د امام مهدي (علیه السلام) انتظار
د پښتو متل دی (( دنيا په اميد خوړی شي )) واقعي چې اميد، هيله او انتظار د انسان په ژوند کې يو ډېر مهم رول لوبوي او د اميد، هيلې او انتظار نظريه له نفسياتی لحاظه انسان ته په هر ډول مشکلو حالاتو کښې تقويت، ډاډګيرنه او ټينګتيا ورکوی. د فرانس ستر دانشور او ليکوال ګوسټاو لوبون وايې : (( د عالمو تر ټولو ستر خدمتګزاران هغه کسان دي چې وکړې شي بشر په هيله او اميد کې وساتي .((
په جنګونو کې هم ليدل شوي يا ليدل کيږي چې کله د دوو ډلو ترمېنځ جنګ وي او د يوې ډلې مشر او سرپرست له منځه لاړ شی نو د هغې ډلې او طرف خلق همت بائېلی او له خپل برياليتوب او کاميابۍ نه نا اميده شی، حوصلې يې وغورزيږی او زر ماتې وخوری خو په مقابل کښې چې د کومې ډلې مشر ژوندی وي يا يې د راتلو اميد او هيله وي نو د هغې ډلې حوصلې اوچتې وي، زړونه يې ډاډه وي او تل په جنګ کې کاميابۍ ترلاسه کوي .
له نېکه مرغه په اسلام کې په داسې وخت کې چې يو پېغمبر، رسول او نبي ظاهري وجود نه لري د ټولو مسلمانانو په دې عقيده ده چې يوه سپېڅلی هستي چې امام مهدی (ع) نوميږي په اخيره زمانه کې له قيامت نه مخکې تشريف راوړي او له ظالمانو، متسکبرانو، تيري کوونکو، او غاصبانو سره به مبارزه کوي او په ټوله نړۍ کې به په عدل، انصاف، امن او سولې سره صحيح اسلامي حکومت قايموي . لکه د خدای ګران رسول (ص) فرمايې : (( قيامت به رانۀ شي آن تر دې چې زمکه له ظلم، ستم او دښمنيو څخه ډکه شي بيا به زما له اهلبېتو څخه يو کس پاڅون وکړي او زمکه به له عدل او انصاف نه داسې ډکه کړي چې څنګه مخکې له ظلم او ستم نه ډکه وي)) يا دا چې فرمايې : (( مهدی له مونږ اهلبېتو او د فاطمې له اولاد څخه دی)) يا دا چې فرمايې : (( مهدی (ع) زمونږ له اهلبېتو څخه دی ښکلې اوږده پوزه، ښکلی پراخه مخ او روښانه تندی چې زمکه به له عدل او انصاف نه داسې ډکوي لکه څنګه چې مخکښې له ظلم او ستم نه ډکه وي )) يا دا چې فرمايې : (( که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي نو خدای پاک به هغه ورځ اوږده کړي ان تردې چې زما له اولاد څخه هغه سړی پاڅون وکړي چې نوم يې زما په نوم دی )) او داسې نور ډېر حديثونه چې د امام محمد مهدی (ع) د ظهور په حقله نقل شوي دي د تفصيل لپاره د اهلسنتو د حديثونو ځينو دې کتابونو ته مراجعه وکړئ: ( صحيح ابوداود، مسند احمد بن حنبل، کنزالعمال،مستدرک الحاکم، حليه الاولياء، سنن ابن ماجه، تفسير سيوطی، ميزان الاعتدال، ذخائرالعقبی وغېره )
په اخېره زمانه کښې د يو نجات ورکوونکی شخصيت نړۍ ته د راتلو عقيده يواځې په مسلمانانو پورې محدوده عقيده نه ده بلکې د نړۍ په ټولو دينونو او مذهبونو کې شته خو په هغو کې اکثر د خپل هغه مشر چې وفات دی د بيا راتلو يا د يو نامعلوم کس د راتلو عقيده ده خو په دغو ټولو کې د اسلام عقيده ډېره پياوړې او مستنده عقيده ده چې په اسلام کې دغه شخصيت ته امام مهدی (ع) ويل شوی دی او له قيامت نه مخکې د هغۀ د راتلو په حقله د خدای له ګران رسول (ص) څخه د پاس بيان شويو حديثو مبارکو په شان بې شمېره روايتونه نقل شوي دي ..
د دې عقيدې لرونکو او امام مهدی (ع) د اهلبېتو امامانو څخه دولسم امام منونکو ځينو سني عالمانو او عارفانو نومونه په دا ډول دي : علامه شېخ بېهقي شافعي (رح)، شېخ محی الدين ابن عربي (رح)، شېخ محمد بن طلحه شافعي (رح)، علامه سبط ابن جوزي (رح)، شېخ ګنجي شافعي (رح) شېخ سليمان قندوزي حنفی (رح)، مولانا جلال الدين بلخي (رح)، شېخ سليمان يافعي مکي (رح)، شېخ ابن صباغ مالکي (رح)، شېخ عبدالرحمان جامي (رح) شېخ عبدالوهاب شعراني (رح)، ابن حجر هېثمي (رح)، شېخ حسن عراقي (رح) وغېره او داسې د اهلسنتو د طريقت او عرفان اولياء کرام او ان ترخوشحال بابا (رح) او حمزه بابا (رح) هم امام مهدي (ع) د اهلبېتو له دولسو امامانو څخه دولسم امام ګڼي .
البته په دې ټکي د اسلام د ټولو فرقو مسلمانان متفق دي چې امام مهدی (ع) به په اخيره زمانه کې له قيامت نه مخکې څرګنديږي په ټوله دنيا به په عدل او انصاف سره حکومت کوي او نړۍ به له سولې، امن، ورورولۍ، عدل او انصاف نه ډکوي او حضرت عيسی (ع) هم چې خدای پاک ژوندی ساتلی دی راځي او د امام مهدی (ع) په امامت کښې نمونځ کوي او هغۀ تر مشرۍ لاندې به د وخت د دجال،نړيوال کفر او نفاق په خلاف جهاد کوي .
په هر حال د امام مهدی (ع) وجود مبارک يو حقيقت دی او زر يا پس به د نړۍ انسانان دې حقيقت منلو ته مجبوريږي ځکه چې نن مونږ د نړۍ حالاتوته سترګې غړوو نو دا خبره په ثابتيږي چې په حديثو مبارکو کې د حضرت امام مهدی (ع) د ظهور کوم علامت بيان شوی دی هغه تقريباً پوره شوی دی لکه حمزه بابا هم په خپل دې کلام کې د دې خبرې اعلان کړی او د هغۀ د ظهور کولو آرزو يې کړې ده لکه چې وايې :
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
راشه راشه راشه اوس څرګند په کليت کې شه
ای د رسالت روحــه قــــالب د امامـــت کې شه
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
اوس بغېر لــه تا نه چرته خوند د پېمانې نشته
اوس هغه رونق د دې دنيــــا د مېخانــــې نشته
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
ستا چې د راتګ وې هغه ټولې شوې وعدې پوره
تۀ راښکاره نۀ شوې کــــه شوې واړه نښــــانې پوره
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
شمع ستا د مخ چې په محفل کې د دنيا نشته
واړه پتنګــــــان په انتظـــــــار ســـــوزی رڼا نشته
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
راغلۀ ستړی زړونـــــه په ککو يې قــــرار ونيــوۀ
ستا د ديدن شوق د ګريوان ځينې ځمبار ونيوۀ
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
ګرد چې د سپوږمۍ په مخ د ستورو پوګنېدل وينم
ستـــــا د مخ په نمر پســـــې د واړو پسخېـــــدل وينم
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
مسک شه د حمزه د زړۀ په ګل کې د چتيا په رنګ
يا خــــــو په لېمـــــۀ د بــــې نــــوا کې د خندا په رنګ
بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی
همدا رنګ حمزه بابا (رح) په يو بل ځای کې وايې :
راځي راځي پرتو دې د رحمــــــن راځــــي
راغلی خو لا پوهې ته څــــه ګــــــران راځي
حمزه د محبت بــــــه معـــرفت شــــي هــــله
جامه کې د مهدی چې هغه ځوان راځی
يا د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا (رح) په خپل يو کلام کې د اهلبېتو د دولسو واړو امامانو نومونه اخلی او په اخېر کې امام مهدی (ع) د امام حسن عسکری (ع) زوی او دولسم امام معرفي کوي لکه وائی:
بـــــل امــــــام عــــــلي نقـــــي دی
بـــــــــل حســـــــــــن عسکــــــــــري
بـــــــل امـــــــام مهـــــــــــــــدي دی
چـــې د درست جهــــان هادي دی
د بــــــي بــــــي زهــــــــــرا اولاد دی
پشت په پشت دا هسې يـــاد دی
يا په يو بل ځای کې وا يې :
په مهدی پورې يولس دي يا دولس
چې همه زويه، نمسي د پېغمبر دي
يا په يو بل ځای کښې وايې :
مهــــــدي لـــــــه غـــــــــاره ووزه
کېږده پښه پــــــه پلنــــګــــونه
نـــــۀ ديـــــــن شته نۀ آئين شته
شرم لاړ پـــــه فــــــرسنګـــــــونه
مختــــــورن ظالمــــان ډېر دي
چې اخلــــــــي قلنــــګــــــونـــه
د عــــــدل تــــــوره واخــــلــــــه
ملک اسلام کړه په جنګونه
بېـــــــداره اوســـــــه زرکـــــې
شهند ګرځــــي په څنګـــــونه
خوشحــــــاله فکـــــر وکـــــــړه
چې پريوزي خــــرسنګــــــونه
همدا رنګ مولانا رکن الدين رکن عالم هم د خوشحال بابا په شان د دولسو واړو امامانو نومونه په شعر کښې بيانوي او په اخېر کې وايې :
بـــــل حسن عسکــــــري دی
بل اخېر محمد مهدي دی
په هر حال د امام مهدی (ع) او له قيامت نه مخکې د هغۀ د ظهور کولو او دنيا له عدل او انصاف نه د ډکولو موضوع يو حقيقت دې او هيڅ مسلمان ترې انکار نه شي کولی او په دې موضوع باندې ډېر څه ليکل کېدی شي که خېر وي نو په دې موضوع به يا يو کتاب خپله وليکم او يا که راته د چا ښه عالم مستند او ټولو مسلمانانو ته د قبول وړ دلايلو باندې مشتمل کتاب ترلاسه شو نو ترجمه به يې کړم. د هغه ښکلي، زېبا او سپېڅلي امام د ظهور په هيله:
انور شاهين خانخېل
Add new comment