نه دي پکار چې د اسلام دین په ترهګرو بریدونو تورن کړو
د جرمني صدرِ اعظمې وویل: ترهګر بریدونه د اسلام او مسلمانانو په غاړه نه دي اچول پکار.
ایرنا پرون رپورټ ورکړی چې د جرمني صدر اعظمې اینجلا مرکل د دغه هیواد په پارلیمان کښې په یولړ ویناو کښې په خپل هیواد کښې د مسلمانو بهرنیانو د وژلې په شمول په تیرو وختونو کښې د ترهګرو بریدونو په رایادولو سره وویل: وژله او تشدد نه دی ختم شوی او د نړۍ په مختلفو سیمو کښې همهغه شان ترسترګو کیږي.
د جرمني صدر اعظمې د خپلو ویناو په دوام کښې پخپل هیواد کښې د مسلمانانو د شتون دفاع وکړه او ویې ویل: د جرمني کابو څلور میلیونه نفوس، بهرني مسلمانان دي او مونږ په تشدد او ترهګرو اقداماتو باندې د ټولو مسلمانانو له تورنولو سره سخت مخالف یو.
هغې زیاته کړه چې د جرمني زیاتره مسلمانان د قانون احترام کونکي دي او زمونږ د هیواد په اساسي قانون پایبند او وفادار دي.
د آلمان صدر اعظمې پخپلو ویناو کښې یوځل بیا د اسلام دین د دغه هیواد یوه برخه وبلله او ویې ویل: په جرمني کښې هرډول تبعیض او زوال ته د مسلمانانو ټیل وهل د منلو نه دي لکه څنګه چې د مسلمانانو په خلاف ناوړه نیت د منلو نه دی.
هغې همداشان د افراط پالو لخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په جوماتونو او اسلامي مرکزونو باندې قهرجن بریدونه وغندل او ژمنه یې وکړه چې د جرمني قضايي اداره به له دې مسئلې سره سخت چلند وکړي.
Add new comment