د مستکبرانو د دښمنۍ اساس د اسلام اصل او د خاتم الانبیاء (ص)سپيڅلی وجود دی

امام خامنه ای

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ د خاتم الانبیاء د سپيڅلي وجود په وسیله د اسلامي  امت د اتحاد ستر او ښکلي ورایښت او  د استکبار له جبهې د درستو مسلمانانو  د ژورې کرکې او غوسې څرګندول باید په حج کښې چې د نړۍ د درستو مسلمانانو د یوځاي کیدو ځاي دی ځان وښيي .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای نن د حج له  مسئولانو سره په کتنه کښې د اسلام د ګران پیغمبر په شان کښې سپکاوې او  د هغه حضرت د دوستانو او حتی دښمنانو په سترګو کښې د نبي کریم (ص) د شخصیت د عظمت ورایښت ته اشاره  وکړه  او د سږ کال حج یې  د تیرو کلونو په پرتله توپیرناک او د ځانګړې موقعیت لرونکی وباله . د رهبرۍ ستر مقام د عزت ، کرامت او رحمت د پیغمبر په سپيڅلي شان کښې د مستکبرانو او دهغوئ د عواملو سپکاوی  د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د استکبار د جبهې د کینې ، بغض او دښمنۍ ژوره نښه وبلله  او زیاته یې کړه  هغه دریځ چې لویدیځو سیاستوالانو ددغه ستر سپکاوې په وړاندې غوره کړی دی ، د دښمن له دریځ سره هیڅ توپیر نه درلوده . هغوئ زیاته کړه دغه سپکاوې او د استکبار جبهې د سرغنو دریځونو د حق او باطل د جبهې د تقابل اصلي چورلیز او حقیقي څیره په ډاګه کړه  او روښانه شوه چې د مستکبرانو د دښمنۍ اساس  د اسلام اصل او د خاتم الانبیاء (ص)سپيڅلی وجود دی . حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای د وروستي الهي پیغمبر حضرت محمد(ص) سپیڅلی وجود د درستو مسلمانانو که هغه هر مذهب او هره فرقه ده د اتحاد ځاي وباله او زیاته یې کړه  په دي ډګر کښې شیعه او سني ، سرزوری او معتدل،او نور کوم موضوعیت نلري  او ټول په ځان او زړه سره یوځاي ډګر ته راغلي دي ، ځکه  نبی کریم (ص) د اسلامي او الهي عقیدو چورلیز او قطب دی . د اسلامي انقلاب ستر لارښود  په حج کښې د اسلام د  ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د ستر شخصیت د ارزښتمن او وحدت بخښونکې ورایښت دوام او  د دغه الهي پيغمبر  له دښمنانو د کرکې څرګندول اړین او مهم وبلل او زیاته یې کړه له مشرکینو برائت یعني درست مسلمانان  دا احساس کړي چې د یوه دښمن په مقابل کښې ولاړ دي  او د زړه له تله ترې برائت وغواړي . د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای همدغه راز مسلمان ملت  د مسلمانانو په  څپانده یو موټی او ستر ډګر کښې د اختلاف اچونکو دسیسو په وړاندې هوښیارتیا ته ورواله او زیاته یې کړه  د دین دښمنان او مستکبران باید پوهه شي چې مسلمان امت  له دې سره سره چې بیلا بیل مذهبونه لري او نظریاتي او عقیدتې اختلافات لري ،خو د هغوئ په وړاندې  ودریږي او متحد دي .

Add new comment