وهابيت پېژندنه ( وړومبۍ برخه)
که د دينونو تاريخ او سرچينو ته ښه ځير شو نو پوهيږو چې ډېر دينونه د وخت په تېريدو سره په مختلفو مذهبونو او فرقو وېشل شوې دي .لوې اسماني دينونه هم له دغه مسلې وتلې نۀ دي . د وخت په تېريدو سره او څومره چې د دغه دينونو له راوړونکو سره دخلقو زماني فاصلې زياتې شوې دي په دغو دينونو کښې مختلفې فرقې پېدا شوې دي. څرګنده ده چې په اسماني دينونو کښې د مختلفو فرقو او اختلافونو د پېدا کښېدو علت انساني افکار پاتې شوي دي. ځکه چې د ټولو الهي پېغمبرانو په مسلک کښې توحيد او د يو خداے منل يو مهم اصل دے او پېغمبرانو هميشه خلق له تفرقې او اختلافه منعې کړي دي. په قيامت او دنيا ته يو ژغورونکي او نجات ورکوونکښې هستۍ په راتللو عقيده او عدالت غوښتنه او ظلم ځپنه هغه نور اصول دي چې په ټولو اسماني دينونو کښې مشترک دي.همدارنګ ټول الهي دينونه په دې اصل يوه خوله دي چې وحي چې د ټولو علمونو سرچينه ده د خداے پاک له لورې نازله شوې ده . خو د تاريخ په اوږدو کښې وينو چې له دينه د غلطو مطلب اخېستنو په شان عوامل ، ټولنيز شرائط او حالات او ګټه لټوونکي اهداف او تمې سبب شوې چې په ځينو کسانو کښې له دينه غلط درک پېدا شي . دغه د نظر اوافکارو اختلافات ورو ورو زيات شوي او د الهي دينونو منونکي يې په تفرقې او تيت پرکوالي اخته کړې دي. .
په هر حال د مذهبونو او فرقو ډېر والے که هغه د ځينو کسانو او ډلو د غرضونو او شخصي ګټو ام مفاداتو له امله پېدا شوے وي او که د سياسي شازشونو او دسيسو له امله وي يو نه انکاريدونکے حقيقت دے چې د يو غشي په شان يې د دينونو تنه سورۍ کړې ده . دغه ګڼ شمير مذهبونه چې کله کله ورسره بې ځايه تعصبونه هم ملګرې وي په الهي دين کښې چې د وحدت او يووالي لامل دي د تفرقې او جدائۍ تخم شيندي .
مونږ د وهابيت پېژندنې په نامه دې بحث کښې هڅه کوو چې تاسو ته يوه داسې فرقه يعنې وهابيت در وپيژنو او تاسو د دغه بې لارې فرقې په حقيقت پوه کړو.
د وهابيت نومې فرقې د پيدا کښېدو عوامل د ځينو نورو فرقو په شان د هغه د بنسټ کيښودونکي او باني فکري اساساتو او بنيادي افکارو ته ورګرځي. له دې امله چې د وهابيت د فرقې اصلي عقيدې د ابن تېميه له افکارو اخېستل شوې دي او ضروري ګڼو چې داسلام په حقله د ابن تېميه فکري آرونه او نظريات در وپيژنو .
د هجرت په اومه پېړۍ کښې په ابن تېميه مشهور تقي الدين احمد بن عبدالحليم په ۶۶۱ هجري قمري کال په حران ښار کښې چې په انګريزۍ کښې ورته carrhae وائي پېدا شو . حران ښار په هغه وخت کښې د حنبلي مذهب د تعليم يو مرکز ؤ. دا ښار چې اوس يې د ترکيې په جنوب کښې تشې کنډوالې پاتې دي پخوا يو برمناک ښار ؤ چې ځلانده کلتوري مخينه يې لرله .
ابن تېميه په داسې کورنۍ کښې وروزل شو چې يوه پيړۍ مخکښې د حنبلي مذهب بيرغواله او د ديني تاليفاتو څښتنه وه. د ابن تېميه پلار د حران يو مشهور فقيه او په شيخ البلد مشهور ؤ او د حران خلقو هغه د اسلامي علومو د ښوونکي او خطيب په توګه پيژندۀ. له بلې خوا د ابن تېميه ژوند په اسلامي ټاټوبو د مغولو دحملو له پړاو سره برابر ؤ. په هغه زمانه کښې مغول په ډېر ظلم او وحشت سره د اسلامي ټاټوبو په نيولو لګيا وو. او هره ورځ د هغوي د حکومت پولې پراخيدې. په دغه دوره کښې د اسلامي عالمانو ډېر اثار او کتابونه مغولانو چور کړل او يا يې له مينځه يوړل.
د عربو مشهور مورخ ابن کثير ليکي : د هجرت په ۶۶۷ کال يعنې په ۱۲۶۹ عيسوي کال کښې کله چې د ابن تېميه عمر يوازې شپږ کاله و، په حران ښار د مغولو فشار زيات شو تر دې چې د ښار خلقو د مغولو د بريد له ويرې ښار پريښود. ابن تېميه هم له خپلې کورنۍ سره له حران ښار نه دمشق ته لاړ. دمشق ته له هجرته وروسته د ابن تېميه پلار د دمشق د دارالحديث مشر شو او هلته يې تدريس پيل کړ.
ابن تېميه د هلکوانۍ عمر په دمشق کښې تېر کړ. هغۀ له خپله پلاره او د دمشق له نورو عالمانو څخه د فقې ، حديث، اصولو ، کلام او تفسير په شان علمونه زده کړل تر دې چې په حنبلي مذهب کښې اجتهاد ته ورسېد. ابن تېميه همدارنګ په نورو مذهبونو کښې هم څېړنه وکړه او داسې فتوې يې ورکړې چې د اهل سنتو له څلورو مذهبونو او د شيعه ؤ له فتوو سره يې اختلاف لرۀ. هغه په مسلمانانو کښې په ځينو عقيدو او دودونو باندې نيوکه وکړه او په ځينو سنتونو او دودونو عمل يې د شرک او له خدايه د لرې والي سبب وباله. په حقيقت کښې د ابن تېميه له لوړو ژورو نه ډک ژوند په متفاوتو نظرونو او د مسلمانانو په ځينو قطعي او پخو عقيدو د اعتراض او شک کولو په بيان سره پېل شو. د هجرت تر ۶۹۸ کاله د ابن تېميه د افکارو په حقله څه نه وو اوريدل شوې خو له دې وروسته ورو ورو د هغه نظريات او افکار راڅرګند شول . مثلا په همدغه کال کښې يې د اشعري مذهب په خلاف يو کتاب وليکه او په دمشق کښې يې سخت جنجال جوړ کړ.
ابن تېميه ځان سلفي ګاڼه په لغت کښې د سلفي توب معنا ده له تېرو خلقو تقليد کول، زوړ پالنه يا د تېرو کسانو بې قېد او شرطه ېه تقليد. خو سلفيه د يوې فرقې نوم دے چې د خداے د ګران رسول (ص) صحابه و (رض) او تابعينو د پيروۍ ادعا يې کوله. تابعين هغه کسان دي چې له يو يا له څو اصحابو (رض) سره يې ناسته پاسته يا کتنه کړې وي. د سلفيانو عقيده وه چې ټول اسلامي عقائد بايد په هغه ډول اجرا شي چې د صحابه و (رض) او تابعينو په وخت کښې اجرا کېدل او عمل پرې کيدۀ. اسلامي عقائد بايد يوازې له قرآن او سنته واخېستل شي او عالمان بايد داسې دليلونه رانه وړي چې له قرآنه بهر وي. د سلفيانو په عقيدې او افکارو کښې عقلي او منطقي تحليلونو هيڅ ځاے او حېثيت نۀ درلود او د هغوي په نزد يوازې د قران او حديثونو متن د دلالت لپاره کافي ؤ. دغه کسان په خپلو نظرياتو او افکارو کښې له ډېر جمود، تمتيا او تعصب سره مخامخ وو. او له خپلو مخالفانو سره به يې تند چلند کاوه. ابن تېميه سلفي اسلام ته د ستنيدو په پلمه د اسلام په مختلفو مسائلو کښې داسې عقيدې او نظريې وړاندې کړې چې له مخه يې د مسلمانانو ډېر افکار او اعمال تر پوښتنې لاندې راتلل او ډېر مسلمانان د اسلام له دائرې وتل.
کله چې ابن تېميه خپل خاص نظريات وړاندې کړل نو د اعتراضونو له لويو څپو سره مخامخ شو؛ په تېره بيا کله يې چې د خداے صفات بيان کړل. هغه د خداے په حقله عقيده لرله چې خداے پاک جسم لري او په اسمان کښې ناست دے . ابن تېميه وړومبنے مسلمان ؤ چې د خداے لپاره د جسم او بدن قائل شو او په دې حقله يې ډېرې رسالې هم وليکلې. هغه همدارنګ د پېغمبر اکرم (ص) زيارت او دهغه حضرت د ميلاد يا وفات يا نورو دستورو نمانځل حرام او شرک ګڼل.
د هغۀ يوه بله عقيده دا وه چې له اولياؤ کرامو او صالحانو سره توسل او خداے پاک ته د هغوي وسيله ګرځول يې حرام ګاڼۀ. ځکه چې د دۀ په فکر دا کار له غېر خداے سره د توسل په معنا دي. ابن تېميه د پېغمبرانو عليهم السلام او دخداے د وليانو او صالحانو د قبرونو بيارغونه، او د متبرکو او پاکو مقبرو خواته د جوماتونو له جوړولو سره هم مخالف ؤ او دا کارونه يې شرک ګڼل.
د دغو عقيدو په وجه د اسلام د مختلفو فرقو عالمان او مسلمانان د هغه مخالفت ته پاڅيدل.هغوي تيار نه وو چې حتی د داسې کس خبرې هم وزغمي چې خداے جسم ګڼي. او هغه د انسان په صفتونو ستائي.مسلمانو عالمانو د قران مضامينو او مطالبو ته په پام سره چې خداے تعالي له ادراک او جسم والي سپيڅلي او پاک ګڼي د ابن تېميه د عقائدو په رد کښې کتابونه وليکل. هغوي همدارنګ له عدليې څخه وغوښتل چې دهغه له ګمراه کوونکو افکارو سره سخت چلند وکړي. ابن تېميه د اعتراضونو د توفان په وړاندې هماغه رنګ په خپلو عقايدو ټينګ ولاړ ؤ هغه خپل مخالفان کافر ګڼل او کله کله به يې په خپلو ليکنو کښې هغوي په سپکو الفاظو يادول.
په تاريخ کښې راغلې دي چې د هجرت په اوه سوه دريم کال کښې چې کله ابن تېميه د مشهور مسلمان عارف شېخ اکبر محي الدين ابن عربي کتاب «فصوص الحکم» ولوست او وې ليدل چې د دۀ د عقايدو مخالف د کتاب دے. نو د محي الدين ابن عربي د کتاب په رد کښې يې « النصوص علي الفصوص» کتاب وليکۀ او په محي الدين او د هغۀ په پيروانو يې لعنت ووايۀ او ښيرې يې ورته وکړې. په دې ډول د اختلاف او تيتوالي لمبې ورځ په ورځ زياتې شوې . عمومي افکار د ابن تېميه په خاصو افکارو سره چې د مسلمانانو له مشهورو او دوديزو نظرونو او رايو سره مخالف وو راوپاريدل. په نتيجه کښې هغه په اوۀ سوه پينځم هجري کال کښې په شام کښې په يوې محکمې کښې محکوم او مصر ته جلاوطن کړے شو. ابن تېميه په اوه سوه اوم کال کښې ازاد شو او څو کاله وروسته مصر ته ستون شو او هلته يې يو ځل بيا د خپلو افکارو رواجول او خپرول پيل کړل. هغه په اوه سوه يوويشتم کال کښې يو ځل بيا په بند محکوم شو او اخر د ۷۲۸ هجري سپوږميز کال د ذيقعدې په شلمه نيټه د د مشق د قله په جېل کښې مړ شو.
هو ، د اسلامي مسائلو په باره کښې دابن تېميه نظراتو او ليدتوګو په مسلمانانوکښې له اختلاف، دوه ګون والي او له ډيرو اسلامي عقايدو او ادابو له نفي کولو نه بغېر بله نتيجه نه لرله. خو هغه ته داسلامي پوهانو مستدل ځوابونه سبب شول چې دغه حرکت له يوې مودې وروسته ختم شي.
خو په ۵ پيړۍ کښې د محمد بن عبدالوهاب نجدي په نامه يوه کس د ابن تېميه د عقيدو په اساس، د وهابيت په نامه يوه فرقه رامنځته کړه. نو دلته غواړو چې د ابن عبدالوهاب نجدي د ژوند جاجونه وکړو
په ۱۱۱۵ هجري قمري کال کښې په عربستان هيواد کښې ، د وهابيت د فرقې باني محمد بن عبدالوهاب، وزيږيد.
هغه په زلميتوب کښې د ابن تېميه د مفکورو تر تاثير لاندې راغے، او هغه يې مطرح کړې، چې د اسلام له معتدلو تعاليموسره يې ډير اختلاف لرۀ. هغه د خپلو عقيدو په خپرولو کښې د محمد بن سعود د تورې له قدرته هم کار واخېست، چې د نجد د سيمې يو واکمن ؤ ا و په دې توګه يې سلفي مفکورې پراخې کړې.
هغه د اسلامي نړۍ په سپيڅلي ځاے يعنې په مکه معظمه او مدينه منوره کښې خپلې عقيدې مطرح کړې .
هغه په وژونکو جنګونو سره دخپلو نظريو په تپلو پسې ؤ.
د محمد بن عبدالوهاب پلار يعنې عبدالوهاب، له ماشوموالي څخه دخپل زوے د راتلونکي په اړه انديښمن ؤ، ځکه چې د هغه د زوے په خبرو او چلن کښې د ګمراهۍ او انحرف نښې څرګندې وې. عبدالوهاب د مسلمانانو په عقيدو باندې ملنډې وهلې، او په مدينې کښې د زدکړو په وخت، کله کله داسې مطلبونه بيانول چې دخاصو عقيدو ښودنه يې کو له. هغه په مدينه منوره کښې د اسلام د ګران پېغمبر (ص) مبارکې ورضې ته د خلقو په مخ کولو يا د هغه د مبارک زيارت په کولو او هغه خداے پاک ته په وسيله ګرځولو باندې يې نيوکې او اعتراضونه کول.
ويل کيږي چې هغه په ځوانۍ کښې د مسيلمه کذاب، سجاج، آسود عنسي، او داسې نورو کسانو ژوند ليک لوسته چې د پېغمبرۍ د دروغو دعوې يې کولې او د دغو کسانو له ژوند سره يې دلچسپي لرله.
خو دهغه عقيدې ټولې د ابن تېمه او د هغه د شاګردانو يعنې د ابن قيم جوزي له عقېدو څخه تاثير اخېستےؤ.
د محمد بن عبدالوهاب له عقيدو سره د مدينې د خلقو د مخالفت له کبله، هغه له دغه ښار څخه وتښتېد، او نجد ته ستون شو. وروسته،د څه مودې لپاره بصرې ته لاړ، او هلته يې د مخکښې په شان د خلقو له دودونو او عقيدو سره مخالفت وکړ، او دومره يې په خپلو عقيدو باندې پخلے وکړ چې خلقو هغه له دې سيمې نه هم ووېست .
د د يني کارپيژاندو په باور، محمد بن عبدالوهاب، په ځينو عقيدو او نظرونو کښې حتې له ابن تېميه هم وړاندې تلے ؤ.
هغه د دين له لارې داسې منحرف شوے ؤ چې، ټول مسلمانان يې کافر او واجب القتل بلل.هغه له خپلو غلطو عقيدو سره اسلامي ټاټوبے حتی مکه او مدينه دارالکفر او دارلحرب بلل او د دغو سپېڅلو ځايونو نيول او حتی ورانول يې د خپلو پيروکارو لپاره فرض بلل.تاوتريخوالي او تشدد دعبدالوهاب او د هغۀ د پېروکارو دچلند يوه ځانګړتيا وه. د هغۀ له پلار عبدالوهاب نه علاوه چې ورسره يې مخالفت وکړ، ورور يې شيخ سلېمان هم دهغه مفکورې رد کړې. د هغه په ژوند ليک کښې راغلي دي چې تر هغه وخته چې پلار يې ژوندے ؤ، د خپل د زوے د څرګندې بلنې خنډ کيده، خو په ۱۱۵۳ هجري قمري کال کښې د پلار له وفاته وروسته، هغه فرصت ترلاسه کړ چې بې خبره خلق خپلو عقيدو ته راوبلي. د عبدالوهاب د عقيدو له څرګندېدو وروسته، زياتو اسلامي عالمانو ورسره مخالفت و کړ.دهغه ورور شېخ سلېمان چې حنبلي عالم ؤ، د دۀ د عقيدو په ردولو سره، د ((الصواعق الالهيه في الرد علي الوهابيه)) په نامه يو کتاب تاليف کړ. هغۀ ابن عبدالوهاب ته هم زيات خطونه واستول چې او هغه يې په اسلام دين کښې له بدعته منع کړ. د هغه په يو خط راغلي دي:
هغه څه مې چې له عالمانو زده کړي، تا ته يې ليکم . که وې مني، ډيره به ښه وي او د دخداے شکردے، او که وې نۀ منې ، بيا هم د خداے شکر چې ما په خپله دنده عمل کړي. پوه شه چې پاک خداے، حضرت محمد (ص) له حق دين او قرآن سره نړۍ ته واستوه، چې په ټولو دينونو يې غالب کړي، او په هغه يې قرآن نازل کړ، چې د هر څه حقيقت روښانه شي.خداے خپله وعده عملي کړه، او خپل دين يې په ټولو دينونو غالب کړ. شيخ سلېمان د آيتونو او روايتونو په استناد سره، ثابتوي چې د پېغمبر امت، ترټولو ښه امت دے، او له دې دين څخه پيروي، په هر چا واجبه ده. هغه دخپل ليک په دوام کښې، عبدالوهاب د سورۀ نساء ۱۱۵ مبارک آيت ته متوجه کوي، چې فرمايلي يې دي: ((هر څوک چې د حق له روښانېدو وروسته له پيغمبر اکر م سره مخالفت وکړي، او د مومنانو له لارې پرته د بلې لارې پيروي وکړي، مونږ هغه په هماغې باطلې لارې چې پرې روان دے، بيايو، او دوزخ ته يې داخلوو او هلته به تل پاتې ډير بد ځاے لري.)) خو ابن عبدالوهاب په خپلو جاهلانه عقيدو تاکيد کوۀ، او هر هغه څه چې له خپلو عقيدو سره يې په مخالفت کښې ليدل، تکفيرول يې.
ورور شېخ سلېمان په بل ځاے کښې د ابن عبدالوهاب جهالت او نا پوهۍ ته اشاره کوي، او ورته په خطاب کښې وا ئي: پيغمبر اکرم ص، مونږ ته فرمائي، جاهل انسان بايد، د راې استبداد ونلري، بلکې پرې واجبه ده په هر هغه څه چې نه پوهيږي، له عالمانو وپوښتي.د سورۀ انبياء په ۷ مبارک آيت کښې راغلي: فَاسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لا تعْلَمُونَ يعنې که نه پوهيږئ،نو له عالمانو وپوښتئ.
شېخ سلېمان هغه ته وويل، چې څوک نادان او جاهل وي نو د نادان او جاهل دنده، پوښتل او د نظر ښاوندانو پيروي ده.
د ابن عبدالوهاب له عقيدو سره د ټولوخلقود مخالفتونو باوجود ، هغه د نجد په ځينو خلقو کښې خپل بدعتي عقيدې خپرې کړې.
ټولنيز شناندي، د ابن عبدالوهاب عقيدو ته د هغو سيمو د ځينو خلقو د مخه کولو يو علت، دهغه زمانې د خلقوکلتوري او ټولنيزه بې وزلي بولي. ځکه چې هغو خلقو په دښتو او بيابانونو کښې ژوند کوۀ، او له کلتوري ،ديني معلومات او سواد له نظره، په ډيره لاندې سطح کښې وو.هر چا کولي شو چې په آسانۍ سره دغه خلق وغولوي. (لکه څنګه چې نن مونږ ګورو چې زمونږ د غريزوسيمو او کلو هغه خلق چې زيات علم نۀ لري زر د وهابيانو په خبرو غوليږي او عقيدې يې خبرابيږي.)
ابن عبدالوهاب چې د عامه خلقو له پوهې سره سم او دهغوي د خوښې بيان يې لرۀ، په لنډه موده کښې يې هغه خلق د ځان په لور راکاږل.
البته د ويلو ده چې هغه د خپلو عقيدو په خپرولو او رائجولو کښې د هغه وخت د حاکم محمد بن سعود او د برطانوي حکومت (د برطانيې د همفرے جاسوس په يادښتونو کښې يې په تفصيل سره ذکر شوے دے) په څير د قدرتونو له ملاتړه هم برخمن شو. ................. دوام لري نور بيا............
Add new comment