د کابل د حکومت او حزب اسلامی ترمینځ د سولې د موافقې لاسلیک
اشرف غنی په دې خبرې کولو سره چې په افغانستان کې دوینې بهیدا دوام به دپردیو په ګټه وی ، خبرداری ورکړ ، که مخالفان په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړی ، نو دهغوی ماهیّت به له تیر وخته لازیات ایشوا شی .
دافغانستان ولسمشر روښانه کړه ، دکابل دحکومت او حزب اسلامی ترمینځ دسولې دموافقې لاسلیک کیدا وښودله چې دواړه لوری دوسلې لپاره کلک هوډ لری او په افغانستان کې دجنګ دپای غوښتنه کوی .
دافغانستان دحزب اسلامی ګوند مشر هم چې وینا ئې دویډیو ئی کنفرانس له لارې خپره شوه دسولې دموافقې دلاسلیک کولو په وخت ئې په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو دشتون دپای په ضرورت په ټینګار سره ویلی دی ، بهرنی عسکر همدااوس په هیواد کې جنګ اووینې بهیدا ته دوام ورکوی خو هیڅکله به دجنګ بریالی نشی .. هغه دغه موافقه یوه بین الافغانی موافقه وبلله او زیاته ئې کړه دجنګ ختمیدا او دامنیت تامینیدا، دافغان ولس یوه اساسی اړتیا ده .
Add new comment