د پاکستان او افغانستان ترمینځ د انګور اډې سرحد هم پرانیستل شو

د پاکستان د قبایلی مشرانو او جنوبی وزیرستان د جرګې د غړو د پریکړې په اساس د افغانستان پکتیکا ولایت سره د سویلی وزیرستان د انګوراډې سرحدی لاره خلاصه شوه.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم او چمن دوه ستر سرحدونه له دې مخکښې خلاص شوی وو.
په پاکستان کښې د څه مودې مخکښې ترهګرو حملو او چاودنو چې له سلو زیات کسان پکښې وژل شوی وو، د پاکستان او افغانستان خپل مینځی اړیکې لانجمنې کړې وې او په دې وجه اسلام آباد له افغانستان سره خپلې سرحدی لارې بندې کړې وې.
 

Add new comment