د داعش ترهګرې ډلې غړي قاچاقچیان دي

دایران دکورنیو چارو وزیر او له نشه ایزو موادو سره دمبارزې د کمیټۍ  سیکرټر وویل دداعش ترهګرې ډلې غړي قاچاقچیان دي .
ایسنا خبري اژانس و ايي عبدالرضا رحماني فضلي دتهران دجمعې لمانځه له خطیبانو سره په غوندې  کښې دنشه ایزو مواد عاید درې (۳)میلیارډه اعلان کړ او ټینګار یې وکړ له داعش ډلې سره مرسته د نشه ایزو موادو دقاچاق له لارې ترسره کیږي .
دایران له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دکمیټۍ سیکرټر وویل له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دټولنیز کولو سیاست یوه ډیره مهمه او ضروري چاره ده .

Add new comment