د حضرت محمد(ص) زيږه او وړکوالی

د مکې ښار په دروند تورتم او چپتيا کې ډوب ؤ او د ژوند او کار څه نښې نښانې نه ليدل کيدې. يوازې سپوږمۍ وه چې د نورو ورځو په شان ورو ورو د خواؤ شا له تورو غرونو راهسکه شوې وه او خپلې نرمې او تتې پلوشې يې په ساده او بې ډول او بې سينګاره کورونو او د ښار خواؤ شا کې په دښتو غوړولې وې ورو ورو شپه تر نيمې واؤخته د حجاز په سوې سپورې زمکې د ارام ساه واخسته، ستورو هم په دغې بې ريا او صفا فضا کې پړقا کوله او د مکې د ښار خلقو ته په مسکا وو، اوس سهار دی او سهارنيو مارغان په زړه راښکونکي او زړۀ پورې اواز سره جنتي سندرې پيل کړې  ته به وای چې د خپل معشوق سره راز و نياز او پټې خبرې کوي.

د مکې په افق باندې رڼا په راختلو وه خو لا تراوسه د مکې په ښار باندې رازداره چپتيا واکمنه وه او ټول خلق اودۀ وو يوازې بي بي امنه ويښه وه او د راتلونکي نوزيږي په انتظار وه. ناڅاپه يې څو نوراني او ناپيژاندې بيبيانې په کوټې کې وليدې چې ډير خوږ بوي ترې ختلو. بي بي امنه حيرانه شوه چې دا څوک دي او څه ته راغلي دي؟[1] څو شيبې وروسته نوی ميلمه او نوزيږی دنيا ته راغی او د مياشتو له انتظاره وروستو بالاخره د ربيع الاول په اولسمه يا دولسمه نټه سهار د هغې سترګې د خپل ځوي په ديدن رڼا شوې.[2]

ټول خلق د دې نوي ماشوم په راتګ خوشحاله وو خو د خوشحالۍ په دې وخت چې د بي بي امنې زړه له خوشحاليو ډوب ؤ د هغې ګران ميړۀ عبدالله په دې دنيا کې نه ؤ ځکه چې هغه د شام له سفره د ستنيدو په وخت په مدينې کې وفات شو هماغه ځاي ښخ شو او بي بي امنه يې د تل لپاره يوازې پريښوده.[3]

حضرت محمد(صلي الله عليه و اله و سلم) وزيږيد او د دوي د زوکړې سره په يو وخت په اسمان او زمکې په تيره بيا ختيځ کې چې د هغه وخت د تمدن مرکز او زانګو وه ځينې پيښې وشوې.

د نوشيروان باچا باعظمته ماڼۍ چې د ابدې قدرت او سلطنت تصوير يې وړاندې کوو هغه شپه ولړزيده او د فارس د اورتونونو (اتشکدو) اور چې په زورنو کاله بل ؤ ناڅاپه مړ شو. همدا راز د ساوې د جهيل وچيدۀ هم د هغې شپې يوه معجزه[4] وه چې د يوې يوې سيمې خلق يې راوښ کړل.

په عربو کې له کلونو دا رسم ؤ چې خپل ماشومان به يې له زوکړې وروسته د ښار په خواؤ شا قبائلو کې يوې دايڼې ته ورکول، چې هم په صفا او ازادې هوا کې وروزل شي او هم فصيحه عربي زده کړي چې هغه وخت په کليو کې ډيره وه په دې غرض چې بي بي امنې د بچي لپاره شودې نه لرلې د حضرت محمد(ص) نيکۀ اوکفيل حضرت عبدالمطلب په دې فکر کې شو چې د خپل ګران نمسي لپاره چې د حضرت عبدالله نخښه وه، يو محترمه او مطمئنه دايڼه پيدا کړي. له ډير تحقيقه وروسته يې بي بي حليمې ته خپل ګران نمسې وسپارۀ. دا بي بي د بني سعد د قبيلې يوه پاکه او اصيله ميرمن وه او قبيله يې هم په ميړانه او فصاحت مشهوره وه.

بي بي حليمې حضرت محمد(ص) خپلې قبيلې ته بوتلو او د خپل ځوي په شان يې د هغه ساتنه کوله. بني سعد قبيله تر دې مخکې په کاختۍ او غريبۍ کې اخته وه خو چې کله حضرت محمد(ص) د بي بي حليمې کور ته راغې د دغې قبيلې غريبي او بې وزلي ورکه شوه. د سيمې پټي شنۀ او څاروي ښه څاربۀ شول، پخپله د بي بي حليمې حالت هم ډير ښۀ شو او شودې يې زياتې شوې. حضرت محمد(ص) پخپله هم تر نورو ماشومانو ښه وده موله او د نورو ماشومانو په شان يې تتوې خبرې نۀ کولې.

Add new comment