فلیپین کې «د حجاب ملي ورځ» بیل منظور شو

د فلیپین غونډې مسلمانانو غړو کمېټه د فروري لومړۍ ورځ نوم د حجاب ملي ورځ ټاکلو بیل منظور شو.

د ټی وی شیعه د پښتو خپرونې راپور له مخې، د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، د حجاب ملي ورځ بیل مطرح کوونکې د آناک میندانائو سیاسي ګوند غړې «سیتی تورابین هاتامان»، اعلان وکړو: د دې بیل هدف د حجاب په اړه د  غلطو تصوراتو پېژندل او د معلومات اضافه ده.

هغه زیاته کړه: سراسر نړۍ کښې حجاب لرونکې ښځې ستونزو سره مخامخ دې. او د حجاب لرونکې ښځو سره د تشدد او د زورزیاتي راپورونه وړاندې کېږي.

تورابین هاتامان وویل: د مسلمانانو ښځو خلاف تبعیض مخنیوی او د دینی ازادی نه حمایت هم د دې بیل اهداف دی.

هغه زیاته کړه: هیله لرم چې د مختلفو دینونو او کلتورو ترمنځه احترام او د سولې او د ملي وحدت زمونږ اهداف دي.

Add new comment