د مشال خان قاتل نیول شوی

پولیسو وویل چې نیول شوی کس عمران  په مشال خان باندې په ډزو اعتراف کړی او عمران د مردان په پوهنتون کښې

د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمردان دپولیسودمشر مرستیال ډی ایی جی () محد اسلم شینواری پرون وویل هغه ځوان چې مشال خان یې په ډزو ویشتلی وو نیول شوی اوهغه تماچه چې دې ورباندې ډزې کړی وې هم کشف شوی ده .
دغه نیول شوی کس عمران نومیږی اوپولیس وایی چې هغه لومړی په مشال خان ډزې کړی وې .
پولیسو وویل چې نیول شوی کس عمران  په مشال خان باندې په ډزو اعتراف کړی او عمران د مردان په پوهنتون کښې دجورنالزم په برخه کښې له مشال خان سره یوځاې زده کړې کولې .
د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمردان  دپوهنتون درویشت کلن محصیل مشال خان د اپریل د میاشتې په دیارلسمه نیټه د یوشمیر کسانو لخوا په پوهنتون کښې په ډزو ویشتل شوی او په   ښختو سره ویشتل شوی او په سوټیو سره سخت وهل شوی او بیا وژل شوی وو .

Add new comment