ولی په دين احتياج لرو؟

 خدای متعال په قرآن کريم کی فرمائی: (فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا) (سوره روم / 30).

يعنی: د خالص دين وخواته راسه هغه دين چه خدای بشر ئی پر هغه خلق کړ.

دين په اصطلاح کی عبارت دی د معارف – قوانين او دستوراتو د مجموعی څخه چه پاک خدای د پيغمبر (ص) په واسطه د ټولنی د لارښود او خوشبختی د پاره په شرعی ډول بيان کړيدی، دا قوانين په دری برخه دی.

1 – اعتقادونه

2 – اخلاقيات

3 – عملی تکليفونه او وظيفی

په دی مقدمه کی د ويلو موضوع د اعتقادو برخه ده د مخه تردی چه ددی برخی په بيان شروع وکړو د دين او د هغه د ګټو په باره کی اشاره کوو.

د دين ضرورت:

انسان په دی دنيا کی بی هدفه ندی پيدا سوی او پاک خدای د باطلو او بی ګټو کارو څخه پاک دی او د قرآن کريم د آياتو او روايتو څخه ګټه اخيستل کيږی چه د انسان پيدايښت د کمالاتو او روحی پاکوالی او پوهی د حاصلولو د پاره  رسيدل و لوړو مقاموته دی او رسيدل و دی لوړو او ښو اهدافوته بيله صحيح برنامی او پاخه قوانينو نه کيږی نو رسيدل و دی قيمتی مقاموته قانونی لاری غواړی چه د هغه د ټولنيز او فردی حقوقو ساتنه وکړی، آزادی او آرامتيائی پوره کړی، د بشپړتوب او د پوهی او برکت لار ورته وښی او معلوم دی چه داسی برنامی د انسان په ناقص فکر او لږ عقل نه جوړيږی.

پدی خاطر چه انسان خپل ډول ډول غوښتنی د خپل خدای په توګه نه پيږنی او هغه لاری چه مقصد ته ئی رسوی نه پوهيږی هغه نيک مرغی چه په دنيا او آخرت کی ئی نصيب کيږی ندی خبر بلکه خپل خوښی او نيک مرغی د دنيا په مادی ګټوکی بولی او د خپل معنوی احتياجاتو څخه ناخبره دی او خپل او د خپلوانو د ژوندانه چاری د نورو د ژوندانه پر چارو باندی لوړ بولی او په هر کار لاس وهی.

لنډه داچه د انسان نيک مرغۍ په دنيا او آخرت کی د هغه د روغی عقيدی او د اسلام په قوانينو او دستوراتو سره عمل کول دی لهذا ټولنه و دين ته ضرورت لری.

د دين ګټی:

د دين ګټی پر دوه ډوله دی.

1 – شخصی ګټی د انسان دپاره .

2 – ټولنيز ګټی د انسان دپاره .

1- د دين شخصی ګټی:

د انسان دپاره ډيری دی چه روښانه او معلوم داره ئی دری دی.

 1 – د زړه آرامتيا، 2 – د روح قوت، 3 – د انسان ساتنه.

 1 – د زړه آرامتيا

 خدای «جل جلاله» په قرآن کريم کی فرمايلی دی: (الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) سوره رعد / 28 .

 يعنی: هغه کسان چه ايمان ئی راوړی دی د هغوی زړونه د خدای په ياد سره آرامتيا پيدا کوی، او د خدای په ياد ولو سره زړونه آراميږی.

 د دين يوه مهمه ګټه د هر انسان د پاره هغه دی چه خدای پيژنی او په خدای عقيده مند کيږی هغه خدای چه ثابت او تغير نه کوی او راوستونکی د ټولو ژونديو او ورکونکی د ټولو نعمتو دی او ټول عزت، خيرونه، ژوند او عمر د هغه په قدرت کی دی. نو پدی وسيله انسان آرام، خوښحاله، راضی او با صبر کيږی. هر څوک چه خدای «ج» لری هر شی لری، هغه چه خدای «ج» وپيژنی د نيستی او حوادثو څخه بيره نلری او د مخ ته راتلونکی حوادثو څخه پريشان او په بيره ندی.

 2 - د روح قوت:

 دين انسان قوی په عزم، بخښښ کوونکی او قادر پر نفسانی غوښتنی ګرځوی. خدای «جل جلاله» د حضرت علی «عليه السلام» د خاندان په باره کی فرمايلی دی: (يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوماً كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيراً * وَيُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِيناً وَيَتِيماً وَاَسِيراً * اِنِّمَا نُطْعِمُكُم لِوَجْهِ اللهِ لاَ نُريدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً) سوره دهر 7/9 .

 يعنی: هغو په خپل نذر وفا کوی او د هغه ورځی چه سختی ئی پاښانه وی بيريږی او خپل طعام د دوستی په خاطر و بی وزله،  يتيم او اسيرته ورکوی موږ تاسوته د خدای د پاره طعام ورکوو نه ستاسو څخه انعام غواړو او نه تشکرته انتظار لرو.

 دا ډول صفتونه په هغه روح کی پيدا کيږی چه قوی او عقيده مند په الهی قدرت وی. ضعيف او کم زوره  روح هيڅ کله درلودنکی ددی ډول عالی صفاتو نه کيږی قوی روح مربوط په خدای «جل جلاله» دی چه وائی که فرضاٌ لمر په راسته لاس او سپوږمی په چپه لاس می پريږ دی د خپل مقصد او هدفه څخه لاس نه اخلم.

 3 – د انسان حفاظت او ساتنه:

 دريمه ګټه د دين د انسان ساتنه او کنترول د خراپونکی او نابودکونکی غريزو (حيوانی افکارو) څخه دی. دين مؤمن انسان او عقيده مند په خلقت ( پيدايښت) او آخرت د هر ډول بد اخلاقی، نيستی، د نورو په حقوقو لاس غزول، ظلم او بی عدالتی څخه مخ نيوی او ساتنه کوی. حضرت علی عليه السلام فرمائی: «وَ اللّهِ لاََنْ أَبِيتَ عَلَى حَسَكِ السَّعْدَانِ مُسَهَّداً أَوْ أُجَرَّ فِي الاَْغْلاَلِ مُصَفَّداً أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أَلْقَى اللَّهَ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَى وَ رَسُولَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ظَالِماً لِبَعْضِ الْعِبَادِ وَ غَاصِباً لِشَيء مِنَ الْحُطَامِ ... وَ اللَّهِ لَوْ أُعْطِيتُ الاَْقَالِيمَ السَّبْعَةَ بِمَا تَحْتَ أَفْلاَكِهَا عَلَى أَنْ أَعْصِيَ اللَّهَ فِي نَمْلَة أَسْلُبُهَا جُلْبَ شَعِيرَة مَا فَعَلْتُهُ» (نهج البلاغه صبحى صالح، خطبه 224).

 يعنی: قسم په خدای که شپه د سعدان پر زوزانو ويښ سرته ورسوم او په زنځيرو تړلی او کش سم و ماته بهتره دی تردی چه خدای «جل جلاله» او رسول «صلی الله عليه و آله وسلم» د قيامت په ورځ په داسی حال ملاقات کړم چه د بعضو بندګانو سره ظلم او بی عدالتی او د دنيا مالونه می په ظلم خپل کړی وی. په خدای «جل جلاله» قسم که اوه ګونی سيمی دمځکه او هغه چه د آسمانو لاندی دی و ماته راکړی چه د خدای نافرمانی په نيولو سره د وربشی پوستکی د ميږی د خولی څخه وکړم هيڅ کله به ونکړم.

 بناپر دی دين انسان و خدای ته متوجه کوی او په نتيجه زړه آرام او روح ئی قوی ګرځوی او هغه د نامناسبو او بدو کارو څخه مخ نيوی او ساتنه کوی.

 انسان که ودين ته صحيح متوجه سی او هغه ډول چه لياقت لری د دين څخه ګټه وکړی، هغه نيک مرغی چه غوښتنی ئی کوی د دين په برکت په لاس راوړی پدی خاطر چه دين هم معنوی او هم مادی ګټی لری دين و انسان ته شخصيتی اطمينان او د روح قوت او آرامتيا او د زړه تازه توب ورکوی. ژوندئی خوښ، نوم ئی نيک او آخرت ئی په خير کيږی.

 خدای «جل جلاله» فرمايلی دی:(مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَر أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ  أَجْرَهُمْ  بِأَحْسَنِ مَاكَانُوا يَعْمَلُونَ) (سوره نحل/97).

 يعنی: هر څوک نارينه يا ښځه، ايمان داره وی او نيک کار وکړی هغه ته پاک ژوند ورکوو او دغسی کسانو ته بهتره ترهغه چه کړيدی انعام بخښو.

2-  د دين ټولنيز ګټی:

 خلګ چه يو ځای سره ژوند کوی او په ګټه او تاوان، عزت او خواری، مرګ او ژوند سره شريک دی او فکر او احساسات ئی سره يو شکل دی ټولنه تشکيلوی.

 ټولنه د انسان په شکل دی او د يو انسان حکم لری او بايد دری اساسی اصله په ټولنه کی وی ترڅو چه ټولنه روغ، قوی، تازه او د پاته کيدو وړ وګرځی او د ژوند څخه تر ديره حده پوری ګټه يوسی.

 1 – دوستی او يوواله او يو زړه توب د خلګو او جماعتو په منځ کی.

 2 – د خلګوځان ساتنه د بدو کارو او عذاب نسبت ويو او بل ته.

 3 – مرسته کول او يو ږغ سول پر خير او حق.

 دين او عقيده په پيدايښت او آخرت په ښه ډول ياد سوی دری پائی په ټولنه کی عملی کوی.

 د دين مهمه او لومړنی ګټه دټولنی د پاره جوړول د معنوی يو والی او ورور ګلوی د ټولنی د کسانو په منځ کی دی. او هم ګټوره وسيله د محبت ورکول يو او بل وزړوته دی.

 خدای (جل جلاله) په قرآن کريم کی فرمايلی دی: (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْل اللهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَاناً) (سوره آل عمران /103).

 يعنی: ټول د خدای (جل جلاله) په رسی لاس واچوی او متفرق نسی او د خدای نعمت پر خپل ځان په ياد راوړی چه تاسو يو د بل سره دښمن واست خدای (جل جلاله) ستاسی زړونه سره دوست کړل او د خدای په نعمت سره ورور سولاست.

 د دين دو همه ګټه دټولنی د پاره دا ده چه دين د خلګو آزار او جنايتونه د يو او بله څخه نيسی يا اقلاً کموی.

 د جنايت او بد اخلاقی نيت چه د شخصی او د ټولنی د بدبختی  سبب کيږی د منځه وړی. دين د شيطان پر لاس او پښی چه د انسان په دننه کی پټ دی او کوښښ کوی چه فتنی جوړی کړی زنځير تړی او د هغه مخ نيسی، دين د بی نظمی، ظلم او د بدو کارو کول نسبت و يو او بل ته مخ نيوی کوی، دين نژدی والی د خپلوانو په مابين کی ټينګ او په هغه امر کوی. لوی خدای (جل جلاله) فرمائی: (إِنَّ اللهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِى الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْىِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) (سوره نحل /90).

 يعنی: خدای (جل جلاله) په عدالت، نيکو کارو او مينه په خپلوانو امر کوی او د بد او ناخوښ کار او ظلم نهی کوی، خدای (جل جلاله) تاسوته نصيحت کوی، وی چه تاسو قبول کړی.

 د دين دريمه ګټه د ټولنی د پاره دا ده چه خلګ په مرسته سره په ښوکار و مجبوره وی او دوی د بديو او ګناهونو څخه ساتی، دوی د کينی او دښمنی يو د بله سره نهی کوی او د دوژخ جوړول  و ټولنی او خپل هم نوعوته منع کوی او دوی دسختو عذابو څخه ليری کوی.

 خدای (جل جلاله) په قرآن کريم کی فرمايلي دی: (وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَى الاِْثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللهَ إِنَّ اللهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ) (سوره مائده /2)

 يعنی: يو او بل په نيکی او پرهيزکاری سره مرسته وکړی او پر ګناه او دښمنی مرسته ونه کړی او د خدای څخه وبيريږی چه د خدای عذاب سخت دی.

 لنډه دا چه په خپل قانونو او انسان جوړونکی برنامو سره يوه ټولنه جوړوی چه د هغه ټولني روح مطلق خير دی او پدی ډول قوی، تازه او سر لوړی برنامی د هغه ټولنی خلګ د رلودنکی د نيک مرغۍ د دنيا او آخرت به وی ان شاءالله .

 اوس چه د دين معنی، ضرورت او ګټی ئی په لنډ ډول روښانه سو راګرځو پر اصلی بيان. وويل سو چه دين دری برخه لری اوزموږ د بحث  موضوع د اعتقادو برخه دی او د مخه تر داخليدو پدی بحث پدی مطلب توجه وکړو چه.

Add new comment