وهابيت پېژندنه (څلورمه برخه)
د وهابيت فرقه هغه فرقه ده چې پکښې زياتره تشدد، خشونت، تندلاريتوب او خپله عقيده په زرو په خلکو باندې له مسلط کولو نه بغېر بل څه نشته. (چې نتائج يې نن مونږ د نړۍ په مختلفو سيمو په خاصه توګه په لره او بره پښتونخوا کښې د دهشتګردانه او حتی د ځان وژونکو حملو په شکل کښې ګورو چې پکښې بې شمېره مسلمانان په خاور او وينو کښې لوغړول کيږي.)
د وهابيت د پراختيا لپاره له محمد بن سعود سره د محمد بن عبدالوهاب نجدي لوظنامه يوه فوځي لوظنامه او په خواوشا سيمو باندې د حملو په بنياد وه او له دغې لوظنامې وروسته د مسلمانانو قتل عام شروع شو. له دې وروسته د دغو دواړو کسانو زامنو هم د پلارانو لارې ته دوام ورکړ د ابن عبدالوهاب نجدي زامنو د وهابيت د عقائدو په پراختيا باندې لاس پورې کړ او د ابن سعود زامنو هم د وهابي علماؤ د فتوو په رڼا کښې د خلکو په قتل عام سره تر خپلې قبضې لاندې سيمو او د وهابيت قلمرو ته پراختيا ورکړه. د محمد بن سعود زوے عبدالعزيز په دې منېځو مان کښې ډېر کردار لري. هغه په بې دردۍ سره د خلقو په قتل عام او په خلکو د رعب او ويرې په رامنځته کولو سره د وهابيت د فرقې زيات خدمت کړے دے. عبدالعزيز له خپل زوے سعود سره مقدس ښارونه په وينو ولمباول او د ديني بزرګانو د مقدسو زيارتونو په شمول يې زياتره مذهبي مقامات او اثار له خاورو سره خاورې کړل. هغوي د کربلای معلی مقدس ښار له ويجاړولواو د سيد الشهداء امام حسېن (ع) په مزار مبارک باندې له يرغل نه وروسته کوشش وکړ چې د اسلام تر ټولو مهم مرکز مکه معظمه باندې قبضه وکړي. چې په دې باره کښې به انشاء خبرې وکړو.
زياتره مسلمان عالمان او مفکران په دې خبره باندې باوري دي چې که د عبدالعزيز او د هغۀ د زوے سعود دومره زيات تشدد او وحشي ګري نۀ وې نو نۀ د آل سعود بادشاهت دوام پېدا کولې شو او نۀ وهابي مسلک دومره رواج موندلے شو. د هغوي په حکم د هغو کسانو چې وهابيان نۀ وو که هغه سنيان وو او که شيعه قتل واجب او د هغوي د مالونو او ناموسونو لوټل په وهابيانو باندې حلال او مباح وو. په سيمه کښې د تېلو له راېستلو نه تر مخکې وخته پورې د آل سعود بجټ به له مسلمانانو سره د جنګ او د هغوي د مالونو حالونو د لوټلو له لارې پوره کېدۀ. د عبدالعزيز او د هغۀ د زوے سعود له هغو فتوحاتو څخه چې په عربستان کښې د هغوي د شهرت او د خلکو تر مېنځ د ويرې او وحشت سبب وګرځېدل د مکې معظمې، مدينې منورې او طائف د ښارونو فتح کول وو. په دغو حملو کښې وهابيانو د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام او صحابه کرامو او نورو بزرګانو مقدس مزارونه وران ويجاړ کړل او په حجاز کښې يې د وهابيت اوچ کړس او متحجرانه قوانين جاري کړل.
د کربلا معلی او نجف اشرف په مقدسو ښارونو باندې له حملو وروسته وهابيانو په ١٨٠٢ عيسوي کال کښې د حجاز په يو ښار طائف باندې يرغل وکړ. دغه حمله چې د عبدالعزيز په دور کښې د هغۀ د زوے سعود په قوماندانۍ سره وشوه د وهابيانو يو تر ټولو وحشتناکه حمله ګڼل کيږي. مشهور عراقي شاعر او دانشور جميل صدقي زهاوي د وهابيانو په لاس د طائف ښار د قبضه کولو په حقله ليکي: ((د وهابيانو تر ټولو بد او خراب کار د طائف د خلقو قتل عام دے، هغوي په لوے او ماشوم باندې رحم ونکړ، حتی د مور په غېږه کښې يې د پيو له ماشومانو څخه سروونه پرې کړل، هغوي هغه طالب علمان چې د قران مجيد په زدکړه مشغول وو هم ووژل. چې کله په کورونو کښې څوک پاتې نۀ شول نو په دوکانونو او جوماتونو باندې يې حملې وکړې او هر څوک به يې چې هلته ليدۀ حتی هغه کسان چې خپل واحد رب ته په رکوع او سجود باندې مشغول وو وژل به يې. د قران شريف او صحيح بخاري او صحيح مسلم په شان د مسلمانانو ارزښتناک کتابونه او د فقهې او حديثو نور کتابونه يې په لارو کوڅو کښې وغورځول او تر پښو لاندې لتاړ شول.))
وهابيانو د طائف د خلقو له قتل عام نه پس د مکې علماؤ ته يو خط وليکۀ او هغوي يې د وهابيت مذهب ته راوبلل. علامه شاه فضل رسول قادري چې په هندي مشهور دے په خپل کتاب ((سېف الجبار)) کښې ليکلي دي: ((د مکې علماء د کعبې شريفې په څنګ کښې راغونډ شول چې د وهابيانو خط ته ځواب ورکړي. د هغوي د خبرو اترو او سلا مشورو په دوران کښې ناڅاپه د طائف د ښار يو شمېر مظلوم او ځپل شوي کسان مسجدالحرام ته داخل شول او هغه څه چې په طائف کښې تېر شوي وو بيان کړل. د مکې په خلقو کښې مشهوره شوه چې وهابيان غواړي چې په نزديو وختونو کښې په مکه معظمه باندې حمله وکړي، د مکې خلق سخت ويرې او وحشت سره مخامخ شول.... له بلې خوا د مکې معظمې د څلورو واړو سني مذاهبو ټولو علماؤ او هغو علماؤ چې له نورو سيمو څخه د حج د ادائېګۍ لپاره مکې ته راغلي وو مشترکه فتوا جاري کړه چې وهابيان مسلمانان نۀ دي بلکې کافران دي او ورسره جهاد واجب دے. علماؤ د مکې له امير څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې له وهابيانو سره مقابلې ته دې راپاڅي او ورسره جنګ وکړي.))
له وهابيانو سره په جنګ باندې د علماؤ له اتفاق سره سره د مکې خلک دې ته تيار نۀ شول چې له هغوي سره وجنګيږي. له بلې خوا د عبدالعزيز زوے سعود چې د وهابي لښکر کمانډر ؤ مکې ته يو خط ولېږۀ او دړکه يې ورکړه چې په دريو ورځو کښې دننه دننه دې ټول حاجيان له مکې څخه وځي. د مکې معظمې حاکم له څو تنو عالمانو فاضلانو سره سعود ته ورغے او د مکې د خلقو لپاره يې له هغۀ څخه امان وغوښت. سعود هم په يو ليک کښې د مکې ټولو خلقو، عالمانو او مشرانو ته امان ورکړ. د ١٨٠٣ عيسوي کال د امامانو په مياشت کښې سعود بې له جنګه مکې معظمې ته داخل شو او د کعبې شريفې له زيارت نه پس يې خلق راغونډ کړل چې وهابي مذهب ته يې راوبولي او ترې نه بيعت واخلي. هغۀ د خداے پاک، د هغۀ د ګران رسول (ص) او د اسلام په حقله د خپلې عقيدې مطابق خبرې وکړې او خلق يې خپل بيعت ته راوبلل او له هغوي يې وغوښتل چې د هغۀ له لښکريانو سره دې په مکه ښار کې وګرځي او ټول ارزښتاکه مذهبي او تاريخي اثار دې وران او ويجاړ کړي.
په هر حال په مکه باندې له مسلط کېدو نه پس وهابيانو د ديني بزرګانو مقدس اثار وران کړل. د خداے دګران رسول (ص) حضرت علي (ع)، حضرت ابوبکر (رض) او حضرت بي بي خديجې (رض) د پېدائش ځايونه چې ګنبدونه پرې جوړ وو له خارو سره خاورې کړل، هغه لرغوني او پخواني اثار چې د خانه کعبې چاپېره او د زمزم په کوهي باندې جوړ شوي وو ويجاړ کړل.
وهابيانو به د مقدسو ځايونو د ورانولو په وخت ډمامې غږولې او ګډا ګانې او سندرې به يې ويلې. د کويت ستر سني دانشور ډاکټر رفاعي په ((نصيحتي لاخواننا الوهابيه)) (يعنې خپلو وهابيانو وروڼو ته نصيحت) نومې کتاب کښې وهابي علماؤ ته په خطاب کښې ليکي: ((تاسو د خداے د ګران د وړومبۍ حبيبې ام المومنين حضرت خديجه الکبری د کور په ورانولو خپله رضامندي وښودله او هيڅ غبرګون او ردعمل مو پرې څرګند نه کړ، په داسې حال کښې چې دغه ځاے د قران شريف د وحي د نزول ځاے ؤ... نو اخېر ولې له خداے پاک نه نۀ ويريږئ او له پېغمبر اکرم (ص) څخه حياء نۀ کوئ؟))
ډاکټر رفاعي په دوام کښې ليکي: ((د خداے د ګران رسول (ص) د پېدائش کور مو د مال مويشيانو په منډهۍ باندې بدل کړ چې د نېکو او مخيرو حضراتو په کوششونو سره د وهابيانو له پنجو نه ازاد شو او په کتابتون (لائبريرۍ) باندې بدل شو.))
يو بل دردناک عمل چې وهابيانو ترسره کړو او د تل لپاره د هغوي په دردوونکو اثارو کښې باقي پاتے شو، په مکه معظمه کښې د ((المکتب العربيه)) نومې ستر کتابتون (لائبريرۍ) سوزول وو. په دغه کتابتون کښې په څه د پاسه شپېتۀ زره عنوانونو مشتمل کتابونه او له څلوېښتو زرو نه زياتې ځانګړې خطي نسخې موجودې وې چې په هغو کښې حتی د جاهليت د دور د يهودو او د قرېشو کافرانو خطي اثار د يادګار په توګه موجود وو. په دغه کتابتون کښې همدارنګ له حضرت علي (کرم الله وجهه)، حضرت ابوبکر (رض) ، حضرت عمر (رض)، خالد بن وليد(رض)، طارق بن زياد(رض) او د خداے دګران رسول (ص) له نورو صحابه ؤ نه په يادګار پاتې د قران مجيد پخوانۍ خطي نسخې پرتې وې. په کتابتون کښې له کتابونو نه علاوه نور ګڼ شمېر ارزښتناک اثار لکه د خداے دګران رسول (ص) د استعمال وسلې او نور سامانونه او د لات، منات، عزّی او هبل په شان د جاهليت د دور بتان د يادګار په توګه پراتۀ وو.ځينو تاريخ ليکونکو نقل کړي دي چې وهابيانو دغه کتابتون د کفر د وخت د اثارو په بهانه په اور کښې لولپه او ايرې ايرې کړ.(او د جهالت د وخت له اثارو سره سره يې د اسلامي اثار او قرانونه او نور اسلامي کتابونه هم وسېزل.)
له دې حقيقت نه انکار نۀ شي کېدې چې د پخوانيو خلکو تاريخ او له هغوي نه په ميراث کې پاتې اثار د يوې ټولنې او يو قوم او ملت د تمدن له نښو نښانو څخه ګڼ کيږي،ځکه چې دغه اثار له يو يادګار نه علاوه له تاريخ څخه د درس او عبرت اخېستو لپاره ډېر ګټور دي. په همدې وجه د هر قوم حکومتونه د هغو د حفاظت لپاره خاصې ادارې او کمېټۍ جوړوي او کارپېژاندي ماهران تربيت کوي او چا ته اجازه نۀ ورکوي چې حتی د دغو اثار يوه وړه د کاڼي کتبه او ټيکرې له منځه يوسي. په دې کښې شک نشته چې د اسلام تمدن د نړۍ له مخکښو تمدنونو څخه ؤ او دے او مسلمانانو د اسلامي تعليماتو په رڼا کښې د دغه تمدن بنياد کېښود. د خداے له ګران رسول (ص) او دهغه حضرت له خاندان او ملګرو سره متعلق اثار او ودانۍ د دغه ستر تمدن له عمومي ميراثونو څخه دي او د هغو ساتنه او حفاظت د دغه غني تمدن د بانيانو يو ډول قدرونه ګڼل کيږي. په مقابل کښې د دغو اثارو د ورانولو او تباه کولو اقدام د فکري جمود، تحجر او د جاهليت د تعصب بيانوونکے دے.
تاريخي کتابونه او سفرنامې د دې خبرې ګواهي ورکوي چې د وحي د نازلېدو په وطن او نورو اسلامي ملکونو کښې په سلګونو مقدس زيارتونه او سپېڅلې وداني موجودې وې چې له هغو څخه زياتره اثار وهابيانو د شرک او کفر په چټي بهانو سره په کامله توګه وران او ويجاړ او له منځه يوړل.
Add new comment