په پاکستان کښې د طالب ډلې یو لوړ رتبه سرغنه ووژل شو

د افغانستان د طالب ډلې یو لوړ رتبه سرغنه د پاکستان په پېښور کښې د ناپېژندل شویو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.

د رپوټ له مخې طالب ډلې نن وویل: د دغې ډلې یو قوماندان او په افغانستان د طالبانو په دوران کښې د کابل پخوانے ولسوال مولوی دواوود د هغه په موټر باندې د ناپېژندلو شویو کسانو په ډزو سره ووژل شو.
ویل کیږی دغه حمله په پېښور کښې د شمشتو نومې مهاجر کېمپ سره نزدې وشوه.
څو ورزې مخکې هم د مولوی داوود یو نزدې مرستیال په همدغه سیمه کښې ووژل شو.
تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې خو طالب ډله وائی چې کېدې شی داعش ترهه ګرې ډلې د مولوی داوود په وژله کښې لاس لرلے وی.

Add new comment