د حضرت محمد(ص) تفکر، عفت او سپيڅلتيا

که څه هم ابوطالب د قريشو له مشرانو څخه ؤ خو ګټه يې د کورنۍ د درنو خرچونو لپاره پوره نه وه. پيغمبر(ص) چې په ځوانۍ کې يې قدم ايښی ؤ نو فطرتاً غوښتل يې چې څه کار پيدا کړي او د ترۀ درانه خرڅونه يې کم شي خو مسئله دا وه چې داسې کوم کار وکړي چې په طبعه يې برابر وي؟

محمد(ص) چې په راتلونکي زمانه کې يې د يو لويې پيغمبر(ص) ذمه واري په غاړه کيده او له خود سرو او بې لارو خلقو سره به مخامخيدو او د جاهليت د وخت له غلطو عقايدو او دود دستور سره ورته مقابله پکار وه چې د عدالت د لويې ماڼۍ او د انساني ژوند د سمو اصولو بنياد کيږدي، صلاح يې په دې کې وليده چې شپني (د شپونکي توب کار) خپل کړي.

پيغمبر(ص) د خپلو خپلوانو او د مکې د خلقو ګډې بيزې او څاروي د مکې د خواؤ شا په صحراګانو کې څرول او د هغوي ساتنه به يې کوله او کومې پيسې چې به يې ترلاسه کولې، له خپل ترۀ سره به يې پرې مرسته کوله او همداراز د ورشو او د دښتو له فضا او چاپيرياله چې د ښار د خلقو له هلو ګولو او جنګونو څنډې ته وه، تجربې زده کړې چې د پيغمبرۍ په وخت کې يې ترې ګټه واخسته. په هر حال هغه په دې ټول دوران کې د مروت، نيکو اخلاقو، سړيتوب، ښه ګاونډيتوب، صبر، رښتينولۍ، امانت ساتلو او له اخلاقي رذائلو او ککړتياؤ څخه د ځان ساتلو په شان په ټولو اخلاقې فضائلو کې د خلقو لپاره نمونه وه تر دې چې د امين او صادق په لقبونو مشهور شو.

کله چې د بالغيدو په وجه د انسان احساسات، جذبات او پټې جذبې وغوړيږي او هغه د ځوانۍ په تود او هيجاني دوران کې داخل شي نو ځان ورته په يوه بله دنيا کې ښکاري او په دې حساسې موقعې کې چې د خوئيدو، بې لارې توب او بې شرمۍ ډيرې موقعې موجودې وی که د ځوانانو سمه روزنه ونه شو يا هغوي پخپله د ځان خفاظت ونه کړي نو ډير امکان شته چې د بدبختۍ، بدمرغۍ او ګمراهۍ په داسې لويه کنده کې وغورزيږي چې د بيا خوشبختۍ امکان يې کم وي. پيغمبر(ص) په يوې ککړې او خرابې ټولنې کې ژوند کوو چې فضا يې اخلاقي بديو او ګناهونو توره کړې وه. د حجاز ځوانان بلکې بوډاګان په بې شرمۍ سره په جنسي بې لارې توب اخته وو. تر دې چې په هر کلي او کوڅه کې په خاصو کورونو مخصوصې جنډې لګيدلې وې چې خلق به ورته د جنسي کارونو لپاره ورتلل.

پيغمبر(ص) په داسې ناپاکې جامعې کې پيدا او ځوان شو او سره له دې چې تر پنځه ويشت کلنۍ يې واده نه ؤ کړی. دغه فضا او چاپيريال پرې هيڅ اثر ونۀ کړو او هيڅ غير اخلاقي او غلط کار ترې ونه شو بلکې دوستانو او دښمنانو به هغه د اخلاقو او فضائلو لويه نمونه او بيلګه ګڼلو.

Add new comment