له ایران سره د امریکا او صیهونیسټانو د مخالفت دلیل اسلام دې

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت د کلیزې په مناسبت د اسلامی هیوادونو د سفیرانو او د نظام د مسولانو په ټول کې ټینګار وکړ امریکا او صیهونیسټان د ایران له اسلامی جمهوریت سره مخال

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت د کلیزې په مناسبت د اسلامی هیوادونو د سفیرانو او د نظام د مسولانو په ټول کې ټینګار وکړ امریکا او صیهونیسټان د ایران له اسلامی جمهوریت سره مخالفت کوی ځکه چی په ایران کې اسلام ښکاره او د هغو د طعمو مخه نیسی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود  له اسلام سره د مستکبرانو د دښمنۍ د علت درک کول د اسلامی  هیوادونو د مسولانو دنده وبلله او جوته یې کړه اسلامی دولتونه باید پوهه شی چی  له یوه اسلامی هیواد سره له ملګرتیا او بل هیواد سره له دښمنی د امریکا هدف د اسلامی نړۍ د وحدت مخنیوې او د اسلامی ټولنو له ګټو د مسلمانانو د ګډ درک د لارې پر سر د خنډونو رامینځته کول دی .
د رهبرۍ ستر مقام  د انسانی ټولنو په ودې او غوړیدا کې د اسلام بې بدیله وس ،  تمدن ته د بڼه ورکولو ظرفیت  او له ظلم او تیری سره په مقابله کې د اسلام قدرت  د اسلام له سپیڅلی دین سره د مستکبرانو د دښمنۍ اصلی دلیلونه وبلل او ویې فرمایل د اسلام په نوم د ترهه ګرو ډلو جوړول او اسلامی هیوادونو ترمینځ درز رامینځته کول د امریکا او صیهونیسټ رژیم  دسیسې دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود جوته کړه چورتالان کونکی د سیمې له ځینو هیوادونو سره ملګری دی او د دغه کار د دوام لپاره هڅه کوی د ایران اسلامی جمهوریت یا تشیع د هغو دښمن وښی خو ټول باید دغه ټکې درک کړی چی د زور ویونکیو په وړاندې اتحاد او دریدا د اسلامی نړۍ د پرمختګ لاره ده .
د رهبرۍ ستر مقام   د ایران له ملت سره په مخالفت کې د امریکا د تیرو او موجودو ټولو مسولانو ګواښونکی او ګډ سیاستونه ، د دغه هیواد د درستو سیاسی جریانونو د مسولانو د خبیثانه نیت نښه وبلل او زیاته یې کړه امریکایانو په ټولو وختونو کې په ایران د ګوزار کولو لپاره هر څه چی کولې شول ، کړی دی خو ټول دې پوهه شی هر څوک چی د ایران د ملت پر ضد تیرې وکړی بې شکه په تاوانی به شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو ته په خطاب کې له هغو وغوښتل خلکو سره ژمنه  وکړی چی د هیواد د چارو د پرمختګ ، اقتصادی پراختیا او د غوټو د خلاصولو لپاره  یې سترګې د ایران له پولو بهر ته  نه وی .
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له ویناو مخکې د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی ، دینی ولسواکۍ د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د بعثت یوه ډالۍ وبلله او ویې ویل اسلامی نړۍ په تاوتریخوالی ، تکفیر ، بی ثباتی ، ترور او ناامنی کې ښکیل ده او نن باید د نبی مکرم له بعثت په دړرس اخیستلو سره ، د سیمې او اسلامی هیوادونه له مشکلاتو ، ناامنی او بې ثباتۍ خلاص شی .

Add new comment