فرصت ومومو چې د خپل روح ککړتیاوې پرېولو او دخدای په میلمستیا او الهی بلنه کې شامل شو .
په دولسو قمري میاشتو کې یوه هم د رمضان په نامې نومول شوې ده . او دا چې دې ته رمضان وایی علت یې دا دی چې د خدای پاک رسول (ص) وفرمایل :« انما سمی رمضان لانه یرمض الذنوب» رمضان ته یې د رمضان میاشته ځکه ویلې ده چې ګناهانې له منیځه وړي.
په دې ډول که هغه خاص عبادت ته چې د خدای له لورې په انسان واجب شوی دی او روژه ورته ویل کیږي پام وکړو نو وینو چې یوه خاص او ځانګړی فرصت دی چې انسانان پکې ځانونه د عبادت او لمنځ او مخصوص عبادت له لارې چې روژه ده او د سهار له راختلو د لمر تر پریوتلو پورې انسان ته دا فرصت برابروي چې ځانونه له ناولتیاوو پاک کړي او د دغه ځانګړې عبادت په وسیله له روح او بدن څخه د ګناهانو او معصیتونو د پاکولو زمینه برابروي. او په دې دلیل چې دا فرصت په درست کال کې یو ځل د انسان لپاره برابریږي نو دا مونږ له دې سره تمثیلولی شو چې که په شواروز کې د یو انسان یا یوې کورنۍ جامې خیرنې شي یا یې په کور او سامان دوړې کښیني یا یې لوښي وینځلو ته ضرورت پیدا کړي نو ضروري ده چې انسان کله له دغو څیزونو استفاده کوي نو هغه ووینځي او یا کور جارو کړی او دوړي یې وڅنډي د انسان روح او بدن هم دغه شان دی په دې معنا چې د انسان نفس او روح په ټول کال کې له نورو سره د خبرو ، عمل او تعامل له امله خیرنیږي او د ګناه او ککړتیا دوړې پرې کښیني نو خدای تعالی دغه یوه میاشته فرصت هغه ته ورکړی دی چې پّ دې کې انسان وکړی شي خپل روح او بدن له دغو ککړتیاوو او بدرنګیو پاک کړي او هغه هم په یو داسې وینځونکي سره چې ډیر اغیزمن دی او هغه هم روژه او په یوې میاشتې کې امساک او له خوراک او څښاکه ډډه کول دي. نو له دې امله یې روژې ته د روح او نفس د پاکۍ میاشته هم ویلې ده . او دا میاشته د روح د پاکۍ لپاره دومره مهمه ده چې رسول الله مبارک (ص) فرمایی:« من ادرک شهر رمضان فلم یغفر له فابعده الله» یعنې که څوک دغه میاشته درک کړي او خدای تعالی یې ونه بخښي په دې معنا چې روژه ونه نیسي او روح پاک نه کړي نو داسې کس په حقیقت سره له خدایه لیرې دی . او خدای تعالی هغه له خپل فیضه لیرې کړی دی . لکه څرنګه یې چې شیطان لیرې کړی دی.او هغه ته یې رجیم ویلې دي. دا انسان چې د روژې په مبارکه میاشته کې ځان له زنګونو پاک نه کړي ته وا دخدای له رحمته لیرې شوی دی . په دې ډول رمضان او د روژې میاشته له روح او بدنه د ګناه او معصیتونو د دوړو د څنډولو او پاکولو او د عبادت اولمنځ میاشته ده.پوښتنه :
ارزګاني صیب ښایی فزیکي او بدني پاکوالی هم د روژې یو هدف وي چې مثلا انسان چې په یوولسو میاشتو کې خوراک او څښاک کوي نو پکار ده چې په یوې میاشتې کې دخیټې مشین معدې او ټول بدن ته یو څه ارام ورکړي ایا دا هم د روژې یو مقصد کیدلی شي؟
ځواب:
په یو روایت کې دې خبرې ته اشاره شوې ده هلته چې فرمایی :« صوموا تحصوا» یعنې روژه ونیسئ چې صحتمند شئ. دا روایت هماغه فلسفې ته اشاره کوي چې تاسو په پوښتنې کې وویله . تاسو ته معلومه ده چې دانسان معده او بدن د خدای یو ډیر پیچلی او حیرانوونکی سسټم دی چې د نړۍ له هیڅ یو مشین سره د پرتلې وړ نه دی . او په څلورویشتو ساعتونو کې حتی یوه شپه هم ارام نه کوی او پرله پسې د انسان په خدمت کې وي . نو معلومه ده چې دغه مشین د وخت په تیریدو سره يو ډول ارام ته ضرورت لري چې ستړیا لیرې کړي . د انسان د بدن تر ټولو لوی فعالیت په دې کې دی چې له بدنه بهر کوم څيزونه او خواړه بدن ته ننوځی هغه تصفیه او چاڼ کړي او د بدن اړتیاوې پرې پوره کړي . کله چې بدن ته خواړه کم ننوځی نو په نتیجه کې بدن او معدې ته د ارامښت او دمې فرصت په لاس ورځي.
له دې ورتیر کله کله ممکنه ده انسان د پرله پسې خوړلو له امله ناروغ شي او دغه په بدن کې ځینې فزیکي مشکلات پیدا شي چې دغه ستونزې په کم خوراک سره لیرې کیدلی شي . له همدې امله فرمایی چې :« صوموا تصحوا» یعنې روژه ونیسئ چې صحتمند شئ او ښایی د روژې یوه فلسفه دا هم وي البته دا یې یوازې یوه مادي فلسفه ده او د دې په څنګ کې نورې هم ډیرې فلسفې او فایدې شته دي چې په مناسب وخت کې به پرې وغږیږو.پوښتنه :
روژه یو عبادت دی دا راته ووایئ چې د نورو عبادتونو په پرتله د دغه عبادت ځانګړتیا څه ده؟
ځواب:
د روژې د ځانګړتیاوو په بیان کې ډیرو خصو صیاتو ته اشاره کولی شو یو دا چې روژه یوه ډله ایز او ګډ عبادت دی په دې معنا چې د روژې په میاشته کې هر بالغ او عاقل انسان چې ناروغ یا په سفر کې نه وي باید د سهار له راختلو ، د لمر تر پریوتلو پورې دا عبادت ترسره کړي.نو دا یو ډله ایز عبادت دی نه فردي . او ټول په یوځای روژه نیسي . حتی تر دې چې که یو مسلمان کوژه هم وي باید د نورو او د روژې درناوی وکړي او د نورو په مخکې روژه ونه خوري.حتی که مسافر یا مریض هم وي باید د دیني ټولنې درناوی وساتي.
نو د روژې یوه ښکاره ځانګړنه د هغې ډله ایز والی او ګډوالی دی چې په هغو ټولو سیمو کې چې مسلمانان ژوند کوي یو ډول یو زړه توب ،وحدت او غږملتیا رامینځته کړي او هغوی یو ډول د یو والی احساس وکړي او په درستې اسلامی نړۍ کې یوه ښکلې متحده نغمه رامینځته شي. او ښایی دا له دې سره هم مرسته وکړي چې مثلا د اوړي په اوږدو ورځو کې چې د روژې نیول سخت وي کله چې انسان یو خوا بل خوا ګوري چې ټولو روژه نیولې ده نو هغه ته هم د روژې نیول اسانه کیږي .
دوهمه ځانګړنه دا ده چې روژه یوه زمانمن څیز دی یعنې وخت یې معلوم او ټاکلی دی په دې معنا چې ټول مسلمانان باید د سهار له راختلو د لمر تر پریوتلو پورې له خوراک او څښاکه ځان وساتي .او داسې نه ده چې مثلا که څوک روژه نیول غواړي نو وخت یې په خپله وټاکي بلکه دقیقا وخت یې ټاکل شوی دی او وخت یې حتی د لمانځه تر وخته هم زیات ټاکلی دی ځکه چې مثلا د سهار په لمانځه کې د سهار له اذان تر لمرخاته پورې هر وخت چې ستا زړه غواړي لمونځ کولی شې که څه هم د هر لمانځه غوره وخت د هغې اول وخت دی خو په روژې کې داسې نه ده چې یو کس دی بې له نیته وخت تیر کړي او ودې وایی چې زه به د لمر له ختلو وروسته نیت وکړم . نو له دې امله یو ډول ټولنیز نظم او انضباط او له قانونه پیروي په ټولو کې پیدا کیږي چې دا د روژې یوه بله ځانګړنه او فایده ده . چې یوه غږمله او منضبطه ټولنه او یوه قانونمنونکې ټولنه جوړوي چې د سهار له اذانه وروسته سملاسي مونږ باید له خوراک او څښاکه ډډه وکړو تر د لمر پریواته او ماښامه پورې . او په روژه ماتې کې هم بیا ټول په یو دسترخوان کښنیي او دا لمنځ پای ته رسوي.
دریمه ځانګړنه دا ده چې په روژې کې ټول بدن او روح ښکیل وي په دې معنا چې روژه هم یو بدني او هم روحي عبادت دی یعنې دا چې په روژې چې یو انسان له خوراک او څښاکه ډډه کوي نو دهغه بدن په یو ډول لمنځ او عبادت لګیا وي خو ددې په څنګ کې له ګناهانو ډډه کول ، نامحرمو ته نه کتل ، غیبت نه کول ، کنځلې او سپکې سپورې نه ویل او په ټول کې له ټولو محرماتو د بدن ساتل ښیی چې هم دانسان روح په عبادت او امساک اخته دی او هم یې بدن . له همدې امله مشهوره شعبانیه خطبه چې له رسول الله مبارکه نقل شوې ده او د شعبان د میاشتې په وروستیو کې یې د جمعې په ورځ ویلې ده چې پکې کې اصحابو ته د روژې د مبارکې میاشتې صفتونه بیان کړې دي او ډیره مشهوره خطبه ده . کله چې دا خطبه په ختمیدو وه نو حضرت ا میر المومنین علی (ع) فرمایی چې زه د خلکو له مینځه پاڅیدم او ومې ویل : یا رسول ا... په دې میاشته کې تر ټولو غوره عمل کوم دی . دخدای رسول وفرمایل : « یاابالحسن افضل الاعمال فی هذا الشهر الورع عن محارم ا...عز وجل » یعنې په دې میاشته کې ترټولو غوره عمل په هغو څیزونو له ککړتیا ځان ساتل دي چې خدای حرام کړې دي. یعنې له محرماتو ډډه کول.
مطلب دا چې جسمي او روحي حرام څیزونه باید ونه کړې او په دې ډول د انسان ټول وجود په روژه اخته وي .
مثلا تاسو په خمس او زکات کې ګورئ چې دا مسئله چندانې له روح سره تعلق نه لري که څه هم نیت غواړي خو په روژې کې داسې نه ده بلکه له سهار تر ماښامه ټول بدن په روژه کې ښکیل وي هغه هم په لږ وخت کې نه بلکه کله کله خو یې وخت څوارلسو ګینټو ته رسیږي او په دغه ټوله موده کې باید دانسان روح او بدن په لمنځ مشغول وي او په دې ډول ډیر ښه مشق هم کوي.پوښتنه :
دا چې روژه په سترګو نه شي کتل کیدی دا په خپله یو ډول للهیت پیدا کوي او له ریاکارۍ انسان ساتي ستا په خیال دا هم د روژې یوه ځانګړنه کیدی شي؟
ځواب:
د روژې په ځانګړنو کې یې ویلې دي چې له دې امله چې له متروکاتو ده نه له افعالو یعنې د یو کار نه کول ، نو معلومه ده چې ترکي چارې په سترګو نه لیدل کیږي ، د روژې اکثره اعمال ترکي او پریښودونکي دي مثلا د خوراک او څښاک نه کول ، نامحرم ته نه کتل ، غیبت نه کول او داسې نور، دا ټول چارې ترکې دي او په سترګو نه شي لیدل کیدی له دې امله پکې ریا هم نه شي کیدی ځکه چې ریا زیاتره په فعل او کولو کې وي او یو انسان هاله په یو کار کې ریا کولی شي چې هغه کوي مثلا حج کول چې احرام پکې تړل کیږي د ریا اړخ پکې ډیر څرګندیدی شي.او د اخلاص ساتل پکې یو څه مشکل دي خو په روژې کې داسې نه ده . (ادامه لری)
Add new comment