د کربلا حماسه اود انسان آزادي
سپيڅلتیا پدې کښې ده چې انسان خپل کرامت او شرافت وپيژنې ، ځان ذلت ، خوارۍ ، د نفس سپکاوې او بندون ته ورنکړي .
د ژوند په ټیټو او هسکو کښې ، کله ناکله داسې پيښې هم کیږي ، چې ځیني انسانان دنیا ته د رسیدو او د هغه څه د ساتلو لپاره چې لري یې ، هر ډول سپکاوی او بندون مني . خو پتمن انسانان ، حتی د خپل ځان د له لاسه ورکولو په بیه ځان نه خواروي . له دې کبله ده چې حضرت امام حسین (ع) په یو کلام کښې فرمايي :
با عزته مرګ له ذلیل ژونده غوره دی (بحار الانوار ۴۴ ټوک ، ۱۹۶ مخ )
د عاشورا غورځنګ د حسین (ع) او د هغه د وفاداره یارانو د پتمنۍ بیلګه ده . د اسلام په کلتور کښې پتمنې یو ستر ارزښت بلل شوی دی ، آزادې او واک د انسان په وجود کښې نغښتې او دغې مسئلې لوړو روحي او معنوی کمالاتو ته د رسیدو لپاره غوره زمینه جوړه کړي ده .
حضرت علی (ع) خپل زوي ته په سپارښتنه کې فرمايي :
ای زویه په هر هغه څه بیه ایښودلاي شي چې ویې پلوي او یا یې وپیري ، خو یو څیز شته چې په درسته نړې کښې ورته بیه نه شي ټاکلاي او هغه پخپله یې . که روح او ځان دې وپلورې نو له درستې نړۍ سره برابری نه کوي .
د قرآن په معارفو کښې ، پتمنې ، یعنی له خدای پرته د بل چا له بنده ګۍ ژغورنه . ددغه الهي کتاب په آیتونو کښې راغلي دي د خدای بنده ګې په دین کښې د اخلاص ، له پلیتیو د لیرې والې او له هر ډول ظلمت او ګمراهۍ لیرې توب دی .
الله تعالی د زمر سورې د دوهم آیت په یوه برخه کښې فرمايي :
فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ
ژباړه: نو د خدای عبادت وکړه ، او د هغه لپاره خپل دین خالص وګرځوه .
د اسلام په کلتور کښې له خدای پرته د بل چا بنده ګې او نفساني خواهشاتو او ګناهونو ته د غاړې ايښودل ، اسارت او غلامي ده .سرښیندنه او د دنیوي اړیکو غوڅیدل ،د حق په لاره کښې د حرکت لومړی شرط دی .
مسلمه ده ،هغه څوک چې په دنیوي غوښتنو کښې ګیر دي ، لوړو هدفونو ته نه شي رسیدلاي، تل د شتمنیو د له لاسه ورکولو او له غوښتنو بې برخې کیدلو آرمان په سترو فیصلو کښې د انسان هوډ سستوي . خو د پتمنو خوي دادی چې د شتمنیو په غم کښې نه دي . ډیرې تمې او هیلې چې انسان له هسکو په ځمکه غورځوي ، او انسان په ژوندکښې ترخې پيښې پیدا کوي .
همدغه راز په دنیوي غوښتنو د پښو ایښودل هم ډیر دي چې انسانان اوج ته رسوي ، لکه د کربلا حماسه جوړونکې .
حضرت امام حسین (ع) له دنیوی اړیکو لیرې او پتمن ملګرې غوښتل څو د الهی او انسانې ارزښتونو په دفاع کښې تلپاتې حماسه وپنځوي .
د کربلا د ډګر یو پتمن ، حر بن یزید ریاحی دی . حر کله چې د عمر سعد په لښکر کښې غوره موقعیت ته رسیدلی ؤ ، یو ناڅاپه یې هر څه ته شا کړه او په پتمنۍ او آزادۍ سره له حسین بن علی (ع) سره یو ځاي شو .
اوس له حسین بن علی (ع) د حر د مینې د څرګندولو صحنه انځوروو .
حر له دښتو تیریده ، او په هغه ماموریت پسې روان ؤ چې دومره ګروهنه یې ورسره نه درلوده ، حر ډیر ښه پوهیده چې یزید یو فاسق انسان دی ، خود خپل پلار او کورنۍ د ساتلو لپاره یې ورسره بیعت کړی ؤ او د کوفې واکمن عبیدالله ، د خپل لښکر زرو کسانو قومانده هغه ته سپارلي وه ، یو عجیبه شک حر زوراوه ، هغه باید له خپلو لښکرو سره د امام د کاروان په لاره کښې ولاړ واي او له ځان سره یې د کوفې دارالاماري ته بیولاي واي ، د حر د بې کرارۍ لپاره آرامښت نه ؤ ، لمر ډیر تیز ؤ او ته وا چې د دښتې شګو ته چا اور اچولاي وي .
حر ؤ ، او زر په آسونو سپاره تږې کسان ، بالاخره د امام حسین (ع) کاروان را ښکاره شوه . د کربلا د سالار د قافلې سترتوب ، حر حیرانه کړ او یو ځل شکونو واخیست ، حضرت امام حسین (ع) چې کله پام شو چې د حر لښکر تږی دی نو خپلو ملګرو ته یې وفرمایل :
دغو خلکو او آسونو ته یې اوبه ورکړئ ، هغه حضرت چې کله ولیدل د حر یو عسکر اوبه نه شي څښلاي ، نوخپله پاڅیده او په مبارکو لاسونو یې هغه ته اوبه ورکړي ، بیا یې حکم وکړ د حر د ښکر د آسونو ورږ هم یخ کړي .
د لمونځ وخت راسیدلی ؤ ، حر هم له خپلو ملګرو سره یو ځاي په امام پسې اقتدا وکړه او لمونځ یې ادا کړ . له لمانځه وروسته حضرت امام حسین (ع) په یوه لنډه خطبه کښې وفرمایل :
ای خلکو! که له خدایه وډار شئ او اهل ته یې حق ورکړئ ، نو الله تعالی به هم له تاسو راضي شي، که په هماغه تړون اووینا ولاړ یاست ، نو بیعت مو تازه کړئ ، او که زمونږ حق نه پيژنۍ ، او له دې پرته بله رایه لرئ چې په لیک کښې مو لیکلي ؤ نو زه به بیرته ستون شم .
حر وویل :
تاسو د کوم لیک خبره کوئ ؟
د حضرت امام حسین (ع) یو ملګري حر ته کوفیانو د لیکونو یوه کڅوړه وروښوده .
حر وویل :
زه له دغو لیکونو بې خبره یم او ماته یې حکم کړی دی ، څو تاسو د کوفې واکمن عبیدالله ته بوځم .
حضرت امام حسین (ع) کله چې متوجه شو له حر او لښکرو سره یې خبرې کومه ګټه نلري ، نو کاروان ته یې حکم وکړ خپلي لارې ته دوام ورکړي . خو د حر لښکر د امام لاره ونیوله او کوفې ته له حرکته یې ستون کړ او مجبوره شول چې کربلا ته ولاړ شي .
د محرم په لمسه ورځ د امام او د هغوئ د دوه اویا یارانو په مقابل کښې د کابو دیرشو زرو لښکر په مخنیوي سره حر ته معلومه شوي وه امویان د حضرت امام حسین (ع) د وژلو نیت لري ، حر ته ځمکې ځاي نه ورکاوه ، ای خدایه زه د فاطمې د زوي په وړاندې چې د الله تعالی د رسول د تن ټوټه ده ولاړ یم ، ای خدایه ما ستا د پیمغبر د زوي لاره نیولي ده ، دغې مسئلې د عمرسعد په لښکرو کښې د حر د پاتې کیدو په باب د هغه شکونه زیات کړي ؤ ، خو څو شیبې مخکې ورته حکم ته رسیدلی ؤ چې ای حره ته مونږ د څلور زره کسیز لښکر مشر وټاکلي .
حر د دښتې دواړو لورو ته کتل ، یو لور ته یې ضلالت او بل لور ته یې سعادت لیده ، حر په فکر کښې ؤ ، ای خدایه د جنت د دروازو د بندیدو په بیه د دنیا دروازې را ته خلاصي نه شي ؟ د ژوند نیمه پيړې مې تیره ده ، دا نه ده معلومه چې څو کاله به نور ژوندی وم ؟ که دا ومنم چې د شام ټولې ماڼۍ دې ماته راکړي ، خو بالاخره به مرګ راشي ، بیا به څه کوم ؟ کله چې مې لاسونه د پیغمبر(ص) د زوي په وینو سره وي آیا ستا د لعنت ، غوسې اوابدي کرکې پرته بل څه به ووینم ؟
ای کاش هغه ورځ چې د حسین لاره مې نیولي واي ، ورته ویلي می واي چې ورسره د جنګ نیت نلرم ، ای خدایه هغه زما تږی لښکر له تندې وژغوره او زه اوس ورسره جنګ ته راغلی یم ، په داسي حال کښې چې دا څو ورځي کیږي ، خپله دی کورنۍ او ملګرې یې تږې دي ، ای خدایه ما د هغه او د هغه د اولادونو لاره وتړله ، ما یې په ماشومانوکښې وحشت واچاوه ، زه وم چې هغه مې دې ځاي ته راوکاږه ، افسوس دې وې پر ما .
حر د حضرت امام حسین (ع) مظلومیت ښه احساس کړ او د هغوئ د مرستې د غوښتلو غږ یې واوریده ، نو فیصله یې وکړه ، د آس تنده یې پلمه کړه او د یزید له لښکر سوکه سوکه لیرې او د حق له لښکر سره نږدې شو .
حر د حضرت امام حسین (ع) خیمې ته ورسیده او ویې ویل :
ای حسینه ! زه هماغه یم چې د زینب (س) زړه مې مات او ته مې دې ځاي ته راوستلي ، د تندې ، کلابندۍ او ۳۳ زره تورو د نیزو ملمستیا ته .
حضرت امام حسین (ع) حر ته وفرمایل :
ای حره ! ولي له آسه نه کوزیږيٍ .
حر وویل :
نه کوزیږم ، خو دا چې ستا کوچنیان ما وبخښي ، څو زینب (س)زما له ګناه تیره شي ، څو ستا د محبت لاسونه زما لاسونه ونیسي .
حضرت امام حسین (ع) حر ته وفرمایل :
کوز شه ، چې اوس زمونږ میلمه یې .
حر وویل : آیا خدای زما توبه مني ؟
حضرت امام حسین (ع) حر ته وفرمایل :
هو خدای ستا توبه قبلوي او له ګناهونو دې هم تیریږي .
حروویل : زه لومړی کس وم چې ستا لاره مې ونیوله ، له آس تر هغو نه کوزیږم چې څو اجازه راکړي او لومړنی کس وم چې ستا او ستا د ایډیالونو په لاره کښې ووژل شم ، ښايي د قیامت په ورځ له پيغمبر سره یو ځاي شم .
حر میدان ته ودانګل ، لومړی یې د دښمن لښکر ته نصیحت وکړ ، خو هر لورې پرې د غشو باران شو او هغه چغې وهلي ، زه حر یم ، زه دمکې د غوره کس ساتونکی یم ، جنګیږم ، توره چلوم او کومه پروا نه کوم .
حر په میړانې جنګیده ، د دښمن زړونو کښې یې ویره اچولي وه ، د حر آس په یوغشي سره وویشتل شو ، وغورځیده ، حر له آسه کوز شو ، دیزید لښکر یې یو په بل پسې واهه ، تر دې چې یوه نیزه یې په سینه ولګیده ، حر په ځمکه ولویده ، له ستونې یې غږ واوریدل شو ، ای د پیغمبر زویه زما مرسته وکړه .
هغه د خپل محبوب لیدلو ته لیواله ؤ ، یوه شیبه تیره شوه ، د حسین د لاسونو ګرموالی یې په خپل تندي احساس کړ او حضرت امام حسین (ع) ورته وفرمایل :
هوسا اوسه ، پریږده په خپله عمامې ستا تندی وتړوم ، مګر ونه دې ویل چې په وروستۍ شیبه ستا تر څنګ واوسم ، سترګې پرانیزه ، او ووینه چې ته پتمن یې هم په دنیا او هم په اخرت کښې .
حضرت امام حسین (ع) دحر تندی وتاړه، حر وویل : آیا زه دې وبخښلم ؟ آیا خدای زما له ګناه تیر شوی دی ؟ اوس ای زما مولا مسکی شه ، څو آرامښت ومومم او په ډاډه زړه دخدای په لور ولاړ شم .
حضرت امام حسین (ع) دحر له تندې ویني او خاوري پاکې کړي او ویې وفرمایل :
حر څومره غیرتمن دی چې د حسین د مرستې غږ یې واوریده او ځان یې قربان کړ ، ای خدایه په جنت کې د هغه میلمستیا وکړه.
Add new comment