په سورئې دامریکا توغندوی حمله دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی ده
د ټی وی شیعه(پښتو برخې)راپور له مخې، پارس ټو ډي نه په نقل، سافرونکوف د دغې توغندوی حملې په محکومولو سره ټینګار کړی ، دغه شان اقدام سیمه ایزه اونړیواله بې ثباتی نوره هم زیاتوی او له ځان سره به ډیرې خطرناکې پائیلې ولری .
په ملګروملتو کې دروسیې داستازی مرستیال زیاته کړې په سورئې دامریکا توغندوی حمله یوازې دترهه ګرو ډلو د پیاوړتیا لامل کیږی ځکه چې دغه حمله د سورئې په وسله وال اوهوائی ځواک شوې ده .
ولادیمیر سافرونکوف پر امریکا غږ کړی ، زر ترزړه دې خپل غلیمانه چلند پای ته ورسوی ا و په سورئې کې دې دشخړې دحل لپاره له ډیپلوماټیکو هلو ځلو سره یو ځای شی .
همداراز دسی این این ټیلیوژنی چینل دنړیوالو چارو یوه شناندی ډیویډ راډ هم په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، په سورئې دامریکا پوځی حملې په سورئې کې په پوځی انډول کې هیڅ بدلون نه دی راوستی او دسورئې دحکومت د بهرنیو ملاتړو مهمې ژمنې په دغه هیواد کې دپوځی انډول دبدلیدو خنډ کیږی، او دبشار اسد دحکومت دڅنګةکیدا ته د امریکا هیلې چټی دی ځکه ، د دغه هیواد له حکومته بهرنیو ملاتړونو دبشار اسد دریځونه پیاوړی کړی دی .
له دې سره په یو وخت دامریکا دویرجینا ایالت یوه سناتور ریچرډ بلک پخپلې ټولنیزې پاڼې کې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې د سورئې ولسمشر بشار اسدیو منطقی کس وباله او ووې ویل دغه خبره له عقله لیرې ښکاری چې هغه کیمیائی حمله کړی وی او د نړیوالو توجه له منفی پلوه ځان ته جلب کړی .هغه په عین حال کې وئیلی ، د سورئې پوځ د دغه هیواد په داخلی جنګ کې په روښانه توګه بریالی دی .
Add new comment