ابوبکر غوره دي که علی؟

پوښتنه یی وکړه ابوبکر غوره دي که علی؟ جواب می ورکړو ابوبکر له علی نه څه چې پخپله د رسول الله نه هم غوره دي

پوښتنه یی وکړه ابوبکر غوره دي که علی؟ جواب می ورکړو ابوبکر له علی نه څه چې پخپله د رسول الله نه هم غوره دي. وې ویل هغه څنګه؟ ورته می وویل: پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ۲۳ کاله نبوت وکړو خو ولی خپل ځای ناستي ؤ نه ټاکلو خو ولی ابوبکر دوه کالو او یو څو میاشتې خلافت وکړو او په دې پوهه شو چې امت بی له ځای ناستې نشې پرښودلي، د هغه امت سره ښه دا وو چې له ځان نه یی ورستو خپل ځای ناستي وټاکلو او د امت کار یی آسان کړو خو ولی رسول الله صلی الله علیه و آله له ځان نه ورستو خپل ځای ناستي ؤ نه ټاکلو او اسلامی امت کې فتنه او اختلاف واچولو که چرې رسول الله صلی الله علیه و آله هم د ابوبکر غوندې له فکر او لرلید نه کار اخیستلې وې او خپل ځای ناستې یی ټاکلې وې نو امت کې به دومره اختلاف نه وو.
 

Add new comment