وهابيت پېژندنه (دريمه برخه)
لکه چې د دې لړۍ په تېره برخه کښې مو وويل چې د وهابيت بنسټ اېښودونکي محمد بن عبدالوهاب په کفر، شرک او بدعت باندې د مسلمانانو په تورنولو سره د هغوي په خلاف د جهاد اعلان وکړ. هغۀ د نجد صحرائي او کليوال خلک وهڅول چې د ابن سعود په مرستې سره يو لښکر برابر کړي او بيا د لښکر له برابرولو نه پس يې په مسلمان مېشته ښارونو او کليو باندې حملې وکړې او د هغو سيمو خلک يې په خارو او وينو کښې ولوغړول او د هغوي مالونه حالونه يې ولوټل او د غنيمت په توګه يې يوړل.
د ابن عبدالوهاب نجدي تکفيرونه دومره پراخ او عمومي وو چې نۀ يوازې عام مسلمانان بلکې ځينې سني عالمان هم پکښې شاملېدل.د مثال په توګه ابن عبدالوهاب له دې سره سره چې ځان يې د حنبلي مذهب پېروکار معرفي کوۀ ، خو د دغې فرقې بنياد اېښودونکے يعنې امام احمد بن حنبل يې کافر وګرځوۀ. هغۀ عقيده لرله چې احمد بن حنبل د خپل کتاب يوه برخه په کربلا کښې د امام حسېن (ع) د زيارت او د هغو اعمالو په باره کښې چې پکار دي زيارت کوونکي يې هلته کښې ترسره کړي ليکلې ده. د ابن عبدالوهاب له نظره سپېڅليو قبرونو، متبرکو ځايونو او د اهلبېتو د معصومو امامانو عليهم السلام او د اسلام د نورو بزرګانو د مزارونو زيارت ته تلل شرک دے او د زيارت کوونکو وژل او د هغوي د مالونو لوټل مباح دي.
د اسلام د تاريخ په اوږدو کښې تل يو لړ داسې کسان او ډلې وې او دي چې د اسلام په پوهه کښې اوچکړسوالي، انجماد او تعصب ته يې ګروهنه لرلې او لرلي يې. که څه هم د سياسي، اجتماعي او کلتوري شرائطو له مخې په هر دور کښې د داسې کسانو قدرت او نفوذ چې داسې ګروهنې يې لرلې دي د بدلون او تغير په حال کښې ؤ او دے، خو تل يې په ډګر کښې شتون لرلے دے، ابن عبدالوهاب نجدي هم د يوې متعصبې فرقې بنياد کېښود او د محمد بن سعود په ملګرتيا سره يې د مسلمانانو په ګواښلو او قتل عام باندې لاس پورې کړ او کوشش يې وکړ چې د وهابيت فرقې عقائد او تعليمات ترويج کړي. البته د ابن عبدالوهاب تعليمات او بدعتونه له ابتداء نه د اسلام د علماؤ لپاره د قبلولو وړ نه وو.د مکې د هغه وخت مفتي او د حجاز سيمې لوړ رتبه ديني عالم سيد احمد بن زيني دحلان په ((خلاصه الکلام)) کتاب کښې ليکي: ((د محمد بن عبدالوهاب په ژوند کښې يو شمېر وهابي علماء له نجد سيمې څخه مکې ښار ته لاړل چې د مکې له علماؤ سره بحث او خبرې اترې وکړې. هغوي خپل عقائد بيان کړل، د مکې علماؤ هم په مقابل کښې د هغوي د عقائدو او نظرياتو نقد پېل کړل.د وهابي علماء عقائد او نظريات په هيڅ وجه د مکې د ښار د علماؤ لپاره د قبول وړ نۀ وو، ځکه چې د قران عظيم الشان د مبارکو ايتونو او د خداے د ګران رسول (ص) د فرامينو په خلاف يې بنياد اېښودے شوے ؤ. د مکې علماؤ د وهابيانو د عقائدو په اورېدو سره د هغوي نظريات فاسد او بې بنياده وبلل. هغه وخت د مکې قاضي حکم ورکړ چې وهابي علماء دې بندي کړې شي. ځينې وهابيان بندي شول او ځينې هم وتښتېدل.))
دا واقعه په ١١٩٥ هجري قمري يا په ١٧٨١ ميلادي کال کښې هم په يو بل شکل کښې رامنځته شوه. د درعيې ښار چې د آل سعود او وهابي فرقې مرکز ؤ يو شمېر وهابي علماء مکې ته لاړل او د مکې له مسلمانو علماؤ سره يې د نوي توحيد په حقله خبرې اترې وکړې. د مکې علماؤ هم بالاخره د وهابي عالمانو د الحاد او کفر فتوا ورکړه او هغوي يې له مکې نه وشړل او هغوي ته يې د خانه کعبې د حج او عمرې اجازه ورنکړه، اوس دا سوال پېدا کيږي چې وهابيان د خپلو عقائدو د بيانولو لپاره ولې مکې ته تلل؟ د دې پوښتنې په ځواب کښې ويلې شو چې مکه ښار د اسلامي نړۍ تر ټولو مقدس او مهم ځاے دے نو له دې امله به وهابيانو تل دا کوشش کوۀ چې هغه ونيسي او هغه د خپل نوي دين اډه او مرکز معرفي کړي چې مسلمانان د مکې د تقدس په وجه د اسلام په ځاے د هغوي عقائد ومني او وهابيت قبول کړي.
په دې مېنځومان کښې محمد بن سعود چې له محمد بن عبدالوهاب نجدي سره له اشنائۍ نه مخکښې د نجد په سيمه کښې د ((عنېزه)) نومې يوې وړې قبيلې شېخ ؤ، له عبدالوهاب سره له ملګري کېدو نه پس يې کار ورو ورو ترقي وکړه په دا ډول چې په ١١٥٩ هجري قمري کال کښې يې په چاپېره ښارونو باندې حملې او يرغلونه وکړل او د خلقو مالونه او حالونه يې ولوټل. محمد بن سعود په ١١٧٩ هجري قمري يا ١٧٦٥ ميلادي کال کښې او له دېرشو کالو واکمنۍ نه پس په نجد کښې له دنيا نه لاړ. له هغۀ نه پس د هغۀ زوے عبدالعزيز د هغۀ په ځاے کښېناست. عبدالعزيز هغه وخت چې پلار يې له ابن عبدالوهاب سره د اتحاد تړون لاس ليکوۀ نو هغه هم د خپل پلار د جانشين په توګه له ابن عبدالوهاب سره متحد شو. هغه چې د محمدبن سعود په ژوند کښې د پلار د لښکر د يوې برخې قومانداني په غاړه لرله، وکړې شول د ابن عبدالوهاب په ملاتړ سره د عربستان يو لويه برخه په خپله قبضه کښې راولي.
ابن عبدالوهاب بالاخره په ١٢٠٧ هجري قمري يا ١٧٩٣ ميلادي کال کښې په ٩٦ کلنۍ کښې له دنيا لاړ. د هغۀ له مرګ نه پس د هغۀ زامنو او نمسيو د وهابيت عقائد ترويج کړل او خپلې لارې ته يې دوام ورکړ. د هغۀ يو نمسے عبدالطيف نوميږي د وهابي عقائدو يو مشهور مولف دے. د ابن عبدالوهاب زامنو او نمسيو په خپلو تاليفاتو کښې دغه نوے او انحرافي مسلک تشريح او تفسير او خپور کړ.
د وهابيانو له لاسه له غمناکو پېښو څخه يوه پېښه او غميزه چې په تاريخ کښې راغلې ده او د مومنانو زړونه له غم او خفګان نه ډکوي او ارې ارې يې کوي د عراق د کربلای معلی په مقدس ښار باندې حمله او د امام حسېن (ع) د زيارت ويجاړول او د خلقو بې ګناه قتل عام دے. په ١٢١٦ هجري قمري يا ١٨٠١ ميلادي کال کښې د وهابي محمد بن سعود نمسي سعود بن عبدالعزيز د نجد له عربو څخه د شلو زرو جنګي سورو کسانو يو لښکر سنبال کړ او په کربلاے معلی ښار باندې يې يرغل وکړ. لښکريانو وړومبے د کربلا مقدس ښار محاصره کړ او په زور سره ښار ته ورننوتل. کربلاے معلی په هغه زمانه کښې د خلکو په زړونو کښې ډېر عظمت او په دنيا کښې ډېر شهرت لرۀ او د دنيا له لريو لريو هېوادونو اوسيمو زائران به د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمن نمسي امام حسېن (ع) د زيارت لپاره دغه مقدس ښار ته په ګڼ شمېر کښې راتلل. سعود په کربلا کښې د امام حسېن (ع) زيارت کوونکي، د هغه ښار اوسېدونکي او له هغوي څخه دفاع کوونکي کافران وګرځول او هغوي يې په ډېره دردناکه توګه قتل عام کړل او بې له هغو کسانو چې وتښتېدل يا په پټو ځايونو کښې يې ځانونه پټ کړي وو هيڅ يو کس نجات و نۀ موندۀ. وهابي لښکر په کربلا ښار کښې داسې دردناکې غمېزې رامنځته کړې چې ژبه يې له بيانولو او قلم يې له ليکلو څخه لړزيږي. په تاريخ کښې ليکل شوي دي وهابيانو د کربلا ښار لږ تر لږه پينځۀ زره کسان قتل عام کړل. د سعود ګمراه او له قهر نه ډکو سپاهيانو حتی د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمن نمسي او د اسلام د ستر محسن حضرت امام حسېن (ع) دمزار مبارک هم خيال ونۀ ساتۀ او هغه يې شهيد کړ، د امام حسېن (ع) د قبر مبارک ضريح يې راونړوله او د هغې سرۀ زر، سپين زر او نورې قيمتي ذخيرې يې ولوټلې.
د کربلا دغې غمېزې په اسلامي دنيا کښې په شيعه او سني مسلمانانو کښې سخت او پراخه غبرګونونه ولرل او د وهابيانو په خلاف ستر ستر احتجاجانو يې راپارول او شاعرانو په دغې دردناکې واقعې باندې مرثيې وويلې. وهابيانو به له دغې وړومبۍ حملې وروسته تر دولسو کالو پورې وخت په وخت د کربلا ے معلی او نجف اشرف ښارونو او د هغو په خواو شا سيمو باندې يرغلونه کول او لوټ مارونه به يې کول. د عراق اوسېدونکے لوړ رتبه ديني عالم علامه سيد جواد آملي چې په هغه وخت کښې ژوندے ؤ په کربلا کښې د وهابيانو د غمناک سلوک په باره کښې ليکي: (( (سعود) په ١٢٦١ هجري قمري يا ١٨٠١ ميلادي کال کښې د امام حسېن (ع) په مبارک حرم باندې يرغل وکړ هغۀ ډېر سړي او ماشومان قتل عام کړل، د هغوي مالونه يې ولوټل او په حرم شريف کښې يې دومره فساد او ورانکارۍ رامنځته کړې چې يوازې خداے پاک ښۀ پوهيږي.))
په کربلاے معلی کښې د وهابيانو جنايتونو د د هغوي په خلاف د نفرت يوه څپه رامنځته کړه ان تردې چې يو شيعه مسلمان په ١٢١٨ کال کښې د اوړي په موسم کښې د سعود پلار عبدالعزيز وواژۀ.
د سعود لښکريانو په ١٢٢٠ هجري قمري يا ١٨٠٥ ميلادي کال کښې د نجف اشرف په مقدس ښار کښې د حضرت علي (ع) په مرقد مبارک باندې يرغل وکړ خو د نجف اشرف د خلقو بې مثاله دفاع په وجه په شا تګ مجبور شول. د واقعې ليکونکو ليکلي دي چې د ديني علومو يو شمېر طلباؤ د نجف اشرف د ستر ديني عالم علامه کاشف الغطاء په ملګرتيا سره له نجف اشرف ښار څخه شپه او ورځ دفاع وکړه، د هغۀ کور د وسلې اېښودو ګودام ؤ او هغه ديني عالم د ښار په هره دروازه او هر برج باندې يو شمېر طلباء او خلق د دفاع لپاره ګمارلي وو. په دغه حمله کښې سعودي عسکر پنځلس زره تنه وو. نجدي مورخ ابن بشر په نجف باندې د وهابيانو د حملې په حقله ليکي: ((په ١١٢٠ هجري قمري کال کښې سعود په ګڼ شمېر عسکرو سره په عراق کښې د نجف اشرف د مقدس ښار په لور حرکت وکړ. کله چې دغه لښکريان ښار ته نزدې ورسېدل نو له يو ستر او پراخه خندق سره مخامخ شول. د وهابيانو لښکريانو لپاره له خندق څخه تېرېدل ناممکن وو. ځينې وهابيان د نجف اشرف ښار د دفاع کوونکو غشي ويشتونکو په غشو سره ووژل شول او باقي په شا تګ مجبور شول او د چاپېره کليو د خلکو په لوټلو باندې مشغول شول.))
هم هغه ډول چې مو ولوستل د وهابي فرقې مشرانو او د د دغې متحجرې فرقې پېروکارو به اصلي اسلام ته د ستنېدو په غولوونکو نعرو سره بې ګناه مسلمانان په خاورو او وينو کښې لوغړول. حال دا چې د قران شريف مبارک ايتونه او د اسلام ارزښتناک تعليمات مسلمانان اتحاد او اتفاق، يوزړۀ توب او ورورولۍ ته دعوت کوي. تاريخ د آئينې په شان نيکۍ او بدۍ په صفا توګه انځوروي چې مفکر او عبرت زده کوونکي کسان حق او باطل په غړېدلو سترګو وګوري. ................... دوام لري.......................... نور بيا...........
Add new comment