د پاکستان د وزیراعظم د مالی فساد دوسیه نن په ستره محکمه کښې وجاجوله شوه

د پاکستان سترې محکمې د وزیراعظم او د هغه د اولادونو د مالی فساد د تور په هکله نن غونډه وکړه.

د پاکستان سترې محکمې نن ماسپښین د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف او د هغه د اولادونو د مالی فساد په هکله  خپله غونډه کښې یوه کمیټه جوړه کړه چې د دې فساد په هکله د تحقیق دنده ورته وسپارله شوه او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به خپل رپورټ محکمې ته وړاندې کوی.
نواز شریف د محکمې له غونډې وورسته وویل چې نن مازیګر به د راډیو او ټیلیویژن له لارې خلکو ته وینا کوی.
په دې لړ کښې نن د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد او ځینو نورو ښارونو کښې سخت امنیتی تدابیر نیول شوی وو په مظاهرو او راغونډیدو بندیز لګیدلی و.
د ویلو ده چې (موساک فونِسکا) نومې پانامایی موسسې د تیر کال په اپریل میاشت کښې د نړۍ د ۲ لکه ۱۴ زره بیلابیلو هیوادونو د مشهورو چارواکو او شخصیتونو او مختلفو شرکتونو د مالی تخلفاتو او منی لانډرنګ په هکله څه باندې ۱۱ میلیون اسناد خپاره کړل. په دغه لسټ کښې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف او د هغه د دریو بچیانو نومونه هم شامل وو او په همدې لړ کښې د هغوی محاکمه پیل شوې ده.

Add new comment