د وهابيت د خطر په حقله د ارواښاد ډاکټر نجيب تاريخي وېنا

 دا د ښاغلي ارواښاد ډاکټر نجيب هغه تاريخي وېنا ده چې له خپل دردناک قتل نه لږه موده مخکښې يې د افغانستان لوې جرګې ته په خطاب کښې وکړه په دې وېنا کښې ارواښاد ډاکټر صېب د نړۍ ټول مسلمانان په تېره بيا لر او بر افغانان  د امريکې ، صهيونېسټانو او انګرېزانو په ملاتړ سره د وهابيت په نامه له يو خطرناک سازش څخه خبردار کړي وو خو افسوس چې د هغۀ وېنا ته   پاملرنه ونۀ شوه او هم هغه وشول چې هغۀ يې له مخکښې نه پېشګوئي کړې وه چې نن د لر او بر افغان بچے بچے د هغه خطرناک سازش په اور کښې سوزيږي او د نجات هيڅ لار نۀ مومي.)

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي علي رسوله الکريم و اما بعد:

ډېرو محترمو معززو د قومونو، قبائېلو او مليتونو مشرانو او عزيزانو او ډېرو محترمومشائخو او علماء کرامو! السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

     د هغه اسلامي او قراني او د الهي حکم په اساس باندې چې وائي: وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ(سورۀ آل عمران ١٥٩ ايت) ما وغوښتل چې نن له تاسو سره له نزدې نه په دغه حساسه او تاريخي شېبه کښې چې زمونږ هيواد له ډېرې دشوارې مرحلې سره تېريږي مشوره وکړم. مشوره د کومو مسائلو په ارتباط؟ زۀ تاسو ته ډېر مغلق، پيچيده او مبرنجه ، سياسې او بين لمللي مسائل مخې ته نږدم په يو دوو ساده خبرو باندې له تاسو سره مشوره کوم. زۀ به هغو ته وايم ساده خو په واقعت کښې دغه ساده خبرې زمونږ د جامعې نظم، ترتيب، موازين، اصول،عننات، رسمونه، دودونه، عقائداو مذهب او دين تشکيلوي. زمونږ د ملي مفاخرو په حقله او زمونږ د ملي نواميسو په حقله له تاسو سره مشوره کوم.

د افغانستان د ملي حاکميت، ارضي تماميت، د استقلال او ازادۍ د ساتنې سوال مطرح دے.له هغۀ سره جوخت مونږ ځانته ملي عنعنات، ملي نواميس او ملي افتخارات لرو د هغو سوال مطرح دے او بيا زمونږ هيواد افغانستان اسلامي هيواد دے دلته الهي احکام، قرآني ايات، نبوي احاديث، فقهې او تفاسير موجود دي. دا هغه اصول، هغه موازين او هغه مقررات دي چې زمونږ د جامعې نظم او ترتيب يې جوړ کړے دے. د دې ټولو د خرڅولو او د ورانولو پلانونه تنظيم شوي دي. د دنيا تر ټولو د لوے شېطانانو په مقصدونو، نيتونو او لاسونو باندې دا پلانونه جوړ شوي دي. خېر مونږ او زمونږ تاريخ دا شهادت ورکوي چې که افغانان هر څومره هم يوازې پاتې شوي وي ولې بيا يې هم د هر يو يرغلګر په مقابل کښې د هر يومتجاوز په مقابل کښې له ځانه مړانه ښکاره کړې ده، توره يې ښکاره کړې او خپل سنګر يې ساتلے دے خپل تاريخ يې ساتلے او خپله شمله يې اوچته ساتلې ده، که دا له  اسکندر مقدوني سره په جنګ کښې دا سوال مطرح ؤ، که له مغلانو سره،که له عربو سره، که له ايرانيانو سره، که له انګرېزانو سره. خېر زۀ خو دا ادعا کوم چې هلته ګورباچوف يو سياست مطرح کړلويعنې (( طرز تفکر نوين سياسي))، مونږه دلته يو مصالحتي سياست مطرح کړلو، بيا مو د جنيوا مذاکرات امضاء کړل. په هره نحوه او شېوه چې وه شوروي اتحاد له دې ځاے څخه ووتۀ. دوي دا ادعا لري چې مونږ په زور له دې ځاے څخه ووېستۀ دا به هم ورسره ومنو چې دوي د شوروي اتحاد قوتونه ( ځواکونه) په زور له دې ځاے څخه ووېستل ولې چې افغانانواو د دې ملت په رګونو کښې دومره د غېرت وينه موجوده وي چې دومره لوے ابر قدرت له دې هېواد څخه وېستې شي دا د نجيب سياست نه دا ستاسو زور او قدرت ؤ نو بيا د پاکستان ( د جنرل ضياء حکومت ته اشاره ده )  چې عمر يې څلوېښت کاله دے، د پنجابيانو اقتدار د هغۀ منلو ته دا افغانان تياريږي؟ زۀ په دې کښې سخت شک او ترديد لرم. نو له دې خاطره  ده چې سره دلته راټول شوي يو زما به ټولې خبرې حوصلې سره زۀ له تاسو نه خواهش کوم چې دا واورئ او په پاې کښې به خپلې مشورې بيا ما ته راکړئ چې که واقعاً د افغانانو غېرتونه او ننګونه او حياګانې دومره خرابې شوي وي چې اوس د پنجابيانو او د پاکستان د نظامي ګرانو ( د جنرال ضيا حکومت ته اشاره ده ) تر تسلط او تر جنډې لاندې غواړي چې ځان دې وکړي دا به بيا ما ته تاسو د قومونو د نمائندګانو په حېث مشوره راکړئ.

له اسلامي اصولو ، بنيادونو او اساساتو نه به دا مسئله راواخلو او راو به يې څېړو. مونږ ته واقعاً دا سوال ؤ چې څه خبره پېښه شوې ده ؟ اسرائيل له عربو سره جنګ کوي او امريکه له اسرائيلو سره ولاړه ده د ټولو اسلامي هيوادونو په مقابل کښې، فلسطينيان ټکول کيږي، کور نلري وطن نلري برباده شوي دي زمونږ د مسلمانانو(وړومبۍ) قبله بېت المقدس اشغال شوې ده د هغې څوک غم نه کوي او په افغانستان کښې غربيان او امريکنيان راغلي دي اسلام  ګټي دا ما ته سوال ؤ مګر اوس زۀ پرې پوهېږم او تاسوته نن دا خبره بربنډه مخې ته اېږدم چې دلته د اسلام د ګټلو لپاره نه، د اسلام د ساتلو لپاره نه د اسلام د حفاظت او د حراست لپاره څوک همدردي نلري بلکې په اسلام کښې د نفاق د فتنې او شکاف د اچولو پروګرام مطرح دے او بيا په دې صورت کښې زۀ متقين شوے يم چې امريکه د داسې يو پلان شا ته اودريږي ځکه چې دا د اسلام دفاع نه ده دا د اسلام ورانول دي زمونږ له دين سره لوبې دي زمونږ له دغو ټولو موازينو سره چې ما د هغو ذکر وکړو، له قراني اياتو سره، نبوي احاديثو سره، له فقهو سره او له تفاسيرو سره بربنډې لوبې شروع شوي دي. په بل شکل دهريت، الحاد او منافقت شروع شوے دے، تاسوبه وائئ چې څنګه؟ زۀ وايم چې اوس اوس يوه نوې طريقه راوتې ده د افغانستان لپاره. ګنې هسې عمر يې طولاني دے. تقريباً ١١١٦ شمسي هجري کال کښې دا طريقه منځته راغلې ده د محمد بن عبدالوهاب د نجد اوسېدونکے په عربستان سعودي کښې چې يو خودخواه او جاء طلبه سړے ؤ هغۀ د اسلام د دين په مقابل کښې او د حضرت محمد صلي الله عليه و آله وسلم په مقابل کښې دا طريقه راووېسته. دې طرېقې ته هم اهل سنت او هم اهل تشيع او هم علماے کرام او د اسلام د دين لوړ شخصيتونه ((وهابيت)) وائي. دوي د ائمه کرامو اجتهاد يعنې د ابو حنيفه نعمان، د امام شافعي او امام مالک اجتهاد نه مني. دوي دا بدعت ګڼي، دا ردوي او وائي چې دا مزخرفات دي. دوي د قران عظيم الشان له څلورو مهمو برخو څخه چې يوه برخه يې عبارت ده، بله برخه يې اشارت ده، بله برخه يې دلالت ده او بله برخه يې مقتضيت ده صرف عبارت مني او درې نورې مهمې مبارکې برخې نه مني په قران عظيم الشان کښې. او اوس اوس مونږ ته اطلاع رارسېدلې ده چې د ځاځيو په احمد خېلو کښې او په ځينو سرحدي مناطقو کښې دوي نوے قران بهر چاپ کړے دے او هغه يې زمونږ هېواد ته راستولے دے او پخواني قرانونه ټولوي او وائي چې په نمونځ کښې سنتو ته احترام کول او د هغو ادا کول بېکاره کار دے او د روژې مبارکه مياشت او په روژه کښې د تراويحو کول هم هيڅ نه بولي. زۀ وهابيت تاسو ته توضيح کوم مشرانو او عزيزانو چې تاسو وګورئ چې زمونږ په اسلام کښې د اسلام د خرابولو په خاطر څه فتنه روانه ده؟ دوي د اولياء کرامو ، د علماو او مشائخو او د اسلام د دين د لوړو شخصيتونو زيارتونه نه مني. حضرت محمد صلي الله عليه و آله وسلم به فرمايل چې تاسو قبرونو ته لاړ شئ ځکه چې قبرونه تاسو ته اخېرت در په زړۀ کوي. مګر اوس مونږ ته دا سوال راپېدا دے چې که دوي دا زيارتونه او مزارونه و نه مني نو مونږ د شاه ولايت مآب علي کرم الله وجهه مطهره روضه چې په مزار شريف کښې موجوده ده او له قرنونو نه را په دېخوا د افغانستان متدين خلق د دۀ زيارت ته ورځي او يا د رسول اکرم صلي الله عليه وآله وسلم د خرقې مبارکې چې په قندهار کښې موجوده ده او يا د خواجه عبدالله انصار زيارت چې په هرات کښې موجود دے او يا د شاه دو شمشيري عليه رحمه چې په کابل کښې موجود دے او لسګونه نور داسې مثالونه چې په افغانستان کښې د شهداؤ  د صالحينو، د اسلام د علماے کرامو، د مشائخو زيارتونه دي دوي وائي بايد چې دا ټول وران شي. د اولياؤ کرامات نه مني، حال دا دے چې خداے تعالي جل علي شانه په قران عظيم الشان کښې فرمائي دا يې ترجمه ده دلته علماء شته چې (( اولياء هيڅکله په غم نه اړل کيږي، دوي له مخوفات سره نه مواجه کيږي ځکه چې هغوي متدين دي هغوي پرهيزګاره دي او د خداے تعالي د بخشائش زېرے په دنيا او اخېرت کښې د دوي په حال باندې شامل دے )) دوي دعا او دم هم نه مني خداے تعالي په قران عظيم الشان کښې وائي چې تاسو مسلمانانو ما ته دعا وکړئ چې زۀ ستاسو دعاوې ومنم. په قران عظيم الشان کښې بار بار د حضرت مقبول صلي الله عليه و آله وسلم، د ابراهيم خليل الله، د موسي کليم الله، د نوح، يعقوب او يوسف عليهم السلام د دعاګانو په ارتباط باندې بار بار ذکر شوے دے. او چې کله به په صحابه کرامو باندې مشکلات راغلل او يا به څوک ناجوړه شول نو خپله به حضرت محمد صلي الله عليه و آله وسلم دوي دم کول. روايت دے چې بي بي عائشه (رض) ناجوړه وه سترګه يې خوږېده نو دۀ مبارک خپله هغه دم کړله.دا طريقه دا منحرفه طريقه ( يعنې وهابيت ) د صوفيانو په حلقه کښې د خداے تعالي ذکر نه مني او تصوف نه مني په دې لحاظ مختلفې طريقې،لکه نقشبنديه لکه چشتيه لکه سهرورديه دا طريقې دوي نه مني د دې طريقو علماء او مشائخ او د دې طريقو مشران لکه بهاء الدين بلاګردان او لکه شېخ عبدالقادر ګېلاني دا نۀ مني حال دا دے چې خداے تعالي جل علي شانه په قران عظيم الشان کښې وائي: (( چې هغه زما بنده چې يا په قيام کښې يا په قاعده کښې يعنې په ناسته يا په ولاړه کښې ، په خوب کښې يا په بېدارۍ کښې د اسمان او زمکې د راستولو په هکله باندې فکر کوي او وائي چې اے خداے تعالي دا ټول تا باطله نه دي راستولي او په دې طريقه د خداے تعالي ذکر کوي هغه زما ښکلے بنده دے.)) نو زۀ له تاسو نه د مسلمانانو په حېث پوښتنه کوم که څوک په هغې حقيقي او ريښتينې مينې سره چې د خداے تعالي له پاک ذات سره يې لري لکه يوه دوره په اخلاص سره د توحيدد شمعې خواو شا ته اودريږي او خپل قلب له کدورت څخه، بغض څخه او کينې څخه پاکوي او له ظلم او بې عدالتي څخه لاس وباسي او د سولې او د مصلحت په لاره کښې ګام پورته کوي او د خداے تعالي ذکر کوي دوي وائي: دوي د اسلام له دائرې څخه خارج دي. د دې طريقې پېروان جماعت خانې، خانقاوې اوتقيه خانې (يعنې امام باړې) نه مني اوس ما ته راڅرګنديږي چې دوي څه خېل په کونړونو کښې په منظر د عام کښې جوماتونه وسوځول دوي څه خېل په خرقې مبارکه کښې امام د خرقې مبارکې په شهادت ورسوۀ دوي څه خېل پرون تاسو په ټيلي ويژن کښې وليدل چې لوے جامع مسجد يې په ننګرهار کښې په راکټونو او مختلفو ګوليو باندې سورے سورے کړے دے او دوي څه خېل د پل تخنيک په مسجد کښې چې ټول علماء کرام راټول شوي وو او جرګه يې کوله هلته بم کېښود او دوي څه خېل د پل چرخي د جومات په خواوشا کښې بم کېښود؟ دا----- ته

   تر ټولو نه ورتېر دوي قبرونه نه مني وائي د پلار او مور قبر ته اودرېدل دا ناروا کار دے د ثواب کار نه دے.  مائندې او پلارونه ټول ژوند په دې جهت کښې په کار واچوي چې يو صالح اولاد پېدا کړي چې کله دوي ومري د هغوي کټ په خپله اوږه کړي او دوي په درنښت قبر ته وروسپاري او پس له هغه څخه وخت نا وخت د دوي په روح باندې دعاوې واستوي. او هغه نصيحتونه او وصيتونه چې دوي ته پلارونو او مائيندو کړي دي هغه په ياد وساتي ټول تکاليف او مشقتونه په ځان ومني خو دا وصيتونه له ياده و نه باسي. تاسو داسې فکر وکړئ که دا نظم زمونږ په جامعه کښې له منځه لاړ يعنې که داسې زوے او اولاد خپلو ګذشته ګانو ته خپلو پلارونو ته او خپلو مائندو ته په احترام و نه ګوري نو دا به کوم نظم وي؟. دا تاسو بيا ما ته مشوره راکړئ.

      امام مسلم له ابوهرېره څخه روايت کوي چې يو ځل حضرت رسول اکرم صلي الله عليه و آله وسلم  د خپلې مور قبر ته ورغلے ؤ او ژړل يې او نورو صحابه کرامو (رض ) هم ورسره ژړا شروع کړه دوي وويل (( چې ما له خداے تعالي څخه اجازه وغوښته چې د خپلې مور د قبر زيارت ته راشم هغۀ  دا اجازه راکړه تاسو هم قبرونو ته ورځئ ځکه چې دا مرګ او اخېرت  د تاسو په ياد راوړي.)) يو پلار او يا يوه مور د مريضۍ په خاطر باندې تللي دي هندوستان ته يا يو بل خارجي هيواد ته نو اول وصيت يې دا دے چې زويه که زۀ مړه شم يا که زۀ مړ شم نو ما کور ته ورسوه، ما ګور ته ورسوه ما خپلې اديرې ته او خپل قبرستان ته ورسوه چې هلته زما اولادونه زما په قبر باندې راشي او ما ته دعاوې وکړي مګر دوي دا دعاوې او قبرونه نه مني. هم له دې خاطر نه دي چې هره ورځ تاسو اورئ چې په جلال اباد کښې دوي د مړو سرونه پرې کوي او تنور ته يې وراچوي او تېل پرې وراچوي او اور پرې وراچوي او هلته په کېمپونو کښې زمونږ افغانان، دا ويرجنې مائيندې او خويندې د خپلو مېړونو او وروڼو جسدونه حداقل غواړي خو جسدونه يې نه پېدا کيږي. دا څه ظلمت دے او څه غضب دے چې د افغانستان په دې ملت باندې راغلے دے؟

د حضرت رسول اکرم (ص) په مقابل کښې سپکاوے راشروع شوے دے او له دې خاطر نه يو سړے راپاڅېدۀ په انګلستان کښې چې اوس ټول فاميل يې په کراچۍ کښې اوسي سلمان رشدي نوميږي او ويلي يې دي چې دا ايات چې راغلي دي په قران عظيم الشان کښې د حضرت مقبول صلي الله عليه و آله وسلم  لپاره، دا الهي ايات نه دي دا شېطاني ايات دي او زمونږ پېغمبر حضرت محمد نبي اخرالزمان صلي الله عليه و آله وسلم يې په سپکاوي نيولے دے او هغو شپو ورځو کښې چې دا کتاب چاپېږي د دۀ د دغه کتاب له چاپېدلو نه وروسته په انګلستان کښې دې له ضياءالحق سره پروسه کال ملاقات کوي. اوس ما ته دا سوال راپېدا کيږي چې ته به وائې چې د دې وهابيت ارتباط له سلمان رشدي سره؟ د دغه سنت د حضرت محمد صلي الله عليه و آله وسلم د دغه منظف سنت له منځه وړلو په خاطر باندې دا اشتراک عمل مينځ ته راغلے دے. دې د ډالرو منګرانو زمونږ په وطن يې خوهر څه وکړل، زمونږ اولادونه يې خو مړۀ کړل، زمونږ افغانان خو له منځه لاړل اوس يو دين او عقېده او مذهب راسره پاتي دي دا هم را څخه غلا کوي، دا هم منحرفوي.

ضياء الحق او د دې اعتقاد نور طرفداران  په پاکستان کښې بيا قاديانان دي دا قاديانان  د هند د نيمې قارې د بيلېدلو نه مخکښې د انګرېز په تحريک سره او په اسلام کښې د فتنې او شکاف او نفاق د اچولوپه خاطر باندې موظف شول غلام احمد قاديان چې هغۀ يوه طريقه راووېستله او په ډېر وقاحت سره يې د پېغمبرۍ دعوا وکړله او د هم د دۀ کلام دے چې وائي

منم کليم خدا و منم مسيح زمان  

                                 منم محمد و احمد که مصطفي باشد

 دلته قاديانيت او وهابيت سره يو ځاے کيږي اوس تاسو پرې پوهېږئ چې ولې دا نظامي ګران د پاکستان ( د جنرل ضياء حکومت ته اشاره ده ) سره له دے چې د پاکستان خلق د پاکستان ټول سياسي احزابء، په پاکستان کښې قومونه لکه بلوچيان، پښتانۀ او سنديان دا ټول لګيا دي چې له افغانستان سره بايد مونږ ښه مناسبات ولرو. د جنيوا توافقات  بايد  تطبيق شي او بايد په سوله او سلامتيا کښې همساياګان سره ژوند وکړي. دا هم بېن المللي حقوقي روابط او مناسبات دي او هم اسلامي احکام دي چې په سوله سلامتيا سره ژوند وکړو ولې دا قاديانان ( او وهابيان ) نه غواړي ځکه چې دوي خپله طريقه چې د حضرت محمد صلي الله عليه و آله وسلم د سنت د ورکولو خبره ده دا غواړي راېجه کړي دلته ده چې ما ته دا سوال راپېدا کيږي.

  د انګلستان (لخوا) د سلمان رشدي د کتاب د چاپولو په خاطر باندې چې د ايران لخوا  د هغۀ مذمت وشو او برحقه يې مذمت وشو د اسلام له موضعې څخه يې شوے دے (د ارواښاد امام خميني تاريخ فتوې ته اشاره ده)له هغۀ سره (انګلستان سره) خپل ډيپلوماټيک روابط شلوي دې خبرې ته سخته توجه وکړئ

کله چې دې راشي پاکستان ته په سفر سر جېفري هاؤ وزيرخارجه د انګلستان نو د پاکستان د متدينو خلقو لخوا د هغۀ په مقابل کښې مظاهرې او عکس العملونه ښودل کيږي مګر که د يوې شپې لپاره هم پاتې کيږي له دې ډر څخه چې هلته خلق ورپسې راپارېدلي دي مسلمان خلق ورپسې راپارېدلي دي نو حضرت مجددي يې بيا رادعوت کړے دے او د شاه شجاع ګانو په رسم بيا ورته وائي چې دوه ميليون پونډ کمک درته درکوم تاسو خپلې طريقې ته او لارې ته ادامه ورکړئ او دغه رخنه (وهابيت) چې مو په اسلام کښې شروع کړې ده او دا فتنه مو چې په اسلام کښې شروع کړې ده دا په مخ بوځئ. او دلته ده چې دا خبره کوي چې فقط معضله (مشکل او ستونزه) په افغانستان کښې هله حل کېدې شي چې نجيب دې له خپلې کرسۍ څخه استعفاء ورکړي او څوک دې بيا دې کرسۍ ته وروسته راشي؟ عبدالرب سياف چې  د وهابيانو مشرتوب په غاړه لري. دې غلام رسول سياف ؤ مګر له هغه وخت څخه چې دغې طريقې ته لاړو او منحرف شو نو دۀ ويل چې زۀ او د رسول د خداے غلام کېدل؟ دا زما لپاره د شرم خبره ده نو نوم ته يې خپل تغير ورکړ او عبدالرب سياف يې کړ. ستاسو د اسلام  له مقدس دين سره اوس داسې لوبې شروع شوي دي ما ته په دې برخه کښې خپله سريعه مشوره راکړئ ځکه چې ما ستاسو په مقابل کښې ستاسو ډېرې څېرې په لوې جرګې کښې موجودې وې، ماچې کله هلته خپله بيانيه ورکوله د قانون اساسي له تصويب نه وروسته او د قانون اساسي په څلوراويايمې مادې کښې هم دا خبره راغلې ده چې رئيس جمهور په سوګنده سره دا قسم ياد کړو چې زۀ به د دينِ اسلام، د مبين دينِ اسلام اساسات دلته په افغانستان کښې د هغو حمايت کوم او د هغو پشتيباني به کوم. ما د ستاسو د يو خدمتګار په حېث دا سوګند ياد کړے دے، د يو مسلمان افغان په حېث دا سوګند ياد کړے دے، او دلته د افغانستان د يو اسلامي هيواد د رئيس جمهور په حېث ما دا سوګند ياد کړے دے. زۀ اوس له دې سوګندڅخه بېرته راوګرځم؟ دا مشوره تاسو ما ته بيا راکړئ؟ (د جرګې د ګډون کوونکو لخوا د نه، نه نعرې اوچتيږي چې نه دي پکار چې له دغې سوګند نه راوګرځې) نو اوس چې ما ته دا مشوره راکوئ چې مۀ راګرځه يا مه راستنېږه. مه راځه خو فقط ما ته يوه راې راکړي.. د خداے په خاطر.

دوي ما ته په حقيقت کښي ښکاري چې په دغو منحرفو لارو روان دي شرميږي ورځ تر ورځ شرميږي ولې که چرته د جهاد خبره باندې بحث دے نو جهاد د کفر په مقابل کښې مطرح دے نه د مسلمان په مقابل کښې،جهاد د دهريت په مقابل کښې مطرح دے، جهاد د قاديانيت په مقابل کښې مطرح دے، جهاد د سلمان رشدي په مقابل کښې مطرح دے او د دوي د پېروانو په مقابل کښې مطرح دے ( د جرګې د ګډون کوونکو د لاسونو په پړقه سره د ډاکټر نجېب دا خبره تائيد کړه)

     اوس د وهابيانو موقت حکومت چې په راولپنډۍ کښې ( جنرل ضياء الحق په دورکښې ) جوړ شو او يو وارې يې زمونږ په تاريخ کښې بيا د شاه شجاع څېره را په کار کړله، کريهه څېره. ما هغه بله ورځ داخلي قوماندانانو ته په يوه وينا کښې وويل چې بيا هم هغه شاه شجاع چې د انګرېزانو په وسيله مستقيماً په تخت باندې کښېناستېدو خو د دې وهابيت حکومت ته ګوره چې د انګرېزانو د غلامونو په وسيله باندې اوس راځي حکومت اخلي او مونږ ته ګوره چې د غلامانو د غلام  غلام بايد وګرځو. وائي (( خواره دې شي وينځه چې د وينځې کالي وينځي )). د افغانانو غېرت ننګ او حياء به دا خبره قبوله کړي؟ ( د جرګې د ګډون کوونکو له خوا د نه، نه نعرې) اوس نو راشئ دوي خپل دولت ته بېرغ جوړ کړے دے د بېرغ رنګ به وي سور، سپين او شين. زمونږ هم يو بېرغ دے  ملي بېرغ ورته وائي تور، سور او شين. تور له دې خاطر نه چې په مونږ باندې د انګرېزانو استعمار مسلط ؤ او زمونږ پلارونه او نيکونه له وسلو سره راپاڅېدل، له  ټوپک سره راپاڅېدل، چړو سره راپاڅېدل او انګرېزان يې پسې له دې ځاے څخه وتښتول خپلې وينې يې توې کړې ځکه سره پټاره مو صفت دے او کاميابي يې لاس ته راوړه نو ځکه زرغونه پټاره مو صفت دے خو زمونږ له دې ملي مفاخرو سره نن لوبې کيږي هغوي وائي چې انګرېزانو سره ستاسو پلارونو او نيکونو چې مبارزه کړې ده او توره پټاره مو د استعمار ځانته انښلولې ده دا مونږ په رسميت نه پېژنو ځکه چې انګرېزان زمونږ باداران دي. مونږه  رسم شروع کوو چې مونږه وينه توې کړله له سرې پټارې څخه او د څه شي لپاره مو توې کړله چې مونږ د پاکستان ( د هغه وخت د جنرل ضياء الحق پالېسيو ته اشاره ده ) تر بېرغ لاندې ځان نۀ تيروو چې هغه دے شين او سپين. اوس تاسو قضاوت پرې وکړئ چې دا وينه مو د څه شي لپاره توې کړې ده؟ د دې وطن بچيانو او زامنو وينې د څه شي لپاره توې کړي دي؟ او دا کونډې او رنډې او دا تور ټيکري دا غم دا د څه شي لپاره؟ دا له دې خاطر نه چې د سپين او شين بېرغ يعنې د پاکستان تر بېرغ لاندې ځان تېر کړو؟ ( دلته بايد ووايو چې جنرل ضياء الحق د امريکې په اشارو سره د ګاونډي هېواد په کورنيو چارو کښې د لاس وهنو په وجه پاکستان بدنام کړے ؤ ) دا ستاسود پلارونو نيکونوګټلے افتخار نن ورسره لوبې کيږي نن د نيلام بازار ته رامخکښې کيږي. له دې خاطر نه زۀ تاسو ته خطاب کوم او ستاسو په ذريعه د ټول وطن افغانانواو مسلمانانو ته خطاب کوم چې ستاسو له دين سره او ستاسو افغاني نواميسو او افتخاراتو سره داسې لوبې شروع شوي دي.

     له دې خاطره ده، متدينو مسلمانانو، معززو مشرانو، علماؤ، روحانيونو د قومونو او قبائلو سترو باتورو سپين ږيرو چې زۀ چې ورته وايم چې خداے تعالي په قران عظيم الشان کښې وائي: (( والصلح خېر )) دې ( وهابي) وائي نه يې منم،دې وائي دلته اسلام په خطر کښې دے زۀ وايم: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ خداے تعالي جل جلاله په ضمانت سره ساتي دا اسلام، نو دې (وهابي) وائي زۀ دا نه منم وائي اخېري سړے هم چې هلته کښې ولاړ دے زۀ له هغۀ سره هم جنګيږم او د افغان د اخيري سړي وينه هم تويوم دا ځکه چې په وهابيت کښې  غېر د دوي له پېروانو څخه د بل هر مسلمان قتل جائز دے.

      د شورويانو بهانه وه دا شورويان مونږ له دې ځاے څخه ووېستل. اوس وائي مونږ قدرت او اقتدار اخلو مونږ ورته وايوبسم الله کړئ راځئ د قدرت او اقتدار دغه مسئله به هم درسره فېصله کړو اول به  يو اوربند وکړو بيا به يوه مشترکه شورا جوړه کړو يو ائتلافي حکومت به راولو دوي به يو قانون اساسي جوړ کړي د دې قانون اساسي په اساس  به لاړ شو انتخاباتوته. مدعي دي چې مونږ په دې وطن کښې ٩٨ فيصده خاوره په لاس کښې لرو نو چې څوک ٩٨ فيصده خاوره په لاس کښې ولري نو بيا په زېرخانه کښې د خپل حکومت جلسه بيا دائروي او چې بيا بي بي سي ترې پوښتنه کوي چې ولې دې دائره کړه په داسې معقره ځاے کښې اوداسې پټه؟ نو وائي دا خو د افغانستان د حکومت د بمباريو له لاسه  مونږ دغلته دائره کړله. ښه نو دا نور عزيزان دا زما خپله غوښه دا مسکينان دا د مهاجرو له کيمپونو څخه چې دا ځوانان تنکي تنکي چې را اخلې او دلته يې رالېږې ما ته، چې زۀ يې په ګولۍ ولم دا ولې داسې  کوې دوي زړونه نه لري دوي د دې مائندو، خويندو بچيان نه دي دوي د چا مړونه نه دي د چا پلارونه نه دي؟ چې دي، نو هغوي مېدان ته رالېږي او خپله وائې چې د بمياريو له ډره په زمکه کښې ننوځم خپل حکومت دائروم حال دا دے چې په جهاد کښې تاسو ته درمعلومه ده چې حضرت محمد صلي الله عليه وآله وسلم په ټولو جنګونو کښې تر ټولو د مخه دې په اول صف کښې جنګېدۀ او په جنګ احد کښې يې غاښ شهيد شو.

 بل سوال دا دے چې بيا امريکيان ولې د دوي شاته ولاړ دي؟ تاسو وليدل چې امريکيان د اسلام لپاره د دوي شا ته نۀ دي اودرېدلي زمونږ د دين د خرابولو په خاطر د دوي شا ته اودرېدلي دي او يوه بله نازکه خبره هم شته او هغه نازکه خبره دا ده: ښه چې کله حکومت په دې شکل راسره نه منې وائې په زوره يې اخلم نو قران عظيم الشان کښې ايت شريف دے خداے تعالي فرمائي چې: وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ يعنې عزت او ذلت زما لخوا دے او نيکي هم زما په لاس کښې ده او زۀ په هر څيز باندې قادر يم.

 نو زۀ وايم چې راځئ مخې ته انتخاباتو ته به لاړ شو که خداے تعالي پېرزوينه درباندې ورلوده نو ته به دا انتخابات وګټې يعنې عزت د هغۀ لخوا څخه دے او که زما په ارتباط يې پېرزوينه درلودې يا د بل چا په ارتباط يې پېرزوينه موجوده وه نو بيا به يې هغه وګټي او که زۀ نن په دې کرسۍ کښې ناست يم نو دا عزت د دۀ لخوا څخه دے. دخداے تعالي جل علي شانه لخوا څخه دے او ته ګلبدينه اوسيافه هلته وائې چې نه، زۀ به نجيب له دې کرسۍ نه راپرزوم او په زوره يې راغورزوم نعوذ بالله يعنې زۀ له خدے سره ټکرې وهم ځکه چې دوي خو نور اصول مذهبي نه مني نو چې د چا مني هغه بيا د امريکيانو مني ځکه چې هغه وسله ورته رالېږي. هغه د څه شي لپاره وسله ورته راليږي؟ چې هغې مخکښېنۍ خبرې ته راځم چې دوي په خپلو سيمو کښې ترياق ، خشخاش او اپيم کري مخکښې تائيلېنډ، برما او لاوس درې هيوادونه وو چې دې ته به يې طلائي مثلث ويل. له دي ځاي څخه به مخدره مواد امريکې ته استول خو اوس طلائي مياشته جوړه شوې ده هغه کومه منطقه ده؟ هغه مناطق چې د دې تنظيمونو د تسلط تر ساحې لاندې دي هلته ترياق کري. له درې سوو ټنو نه په کال کښې اوس دوو زرو ټنو ته رسيدلي دي پنځه زره ميليونه ډالره دوي ته آيد راوړي مګر د دې په قيمت باندې بيا هلته د امريکيانو ځوانان هم خرابيږي د هغوي ملت هم په اصطلاح په دغو مخدره موادو باندې عادت کيږي هغۀ بيا مبارزه شروع کړې ده چې زۀ بايد خپل ملت بچ وساتم دا د خداے تعالی حکمتونه دي تاسو وګورئ دې مسئلې ته. بيا نو دوي ته تقاضا کوي له دوي نه تقاضا کوي چې دومره کاله مې تا ته اسلحې درکړلې نو ته خو دا ترياق بند کړه،دې وائي چې زما د دولت اول اقدام به دا وي چې زۀ به يو فرمان صادره کړم چې دا ترياق به بند کړم. ولې څه خېل به دا ترياق بند کړي؟ چې د دوي زامن، دوي په خپله او د پاکستاني جرنېلانو ( د جنرل ضياء الحق د دور) لاس په دغه قاچاق کښې شامل دے دا به څه خېل بند کړي؟   اوس خپلو بادارانو ته هم دروغ وائي.

 په دې ترتيب زما معززو مشرانو، سپين ږيرو ډېر ستاسو وخت نه نيسم بس دا وايم چې زمونږ جامعه دوه نظمه لري يو اسلامي نظم دے او يو ملي نظم دے تاريخي او ملي نظم، پښتني او افغاني نظم دا دواړه له خطر سره مواجه شوي دي. تاسو دا له ما سره په چک چکو سره ومنله زۀ فکر کوم چې د ستاسو تائيد دے چې جهاد د دې دهريت ( يعنې وهابيت ) په مقابل کښې روا دے اوس د ملي مفاخرو په مقابل کښې چې داسې توتيې روانې دي چې زمونږ بېرغ ، زمونږ تاريخ چې پاکستان شروع کړله که يو طرف ته غلام اسحق خان وويل چې کنفيډريشن جوړوم نو د دې مخکښې اعلان ګلبدين کړے ؤ نو اوس بل ثبوت هم رامخکښې کيږي که زما دخبرو له اورېدو نه وروسته يې خپل بېرغ ته تغيير ور نه کړو نو هغه بيله خبره ده خو بېرغ يې تيار جوړ کړے دے چې د انګرېزانو په مقابل کښې جنګ روا نه ؤ مونږ د تاسو په مقابل کښي جنګ وکړو او د سپين او شين بېرغ لاندې ژوند تېروو. دا دوه خبرې وې چې زۀ يې نه واداره کړم چې تاسو ته راشم چې له پاکستان سره کنفيډرېشن منئ او د هغۀ تر حکم لاندې ژوند تېروئ او دا وينې مو د دغې خاطر نه توې کړې وې ( د ګډون کونکو لخوا د نه نه نعرې اوچتيږي يعنې چې د پاکستان تر امر لاندې ژوند تېرولو ته تيار نه يو) او دويم سوال دا دے چې د وهابيت ، قاديانيت او دهريت په مقابل کښې به قيام سره کوو او دا ملي او اسلامي جهاد به سره سر ته رسوو. ما نن تاسو له دې خاطره راټول کړي يئ چې دا فېصله به دلته کوو، دا فېصله ما ته په لاس راکړئ چې مونږ خپل تاريخي،افغانستان چې پيځه زره کلن تاريخ لري هغه سر لوړے وساتو که مونږ ډېر متجاويزين له دې ځاے څخه وېستلي وو نو نن پنجابيان هم په خپل سر باندې نه شو منلې مونږ د هغۀ جنډا او بېرغ نه شو منلې. مونږ د وهابيت ، دهريت  او  قاديانيت سيورے په ځان باندې نه شو منلې که تاسو يې منئ نو بيا ما ته ووايئ او دا خبره راکړئ نو زه به بيا تاسو ته ووايم چې د خداے په امان زۀ د دې مسئوليت په  پس له دې تاريخه نه لرم ( د جرګې د ګډون کوونکو لخوا دا دويم سوال يعنې د وهابيت چې د دهريت او قاديانيت يو بل شکل دے په خلاف د پاڅون خبره يې تائيد کړه) زما خبرې دلته ختمې شوې اوس زۀ نوبت تاسو ته درکووم.

Add new comment