داسرائیلو دجنایت کار رژیم سره، د امریکا مالی او پوځی مرستی
صهیونیسټی ر ژیم، د غزی په تړانګی باندی، د خپلو ور وستیو حملو په اوږدوکی چی، د ۲۰۱۴ م کال، د جولای له اتمی نیټی څخه، پیل شوی، او نږدی یوه میاشت یی دوام وکړ؛ د امریکا له سیاسی؛ مالی؛ او پوځی ملاتړ څخه، برخور ؤ .
له صهیونیسټی ر ژیم څخه، د امریکا د ملاتړ د اعلان په ډیر نوئ دور کی چی، د غزی په تړانګه کی، د فلسطینیانو په ضد، دخپلو جنایتونو د ادامی لپاره، د یاد رژیم د پوځی توان د زیاتیدو په منظور، سرته رسیږی؛ دامریکا د خارجه وزارت ویاندی، ماری هارف، پرون دخبریالانو سره په مرکه کی وویل : واشنګټن به، د دې له قوله، داسرائیلو لپاره؛ د دفاعی پوځی مرستو لیږلو ته دوام ورکړی .
دغزی په تړانګی باندی، دصهیونیسټی رژیم په وروستیو حملوکی، ۲۰۱۷ فلسطينیان شهیدان، او لس زره ۲۰۰ تنه ټپیان شوی دی چی، د دغو شهیدانو او ټپیانو نیمایی برخه، ماشومان؛ ښځی، او بوډاګان دی .
په دغو حملوکی، په زرهاؤ استوګن کورونه؛ ۱۴۱ ښوونځی؛ ۸۰ مسجدونه؛ او ۳۵۰ صنعتی مرکزونه ویجاړ شوی دی .
صهیونیسټی رژیم، د غزی په تړانګی باندی، د خپلو حملو په اوږدوکی، د دغی سیمی د اوسیدونکو په ضد، له ډول ډول منع شویو وسلو څخه، استفاده کړې ده .
صهیونیسټی رژیم په دی موده کی، د اردن سیند په لویدیځی غاړی، او ختیځ قدس باندی حملی، سختی کړی دی، داشان چی، تر اوسه پوری، په دغو سیموکی، ۲۱ فلسطینیان شهیدان، او په سل هاوؤ نور فلسطینیان ژوبل شوی دی .
په دی زمینه کی، د ذی مارکر په نامه صهیونیسټی ورځپاڼی، پخپله وروستۍ ګنه کی ولیکل : اسرائیل؛ د هغو هیوادونو په منځ کی چی، له امریکا څخه یی، پوځی او غیر پوځي مرستی ترلاسه کړی دی؛ په لمړۍ رتبه کی شتون لری .
د دغی صهیونیسټی ورځپاڼی له قوله، په وروستۍ لسیزه کی، د اسرائیلو سره د امریکا پوځی مرستی، نږدی ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی .
دا په داسی حال کی ده چی، له ۱۹۶۲ م کال راهیسی، د اسرائیلو سره د امریکا پوځی مرستی، څه دپاسه ۱۰۰ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی .
د ذی مارکر اسرائیلی ورځپاڼی همداراز ولیکل : امریکا؛ په اسرائیلوکی، د وسلو ډیپوګانی لری؛ ترڅو، په بیړنیو حالاتوکی، تری استفاده وکړی .
امریکا، په دی وروستیوکی په ډاګه وویل چی، د اوسپنیزی ګنبذی د پیاوړی کولو په منظور یی، داسرائیلو لپاره، ۲۲۵ میلیون ډالره بیړنۍ مرستی، لیژلی دی .
امریکا، له ۲۰۱۱ م کال څخه، د اوسپنیزی ګنبذی د پراختیا څخه، د ملاتړ لپاره، په مجموع کی، ۷۰۰ میلیون ډالره پیسی، مختصی کړی دی .
د غزی تړانګی د اوسیدونکو په ضد، د صهیونیسټی رژیم له جنایتونو څخه، دامریکا نیغ په نیغ ملاتړ، په داسی حال کی دئ چی، دغه رژیم؛ د ویلیام شاباس، په مشرۍ؛ د غزی دجګړی په باره کی، د ملګرو ملتو د سازمان د تحقیق د کمیسیون سره، همکاری نه کوی .
په اوس حال کی، د صهیونیسټی رژیم او د فلسطينی مقاومت د ډلو ترمنځ، پنځه ورځنی اوربند، د نورو ۲۴ ساعتونو لپاره، تمدید شوئ دئ .
سلو نړیوالو ارګانونو، او مؤسسو هم، په مصرکی، د اوربند د تړون دلاسلیکولو لپاره، د فلسطینیانو له غوښتنو څخه، په ملاتړ کی، یوه بیانیه صادره کړه .
داوربند له تمدید کیدو وړاندی، د صهیونیسټی رژیم لمړی وزیر، بنیامین نتانیاهو، یوځلی بیا؛ په غزی باندی د پراخی حملی ګواښ وکړ .
Add new comment