د ایران ښځې د قران کریم دحفظ سیالۍ وګټله

زینب محمد نژاد دقران کریم دسیالیو په دغه پړاو کښې دښځو په برخه کښې دایران یوازنۍ استازي وه .

د ایران میرمنې زینب محمد نژاد د ښځو د قران کریم د نړیوالو سیالیو په لومړی پړاو کښې دټول قران مجید د حفظ کولو لومړی مقام ترلاسه کړ .
د میرمنو د قران کریم د نړیوالو سیالیو لومړنی پړاو دقران مجید د نړیوالو سیالیو له څلوردیرشم (۳۴)پړاو سره په یووخت دتهران په امام خمینی رحمت الله مصلای کښې وشو .
د دغو سیالیوپه پاې کښې دایران میرمن  زینب محمد نژاد د ټول قران مجید د حفظ کولو په برخه کښې لومړی مقام ترلاسه کړ او له هغې وروسته د انډونیزیا میرمنې سیلویا نارودت المنوره دوهم (۲)او دعراق میرمنې زینب عدنان محد حسن هم دریم (۳)مقام ترلاسه کړ .
زینب محمد نژاد دقران کریم دسیالیو په دغه پړاو کښې دښځو په برخه کښې دایران یوازنۍ استازی وه .
د قران کریم د نړیوالوسیالیو څلوردیرشم(۳۴) پړاو د اپریل دمیاشتې له دوه ویشتمې(۲۲) نیټې راهسې تر شپږویشتمې(۲۶) نیټې پورې په تهران کښې د ایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په مصلا کښې ترسره شو .

Add new comment