د افغانستان په شمال کښې د طالبانو په لاس تښتول شوی کسان آزاد کړی شول

 د افغانستان په شمال کښې د فاریاب ولایت پولیسو د دغه ولایت د هغو اتیاو کسانو د آزادولو خبر ورکړ چې طالب وسله والو تښتولی وو.
د افغانستان په شمال کښې د فاریاب ولایت پولیسو د دغه ولایت د هغو اتیاو کسانو د آزادولو خبر ورکړ چې طالب وسله والو تښتولی وو.
د افغانستان د فاریاب ولایت د پولیسو مطبوعاتی دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې پرون مازیګر په دوو بسونو کښې سپاره څه باندې اتیا تنه د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په ځنګل سیمه کښې طالب ډلې یرغمل کړی وو.
خبرپاڼه زیاتوی چې پولیس ځواکونه له پیښې له خبریدو وروسته لاس په کار شول او وتوانیدل چې اتیا برمته شوی افغانان وژغوری.
د فاریاب ولایت د پولیسو قومندان سید آقا اندرابی اعلان وکړ چې طالب وسله والو شپږ تنه له ځان سره بوتلل خو لږ وخت پس ترې څلور تنه خوشی کړی شول او اوس یوازې دوه ملکیان د طالبانو په لاس کښې دی.
البته طالبانو ډلې په دې اړه تراوسه څه نه دی ویلی.

Add new comment