فلسطين

فلسطين د فلسطينيانو هغه سپېڅلے وطن دے چې مودې وشوې صهيونېسټانو پرې د امريکې، برطانيې او د هغوي د نورو انډيوالانو او د ځينومسلمانو واکمنانو او چارواکو په ملاتړ او ساز باز سره قبضه کړې ده. او غواړي چې د (( فلسطين )) په ځاے د (( اسرائيل...
)) په نوم يو صهيونېسټي ملک جوړ کړي او فلسطينيان يا له منځه لرې کړي او يا يې تر خپل کامل تسلط لاندې راولي او د فلسطين نوم ترې هېر کړي. او په بله مرحله کښې بيا په نورو اسلامي او عربي هېوادونو باندې د وسلې او پېسو په زور قبضه وکړي او د اسرائيلو لمن نوره هم ارته کړي. چې په لبنان باندې حملې او د قبضې کوششونه يې يو ژوندے مثال دے. صهيونېسټان د دې مقصد لپاره له مودو راهسې لګيا دي د فلسطين په مظلومو مسلمانانو باندې ظلمونه او ستمونه کوي په لکونو فلسطينيان يې له خپل وطن فلسطين څخه کډه په سر کړي، په لکونو يې شهيدان ، ژوبل او يا هم اسيران کړي دي. او د ظلم او ستم دغه لړۍ هم هغه شان دوام لري او داسې ورځ به نۀ وي چې صهيونېسټانو فلسطينيان شهيدان يا ژوبل او يا اسيران کړي نۀ وي او يا يې په بولډوزرو سره د هغوي کورونه وران کړي او يا يې د هغوي پټي ويجاړ کړي نه وي . صهيونېسټان د خپل مقصد د حاصلولو لپاره له هيڅ يو ظلم ، ستم، جرم او جنايت نه ډډه نه کوي. په فلسطين باندې د قبضې له وخت نه تر ننه پورې صهيونېسټانو د يو نړيوال قانون هم احترام نۀ دے کړے، حتی د فلسطينيانو په نوم رامنځته شوي ځينو سازشي فلسطيني مسلمانو مشرانو سره يې د ساز باز لوظنامې هم نۀ دي منلې او د دغه غاصب رژيم د ظلمونو، ستمونو او جنايتونو په خلاف چې تر اوسه څومره هم پرېکړ ليکونه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا صادر شوي دي د دغه رژيم ملاتړې امريکې هغه وېټو کړي دي.

صهيونېسټانو او د هغوي انډيوالانو او ملاتړو دا کوشش کوۀ چې د فلسطين مسئله د فلسطينيانو او يهوديانو ترمېنځ يوه مسئله وښئ خو چې دغه چل ول يې کامياب نۀ شو نو بيا يې کوشش کوۀ چې دا د يهودو او عربو ترمېنځ يوه مسئله وښئ.خو د ايران د اسلامي جمهوريت باني ارواښاد امام خمېني په شان د اسلام او مسلمانانو زړۀ سواندو مشرانو د فلسطينيانو دوستان او دښمنان له د ې حقيقت نه خبر کړل چې د فلسطين مسئله يوازې د فلسطينيانو يا عربو مسئله نه ده بلکې دا د ټولې اسلامي نړۍ مسئله ده ځکه چې يو خو دا چې اسلام دا حکم کوي چې د دنيا په هر ګوټ کښې که په يو مسلمان باندې ظلم کيږي پکار دي چې مسلمانان چې په هر ځاے کښې اوسيږي د هغۀ مرستې او مدد ته ورمنډه کړي او بله دا چې په فلسطين کښې د مسلمانانو وړومبۍ قبله بېت المقدس هم پروت دے چې د خپلې دغې قبلې ازادول د نړۍ په ټولو مسلمانانو باندې فرض دي. هغوي دا حقيقت هم دنيا ته په ډاګه کړ چې صهېونسټان د هيڅ يو دين پېروکار نۀ دي او د يهودو له دين سره د دوي هيڅ تعلق نشته بلکې دا يوه نړيواله دهشتګرده ډله ده چې د نړۍ د بدمعاشانو واکمنانو په ملاتړ سره جوړه شوې ده او په دې کښې هم تش په نامه يهوديان او هم تش په نامه مسيحيان شامل دي چې صهيونېسټان ورته وائي او غواړي چې د وسلې او پېسو په زور باندې په ټوله دنيا تسلط حاصل کړي. د اسلام او مسلمانانو درد لرونکو مشرانو دا حقيقت هم په ګوته کړو چې (( اسرائيل )) يو جعلي او غاصب رژيم دے او دغه رژيم غاصب او ظالم رژيم پکار دي د زمکې له مخ نه ختم کړې شي او فلسطين چې د مسلمانانو، يهوديانو او عيسائيانو مشترکه هېواد دے هغوي ته حواله کړې شي او پکار دي چې له فلسطين څخه په هجرت مجبور شوي فلسطينيان هم خپل ټاټوبي ته راستانۀ شي او دغلته د نړۍ د غېر جانبدارو مشرانو تر څارنې لاندې ازادانه انتخابات وشي او په فلسطين کښې يو جمهوري حکومت جوړ شي چې د ټولو دينونو او مذهبونو پېروکار پکښې په امن سره ژوند وکړي. چې د فلسطين د مسئلې دا حل يو ډېر شفاف، پاک، له تعصب نه لرے او له انصاف نه ډک حل دے چې هر حقيقت پسند انسان به يې خوښوي. ارواښاد امام خمېني د نړۍ ټول مسلمانان د فلسطينيان مرستې او ملاتړ ته راوبلل او له هغو مظلومانو سره د غږملتيا لپاره يې د روژې د مبارکې مياشت اخيري جمعه ( جمعه الوداع ) د بېت المقدس نړيواله ورځ اعلان کړه. او ټولو مسلمانانو ته يې بلنه ورکړه چې په دغه ورځ دې د فلسطينيانو په حق کښې او د اسرائيل غاصب رژيم او د دغه رژيم د ملاتړو په خلاف مظاهرې او لاريونونه وکړي چې هر کال دغه ورځ په ټوله نړۍ کښې په ډېر مذهبي جوش او ولولې سره نمانځل کيږي. د هغوي دې بېداروونکو اقداماتو نه يوازې د نړۍ په مسلمانانو کښې يو جوش او جذبه پېدا کړه بلکې فلسطين مظلوم ولس ته هم د خپلو ارمانونو د پوره کېدو يوه رڼا ښکاره شوه او د هغوي حوصلې اوچتې شوې او هلته د پخوانيو ساز باز او سازشونو کوونکو ځينو ډلو په ځاے د انتفاضې په شان مقاومتونه او د حماس په شان جهادي او د فلسطين درد لرونکي حقيقي غورځنګونه رامنځته شول. او د فلسطين مسئله د فلسطين دننه د سازشونو او سازبازونو له کندو کپرو نه راووته او يو نړيواله او ټولې اسلامي نړۍ مسئله وګرځېده. او د لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د حزب الله دغورځنګ او د غزې په ٢٢ ورځني جنګ کښې د حماس د غورځنګ د جنګيالو په لاسو د صهيونېسټ رژيم شرمناکو او ذليلوونکو ماتيو او شکستونو دا خبره حقيقت ته ورسوله چې د اسرائيلو په نوم دغه جعلي، ظالم او غاصب رژيم له منځه تلونکے او د فلسطين څپېڅلے وطن ازادېدونکے دے.

 

Add new comment