د عربستان چم اسلام آباد نه دی
ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، د پارس ټو ډی خبرونو نه په نقل، صاحب زاده حامد رضا پرون د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې وویل: پاکستان د عربستان انګړ نه دی او د دې هیواد خلک ریاض نه پریږدی چې خپلې ناروا غوښتنې په پاکستان وروتپی او په کورنیو چارو کښې دخالت وکړی.
هغه زیاته کړه: د یمن خلاف د عربستان جوړ کړی ائتلاف په حقیقت کښې د اسلامی هیوادونو ائتلاف نه دی بلکې دغه ائتلاف د آل سعود کورنۍ د ګټو لپاره دی څو د ریاض لاسونه د یمن، سوریې او عراق په شمول د بیګناه مسلمانانو په وینو لازیات ککړ شی.
د پاکستان د سنی اتحاد شورا مشر وویل: د اسلام آباد حکومت دې په خپلې نه سنجول شوې او غلطې فیصلې سره له ایران سره خپلې اړیکې نه خرابوی ځکه چې ایران د پاکستان یو ښه دوست او ګاونډی دی او خلک به هیڅکله د نواز شریف حکومت د عربستان په ائتلاف کښې شاملیدو ته پرې نږدی.
Add new comment