روسیه هماغه راز له سورئې خپل ملاتړ ته دوام ورکوی

انټرفکس خبری چینل راپورورکړ د روسیې د پارلمیان دوما د دفاعی کمیشن مشر ویکټور اوزروف نن د سورئې له حکومته

انټرفکس خبری چینل راپورورکړ د روسیې د پارلمیان دوما د دفاعی کمیشن مشر ویکټور اوزروف نن د سورئې له حکومته د ملاتړ په دلیل پر روسیې ددباؤ اوبندیزونو دزیاتولو په باب د انګریز خارجه وزیر بویس جانسن دڅرګندونو په غبرګون کې وویل په سورئې کې دشتون په دلیل د روسیې په ضد د بندیزونو اعمالول به په دغه هیواد کې دروسیې دپوځ بر عملیاتو هیڅ اغیزې ونه کړی .
هغه روښانه کړې ،  دلویدیځ له خوا دروسیې  دپوځ بائیکاټول ،   یو بې نتیجې اقدام دی .
انګریز خارجه وزیر  په یولړ څرګندونو کې   د سورئې له حکومته  دملاتړ په دلیل   د ورسیې پر بندیزونو  اودباؤنو زیاتولو ټینګار کړی دی .
د ملګروملتو په امنیت  شورا کې د امریکا  استازې  نیکی هیلی هم   ویلی دی ، واشنګټن د سورئې له حکومته  د ملاتړپه دلیل  د روسیې په ضد دبندیزونو  په لګولو پسې  دی .

Add new comment