دپیغمبراکرم په شان کې دګستاخ اقدام دتورګوته دامریکااوځينواروپائی هیوادونو په لور اوږدیږي

رهبر

دامریکااوځينواروپائی هیوادونوسرغنې دې دپيغمبرپه شان کې د ګستاخۍ دلیونیواقداماتوپه مخنیوي سره ثابته کړي چې په دغه لوي اوستر جنایت او جرم کې شریک نه دي

دایران داسلامی جمهوریت  دټولوقواؤسترقوماندان حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  داسلامی ایران دپوځ دافسري پوهنتونونو د فارغ التحصیلانوپه ولولناکو دستورو کې  دحضرت محمد مصطفی (ص)دمنّورشخصیت  په شان کې ګستاخ جنایت ته په اشارې سره  ټینګار وکړ  ملتونو له اسلام سره دمبارزه کونکو استکباری او صهونیسټي سپیروسیاستونوپه پيژندګلوۍسره دخپل تورګوته دامریکااوځينو اروپائی هیوادونو په لو ر  اوږده کړې ده داسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران له لوي ملت او داسلامی ویښتیا له څپانده  او خودجوشه خوځښت سره په مقابلې کې داسلام ددښمنانو وروسته پاتي احساس په یادولو سره  زیاته کړه دغه موضوع سبب شوې چې داسلامی امت دښمنان  دوروستۍ پيښې په څیرلیونیوکارونوته مخه کړي          دمسلمانانو ولی امر دغه پيښه د تاریخ یو تل پاتې  عبرت وبالهّ  او وې فرمایل ،داستکباري نظامونوسرغنو،په داسې حال کې چې ددغه لوي جنایت له محکوم کولوډډه کوي  او له دغه لوي جرم سره په مقابلې کې   پخپلودندو عمل نه کوي،خوادعاکوي په دغې پیښې کې ئې لاس نه دی درلودلی . دوي همداراز  په استکباري اورګانونو اوادارو کې داسلامی ضد انګیزو په یادونې سره  وویل ،دهمدغو انګیزو  له امله ده چې  مستکبرانود اسلام اوسپيڅلتیاؤ  دسپکاویو مخه نه ده نیولې او بیا به ئې هم ونه نیسي . حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي روښانه کړه  په ډیرو لودیځي هیوادونو کې  هیڅوک جراءت  نه کوي د هولو کاسټ  مجهول الحال پيښه تر پوښتنې لاندې راولي   او یا دهمجنس بازۍ  په  څیر د استکبار د غیراخلاقي  سیاستونو په باب کوم مطلب خپور کړي ،نو بیا څرنګه ده چې  په دغه ډول پيښو کې  دبیان آزادي  کومه سره کرښه لري  خو اسلام او اسلامی سپيڅلتیاؤ ته سپکاوي  دبیان ددروغجنې آزادۍ  په نامې سره آزاد دی ؟  داسلامی انقلاب ستر لارښود  امریکایان دیکتاتورپال وبلل  او دمصر له دیکتاتور ولسمشر حسنی مبارک ،دایران دیکتاتورمحمد رضا پهلوي  او دسیمې  له نورو اوسنیو دیکتاتورانو څخه دامریکا دلسګونو کلونو او بې شمیره ملاتړونوته په اشارې سره  زیاته کړه  په دغو تورتمو کارنامو سره  امریکایان څرنګه دولسواکۍ غوښتنې  او له آزادۍ د ملاتړ ادعاګانې کوي؟   حضرت آیت ا.. خامنه ای   په بیلابیلو هیوادونو کې دامریکا دسیاسی او ټولنیزو چارو دمرکزونو په لور دملتونو  اعتراضیه مظاهرې  له استکباري او صهونیسټي  سیاستونو څخه دهغوي دژورې کرکې او غوسې نښه وبللې  او وې فرمایل ، دملتونو زړونه  له امریکا ډک شوي دي  ،په همدې خاطر  کله چې دوروستۍ پيښې په څير  مورد  رامنیځةکیږي ،نو دغه غوسه او کرکه په لا عمومی توګه زیاتیږي دمسلمانانو ولی امر ټینګار وکړ بې شکه داسلام لمربه له دغه الهی دین سره دمستکبرانو په مخامخیدا کې لا زیات وځلیږي  او بریالیتوب به  له اسلامی امت سره وي .

Add new comment