وهابيت پېژندنه ( دويمه برخه)

 ابن عبدالوهاب د دغو غلطو او اختلاف رامنځته کوونکو افکارو طر ح د ۱۳ ه ق پيړۍ له لومړيو چې له ۱۹ ميلادي پيړۍ سره سمون خوري، په ډېرو نامناسبو تاريخي حالاتو کښې وړاندې شوه.په دغه وخت کښې اسلامي نړۍ له څلورو لورو،د لويديځو استعمارګرو تر سخت بريد لاندې وه.

برطانوي حکومت له ختيځه د هند د سترې برخې په واک کښې اخېستلو سره د فارس خليج د سواحلو په نيولو پسې ؤ، د برطانيې ځواکونو هره شېبه د ايران جنوب او ختيځ په لور پرمختګ کوۀ.

فرانسويانو هم د نېپولين په مشرۍ شام او مصر نيولي وو، او په هند کښې په نفوذ پسې وو.

تزاري روسانو هم په عثمانيانو او ايران باندې په پرله پسې حملو سره هڅه کوله چې له يوې خوا تر فلسطين او له بلې خوا تر فارس خليج پورې خپل حکومت پراخ کړي. حتی امريکايانو هم په هغه وخت کښې د افريقې دشمال اسلامي هيوادونو ته سترګې نيولې وې. هغوي د ليبيا او الجزاير د ښارونو په بمبارولو سره ، هڅه کوله چې په اسلامي نړۍ کښې نفوذ وکړي.

په داسې سخت وخت کښې، چې مسلمانانو د دښمنانو په مقابله کښې ملګرتيا او اتحاد ته اړتيا لرله، محمد بن عبدالوهاب، د مسلمانانو په تکفير او د خپلو انحرافي عقيدو په مطرح کولو سره، د مسلمانانو يووالے له ستونزې او مشکلاتو سره مخ کړے ؤ. بې شکه چې په دغه وخت کښې انګرېزان په مسلمانو ملتونو کښې په نفوذ او د هغوي په استعمارولو کښې مخکښې وو.

د هغوي مشهوره طريقه،اختلاف اچول او حکومت کول او د هغوي د سرچينو او زېرمو لوټل وو. په همدې لړ کښې هغوي کوشش کوۀ چې په اسلامي نړۍ کښې مذهبي اختلافاتو ته لمنه ووهي. له همدې کبله ځينې مورخين، د وهابيت د فرقې رامنځته کېدل، د انګلستان له داسې فعاليتونو سره بې ارتباطه نه بولي.

په تا ريخ کښې د محمد بن عبدالوهاب او د انګرېزانو د جاسوس مسټر همفرے تر منځ د ارتباط خبره شوې ده.
همفرے په مسلمانو هيوادونو کښې انګرېز جاسوس ؤ چې ځان يې په ظاهره مسلمان کړے ؤ او په ظاهري مسلمانۍ سره يې هڅه کوله، په مسلمانانو کښې د اختلافاتو لارې پيدا کړي.

هغۀ دخپلو خاطرو په کتاب  (چې په مختلفو ژبو کښې دغه کتاب ترجمه شوے دے)کښې ليکلي دي چې هغه د عراق په جنوب کښې د بصرې په ښار کښې له ابن عبدالوهاب سره ليدل کتل کړي وو.همفر ے عبدالوهاب داسې توصيفوي:

((ما خپل ورک شوے کس، د عبدالوهاب په وجود کښې پېدا کړ. په مذهبي قوانينو د هغۀ نۀ پابندي، د غرور روحيه، او دخپلې زمانې له عالمانو څخه د هغه کرکه او ورسره يې د نظر اختلاف چې حتی څلورو واړو خليفه ګانو ته يې هم اهميت نه ورکوۀ، او يوازې يې له قرآن څخه په خپلې ډيرې لږې پوهې سره  تکيه کوله دغه روښانه ټکي د هغۀ د کمزورۍ نښې وې چې کولي مي شو له دې لارې په هغه کښې نفوذ وکړم)).د همفرے په وينا ((هغۀ ابن عبدالوهاب مې د وهابيت د فرقې رامنځته کولو ته وهڅوۀ، او له هغه او له محمد بن سعود څخه يې د برطانيې دحکومت ملاتړاعلان کړ. .))


خو هغه څه چې مسلم دي دا دي چې خلق، عالمان او حتی د ابن عبدالوهاب پلار او وروڼه ورسره مخالف وو.
په دې توګه چې هغه يوازې د پلار له مرګه وروسته، جرات وکړ چې خپلې عقيدې بيان کړي، چې په حقيقت کښې د خلقو د مذهبي عقيدو له يوې برخې يې انکار کوۀ. هغه د خپلو افکارو د څرګندولو له ابتداء څخه د خلقو او عالمانو له مخالفت سره مخ شو. خو هغه له خپلو انحرافي افکارو څخه تېر نۀ شو.


ابن عبدالوهاب دعربستان په حريمله ښار کښې د وهابيت تبليغ پيل کړ، او خپلې عقيدې يې بيان کړې .

دغه کار، عمومي افکار راوپارول،په دې توګه چې مجبوره شو له هغه ځايه لاړشي. هغه له حريمله ښاره، عيينه ته لاړ. د عيينه د هغه وخت واکمن، عثمان بن معمر ؤ.هغه په شروع کښې  ابن عبدالوهاب ومنۀ، او عبدالوهاب هم د دې په مقابل کښې، ژمنه وکړه چې د نجد ټول خلق به د هغه اطاعت ته تيار کړي. خو د احسا سيمې د عثماني حاکم په خبردارۍ سره عثمان ابن عبدالوهاب له دغه ښاره ووېست.  ابن عبدالوهاب په ۱۱۶۰ ه ق کال کښې او له هغه وروسته چې له عيينه څخه وشړلے شو، درعيه ته لا ړ چې د نجد يو مشهور ښار و.هغه وخت محمد بن سعود د درعيه حاکم ؤ. هغۀ د درعيه واکمن ته بلنه ورکړه چې ورسره مرسته وکړي، او له محمد بن سعود سره يې وعده وکړه چې هېواد به يې د وهابي افکارو د پراختيا له لارې، پراخ کړي. محمد بن سعود، د ابن عبدالوهاب تجويز ومنۀ، او په نتيجې کښې معاهده وشوه چې حکومت به د محمد بن سعود په لاس کښې وي، او د دين تبليغ به د ابن عبدالوهاب له لوري کيږي. د دې تړون د پياوړتيا لپاره د دواړو کورنيو تر منځ ودونه هم وشول.


 ابن عبدالوهاب د خپلو عقيدو تبليغ د آل سعود د قدرت په سيوري کښې پراخ کړ او د نزدي ښارونو په قبائلو باندې يې هم په چټکۍ سره حملې شروع کړې. د ابن عبدالوهاب له وړومبنيو کارونو څخه د عيينه په خواوشا کښې د صحابه ؤ او اولياؤ رضی الله عنهم د زيارتونو ورانول وو. هغۀ به مسلمان ، اولياو او پيغمبرانو ته د توسل او خداے پاک ته د هغوي د وسيلې ګرځولو په جرم مشرک او بت پرستان بلل او د هغوي د تکفير فتوې يې ورکولې او د هغوي وينه يې حلاله او قتل عام يې جائز، او مالونه يې هم جنګي غنيمتونه بلل. ان تردې چې د ابن عبدالوهاب پيروکارو په دغو فتوو باندې په تکيې سره په زرګونو بې ګناه مسلمانان ووژل.

عجيبه خبره دا چې په هغو وختونو کښې د درعيه خلقو په ډيرې بې وزلۍ او مسکينۍ کښې ژوند کوۀ، خو په دغو جنګونو کښې زيات مال او غنيمتونه درعيه ښار ته راوړلې شول.

مشهور سني مورخ آلوسي، چې پخپله هم سلفي ګروهنې درولودلې، د بشر نجدي په نامه د بل مورخ له کتاب، تاريخ نجدي څخه داسې نقلوي:

((زۀ ابن بشر د کار په پېل کښې د درعيه د خلقو د بې وزلۍ شاهد وم، خو وروسته د سعود په وخت يعنې د محمد بن سعود د نمسي په و خت کښې شتمن ښار شو، تر دې حده چې د خلقو وسلې هم په ګاڼو ښکلې شوې وې او په اصيلو آسونو به سورېدل، او ډيرې ښکلې جامې به يې اغوستلې همدارنګ له شتمنيو هم برخمن وو، تر دې حده چې شرح يې آسانه نه ده.))  البته ابن بشر په خپل کتاب کښې ليکلي نه دي چې دغه شتمنۍ له کوم ځايه راغلې وې. خو تاريخ ته په کتنې سره روښانه کيږي چې د نجد او نورور ښارونو په مسلمانانو باندې په حملو سره چې د وهابيت د نۀ منلو په جرم پرې حمله کيدله، شتمنۍ يې چور تالان کيدلې. ټول غنيمتونه د شيخ محمدبن عبدالوهاب په واک کښې وې او محمد سعود هم د هغه په اجازې سره ترې برخمن کيده.له مسلمانانو څخه د تر لاسه شويو غنيمتونو په ويشلو کښې، د ابن عبدالوهاب طريقه خپل سري وه، او هر څنګه چې يې خوښه وه، غنيمتونه به يې مصرف کول. يعنې که جنګي غنيمتونه يې يوازې دوه يا درې کسانو ته ورکول نو هم يې خپله خوښه وه او چا ترې پوښتنه نۀ شوه کولې.

محمد بن عبدالوهاب، له توحيده د غلط مطلب اخېستنې له مخې د مختلفوخلقو ته بلنه ورکوله چې هر کس که ومني، نو ژوند او مال يې محفوظ او په امان کښې دي ګنې د دې په غېر صورت کښې به د اسلام دښمن بلل کيږي ا و وينه او مال به يې حلال او مباح بلل کيږي. په نجد، يمن، حجاز، شام،عراق او نورور سيمو کښې د وهابيانو حملې او جنګونه د همدې فکر په بنياد وو.

هر ښار چې به په جنګ سره ترلاسه کيده، ورته حلال ؤ، او کولي شو چې دخپلو مستعمرو په لړ کښې يې راولي،او يا به يې هم غنميتونه اخېستل او له ځانه سره يې وړل، هغه کسانو چې د غه بلنه منله، نو بايد يې دعبدالوهاب تابعيت او پيروي کړې وه، او که په مقابل کښې يې پاڅيدل، نو بايد وژل کيدل.

ددې چلندله مخې د نمونې په توګه د احسا د ښار د فصول په نامه د يو کلي درې سوه نارينه يې ووژل او د هغوي مالونه حالونه او ناموسونه يې د غنيمت په نامه چور تالان کړل................ دوام لري ................. نور بيا.............

Add new comment