د زنجبیل اوبه او د انسان بدن

 په اسیایی هیوادونو کښې په مصالحو کښې زنجبیل(Ginger) یا ادرک له هر شی زیات استعمالیږی او ادرک په دغو هیوادونو کښې ډیر خوښول کیږی .

 په اسیایی هیوادونو کښې په مصالحو کښې زنجبیل(Ginger) یا ادرک له هر شی زیات استعمالیږی او ادرک په دغو هیوادونو کښې ډیر خوښول کیږی .
د زنجیبل اوبه د انسان د روغتیا او صحت لپاره  ډیره ګټه لری او مونږ ټول باید سهار له خوبه پاڅیدا وروسته د زنجبیل اوبه وڅښو .
دزنجیبل ځینې ګټې په دې ډول دی .
(۱)که چیرې تاسو تبه ، زکام یا نزله لرئ نو معنا یې دا ده چې د بدن دفاعی سیسټم مو په کمزوری کیدا دی  او دانسان د بدن دفاعی نظام د پیاوړتیا ضرورت شته .
دسهار په وخت له خوبه پورته کیدا وروسته دزنجبیل اوبه  نه یوازې دانسان دبدن دفاعی سیسټم پیاوړی کوی بلکې د انسان په بدن کښې د وینې نظام هم ښه کوی .
(۲) په ډیرو تحقیقاتو او څیړنو کښې  دغه خبره ثابته شوی ده چې زنجیل د انسان په بدن کښې د کینسر یعنی دسرطان د ناروغۍ درامینځته کیدا مخه نیسی په تیره بیا دا چې  ادرک په ښځو کښې په اووریز کښې د کینسر د رامینځته کیدا احتمال کموی .
(۳) که  چیرې دکوموکسانو کولمې سوزی یا ورته کوم تکلیف او درد وی نو هغوې باید په چایو کښې زنجبیل  استعمال کړی چې له کبله یې کولمې ارامیږی .
(۴) زنجبیل د الزایمر ناروغۍ مخه هم نیسی .
الزایمر ناروغۍ د انسان د اعصابو سیلولونه وژنی او که چیرې ادرک استعمال شی نو د انسان داعصابو د سیلولونو د له مینځه تلو کار سست کیږی .
الزایمر داسې ناروغۍ ده چې  انسان هر شی هیروی او اعصاب یې په سم ډول کار نه کوی .
(۵) که چیرې کوم کسان وږی کیږی نه نو دا دهغو دمعدې دخرابیدا نښه ده او دمعدې دناروغۍ له کبله دغه کسان په نورو بیماریو هم اخته کیدلای شی .
زنجیبل یا ادرک دمعدې دناروغیو مخه نیسی او له کبله یې دانسان په بدن کښې اضافی وازده هم له مینځه ځی .
(۶) زنجبیل د انسان دبدن دستړیا لپاره هم ډیره ګټه لری .
که چیرې کوم کسان په ورځ کښې سخت کارونه کوی یعنی کارګران ، کروندګر وغیره دی نو دهغوې لپاره د زنجیبل اوبه ډیره ګټه لری ځکه چې د زنجبیل په استمعالولو سره دهغوې د بدن وژې پیاوړی کیږی او له ستړیا بچیږی .
(۷) زنجیبل دانسان په بدن کښې د ګلوکوز سویه کموی .
په اسټرالیا کښې په ترسره شوی تحقیق کښې ویل شوی دی د زنجبیل استعمال دانسان په بدن کښې په وینې کښې د خوږوالی سویه یعنی شوګر لیول کموی .
دانسان په بدن کښې د شوګر  دسویې کنټرولول ډیر ضروری دی او طبی کارپیژاندی وایی چې دشوګر د سویې دکنټرولولو په وجه دانسان د بدن وزن په کنټرول کښې پاتې کیږی .
د ویلو ده چې زنجیبل د کورکمن(Turmeric) له کورنۍ څخه دی او دغه دواړو خور او ورور هم ګڼل کیږی.

Add new comment